رسنۍ سپورټ کورنی کرکټ

ولایتي سیالیو کې ننګرهار او خوست خپلې لومړۍ لوبې وګټلې.

اعلان

ليکنه: سميع الله درانی

د کرکټ بورډ په مشرۍ ګرېډ ون یا ولایتي سیالۍ د چهارشنبې په ورځ د جولای په ۳۱ مه نېټه پیل شوې، په دې سیالیوکې نوي لوبغاړي په ۸ لوبډلو کې لوبېږي.

ننګرهار، کابل، لوګر او هرات لوبډلې په بې ګروپ کې لوبېږي، کندهار، خوست، پکتیا او بلخ په الف ګروپ کې لوبېږي.

ننګرهار، کابل، لوګر او هرات؛ د ننکرهار ولایت په غازي امان الله خان لوبغالي کې لوبېږي.

خوست، پکتیا، کندهار او بلخ ولایتي لوبډلې بیا په خوست ولایت کې خوست لوبغالي کې لوبېږي.

تېره ورځ دوه لوبې وشوې، ننګرهار او کابل لوبډلې په غازي امان الله خان لوبغالي کې ولوبېدې، ننګرهار کابل ته په ۵۰ اورونوکې د ۹ وېکټو په نقصان سره د نجیب ترکي د ۷۴ منډو او د شوکت زمان د ۶۱ منډو په مرسته ۲۷۷ منډې وکړې.

د کابل لپاره نجات مسُود او مېروېس درې، درې وېکټې واخېستې.

کابل لوبډلې په ۳۱ اعشاریه ۲ اورونوکې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د محمد سردار د ۶۳ منډو په مرسته پوره ۲۰۰ منډې وکړې او لوبه ترې ننګرهار په ۷۷ منډو وګټله.

د ننګرهار لپاره فرهاد مومند، حسن او ولي اغا درې، درې وېکټې واخېستې.

د لوبې غوره لوبغاړی نجیب ترکی وپېژندل شو.

په دوهمه لوبه کې خوست لوبډله د پکتیا پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووته، پکتیا لوبډلې ټولې ۸۵ منډې وکړې او په ۳۱ اعشاریه ۴ اورونوکې یې ټولې وېکټې له لاسه ورکړې.

خلیل ګوربز د خوست لوبډلې په ګټه څلور وېکټې واخېستې.

خوست لوبډلې دا هدف د یوې وېکټې په نقصان سره په اوولسم اوور کې پوره کړ او پکتیا ته یې په ۹ وېکټو ماته ورکړه.

خلیل ګُربز د خوست لوبډلې لوبغاړی د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه واخېسته.

نن کندهار او بلخ په خوست ولایت کې لوبه پیل کړې او هرات او لوګر بیا په ننګرهار کې لوبه روانه کړې ده.

سبا به ننګرهار او هرات لوبه وکړي او کندهار او بلخ به په خوست کې سره مخ شي.

دا لوبې د اګسټ په لسمه نېټه پای ته رسېږي، د دې لوبو پایلوبه په خوست ولایت کې کېږي.

د ننګرهار ولایتي لوبډلې لپاره کابو یوه اونۍ وړاندې له شا او خوا ۲۰۰ لوبغاړو ټرېل واخېستل شو، چې اتلس لوبغاړي یې ولایتي لوبډلې ته انتخاب شول، ۹ پکې نوي او ځوان لوبغاړي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی