ټولنیز ژوند روغه سټه وزش او تمرین

ورزش حافظه قوي کوي؛ شپږو میاشتو کې باید ۵۲ ساعته ورزش وکړو

لیکنه: ياران

ژباړه: حامد مشواڼی

په دې خو پوهېږئ چې ورزش ستاسې د بدن عضلات قوي کوي، ستاسې زړه ته قوت ورکوي، تاسې د شکر په څېر له خطرناکو ناروغيو څخه ژغوري، خو د دې په اړه شايد ډېر معلومات ونه لرئ چې ورزش کولای شي ستاسې حافظه هم قوي کړي.

ورزش ستاسې په د ماغو کې د وينې او اکسجن جريان زياتوي چې دا د حافظې د پياوړتيا سبب کېږي. همدارنګه ورزش د حافظې د ودې د فکتورونو– هغه کيمياوي موادو چې په دماغو کې د وينې د نويو رګونو د جوړېدو سبب کېږي او حتا د عصبي حجرو د ډېرښت، ژوندي پاتې کېدلو او روغتيا ملاتړ کوي، د جوړېدو سبب ګرځي. همدارنګه ورزش د د ماغو د هغه برخې چې د فکر کولو او حافظې دنده په غاړه لري او hippocampus نومېږي، د حجم د زياتېدو سبب کېږي.

د يوې نوې څېړنې مطابق قدم وهل، منډه وهل، د وزن تمرينونه، واليبال، فوټبال او نور ټول ورزشونه کولای شي ستاسې حافظه پياوړې کړي په دې شرط چې په اونۍ کې څو ځله وشي او د شپږو مياشتو په دوران کې ۵۲ ساعته برابر شي. په دې کې دا شرط نه دی چې هره ورځ دې د يو معين وخت لپاره ورزش وشي بلکه مهمه داده چې د شپږو مياشتو په دوران کې ۵۲ ساعته برابر شي.

ډاکټر ډوګلاس چې په Ohio state پوهنتون کې د حافظې او ادراک د ګډوډۍ د مرکز رئيسه ده، وايي “د ورزش په دوران کې ستاسې دماغ ډېر فعال وي. مونږ بايد د ورزش په دوران کې خپل عضلات کنترول کړو. مونږ بايد د ورزش په دوران کې ډېر پام وکړو چې کوم ځای مو خوږ نه شي (او د ذهن د پرېشانۍ سبب مو وګرځي.) ورزش چې څنګه د بدن لپاره ګټه لري، همدا شان د دماغو لپاره هم ګټه لري. ”

ورزش د الزيماير Alzheimer’s او ډيمنشيا Dementia د ناروغيو څخه، چې دواړه د ذهن او حافظې د خرابېدا سبب ګرځي، هم مخنيوی کوي. د الزيماير او ډيمنشيا متخصصين وايي که غواړئ په دې ناروغيو اخته نه شئ نو بايد ورزش وکړئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران