سیاست

والیانو ته دې ضرب الاجل وټاکل شي

لیکنه: نعمان دوست

له ۲۰۰۱ کال څخه تر اوسه ننګرهار اوه والیان تجربه کړل؛ خو لا هم د دغه ولایت داسې والي په برخه نشو چې خلکو سره یې ښې خاطرې ثبت شي او په بیانولو یې ویاړ وکړي.

البته، دا د حافظو ضعف نه دی؛ بلکې داسې څه نشته چې حافظو ته وسپارل شي. وګورئ د لغمان ولایت اکثریت خلکو ته اوس هم د داوود خان د جمهوریت د دورې والي حسن خان ګردیزي نوم یا دی. دا نوم هغه نسل ته هم یاد دی چې هغه وخت نه و تولد شوی، دا نوم ورته سینه په سینه رانقل شوی دی.

حسن خان ګردیزی، لکه له نومه چې یې ښکاري، د لغمان نه و او هغه وخت دا خبره مهمه هم نه وه. هر افغان ته د افغانستان هره برخه خپل کور ښکاریده.

د ګردیزي نوم ځکه ژوندی دی چې هغه له ابادۍ سره بې کچه مینه لرله او د مشرانو وینا ده چې خپله به په کارګرو ګرځیده او حتی خپله به یې کار هم کاوه.

موږ د جګړې په لمبو کې لولپه شوو. دې خونړۍ جګړې زموږ هر څه ختم کړل. یو نسل یې تباه کړ. وطن یې ویجاړ کړ او له ټولو نه جبرانیدونکی تاوان یې دا راپیښ کړ چې زموږ ارزښتونه یې له منځه ویوړل.

حُب وطن جذبه یې ختمه کړه، همدا لامل دی چې اوس ماموریت یو مسوولیت نه بلکې ډېرو ته د جیب ډکولو وسیله شوه.

د خلکو غوښتنې
خلک له جګړې ستړي دي. خلک بیوزلۍ بې سیکه کړي دي. که جګړه پردۍ ده او تر ډيره یې کابو کول د حکومت له توان بیرون ده، نو د فساد کنټرول خو یې په لاس کې دی؛ خو دا چې نه کابو کیږي علت یې دا دی چې ډیری فساد خپله په حکومت کې په لوړه کچه موجود دی او همدې موجودیت د خلکو ژوند تریخ کړی دی او وطن یې له بدبختۍ سره مخ کړی دی.

که فساد محوه شي یا لږ تر لږه کنټرول شي او شته امکانات په سمه توګه ولګول شي د خلکو په ژوند کې تغییر راوستلی شي او د خلکو کمزوري بدن ته انرژي ورکولای شي.

خلک نور له دې ستړي دي چې څوک دې والي شي، خلک خو دا غواړي چې حقونه یې پایمال نشي. د ولایت عایدات د تورو منګولو له انحصاره بیرون شي او د خلکو ژوند ته، چې د وطن په کچه له نیمايي زیات د فقر تر کرښې لاندې دی؛ توجه وشي.

شک او ناهیلي
خلک نور ناهیلي شوي. د والیانو تبدیلي ورته اصلاحات نه ښکاري؛ ځکه لا تراوسه هیڅ تبدیلۍ اصلاحات نه دي وارد کړي او هماغه زړه کیسه روانه ده.

خلکو کې ګونګوسه خپره ده چې لوړ پوسټونه پلورل کیږي او چې داسې وي نو د دولتي موقف احراز سوداګري شوه، نه د وطن او ولس خدمت. مامورین مجبور دي د خپلې څوکۍ قیمت پوره کړي او دا زور یې د دولت له خزانې او له عوامو ووځي.

دولت کې فساد په لوړه کچه دی او د نږدې هر واړه فساد ریښې هم د سترو فسادونو له خوسا ډنډه خړوبیږي. ګټې محدود کسان کوي؛ خو تاوان او شرم یې ټول وطن ته دی.

له دې لوی شرم به بل کوم وي چې افغانستان په ۲۰۱۵ کال کې د نړۍ درېیم مفسد هیواد وپیژندل شو. که څه هم دې شمیرې اوس لږ تغییر کړی خو د حساب وړ نه دی.

شعارونه
ولسمشر ۱۳۹۵ کال له فساد سره د مبارزې کال اعلان کړ؛ خو دې مبارزې محسوس رنګ رانه وړ. که له هر چا پوښتنه وشي چې په خپله سیمه که د فساد کمیدل مشاهده کوي، شاید ځواب یې نه وي.

د افغانستان اداري فساد کچه له دې معلومیږي چې ولسمشر د کورنیو چارو په څیر یو مهم وزارت د فساد زړه وباله او طبیعي ده چې له همدې ځایه به داسې لاس لاندې ادارو ته فساد پمپ کیږي چې د خلکو سرنوشت ورسره تړلی دی.

په هر صورت، خبره د والیانو ده. نو په کار ده چې هر والي ته لنډ مهالي او اوږد مهالي کاري پلانونه ورکړل شي او د عملي کیدو لپاره ورته لنډ مهالي او اوږد مهالي ضرب الاجلونه وټاکل شي. والي باید لږ تر لږه هرې درې میاشتې پس راپور ورکړي او که پاتې راشي، نو د محکمې میز ته دې را کش کړای شي.

دا هیڅ پلمه نشي کیدای چې ګوندې په ولایتونو کې شته زورواکي والیان کار ته نه پریږدي، یو ولایتي اداره چې له دومره کش او فش او امکاناتو سره د څو محدودو زورواکیو ځواب ونشي ویلی، نو موجودیت یې څه مانا؟

محمد نعمان دوست
د ثور ۲۵مه ۱۳۹۷

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نعمان دوست

نعمان دوست تکړه افغان لیکوال، ژورنالیست او ټولنیز فعال دی. دا لیکنه یې په ځانګړې توګه د یاران لپاره ده.