کورنی ژوند

والدین او ماشوم روزنه؛ ۶ ګټورې لارښوونې

لیکنه: ياران

ژباړه: مریم محمدي

مشران وايي د ماشوم روزل لکه له شګو یا ریګ نه د پړي تاوه ول دي. د ماشوم روزل په هر حال کې اړین کار دی، خو د تر ټول یې مهمه یې روغتیا ته پاملرنه ده.

که چیرته مور او پلار خپل اولاد ته پاملرنه ونه کړي، نو پر راتلونکې یې تاثیر لرلی شي. که ښه یې وروزي، پام پرې وکړي او تعلیم او تربیه ور وښيي یا ورته زمینه برابره کړي، نو خامخا به یو روښانه راتلونکی ولري.

نو بختور اولاد ښه دی چې مور او پلار یې ښه خلک وي، په دې مانا چې په بچي تعلیم کوي، نرم چلند ورسره کوي او سالمه او ګټوره روزنه ورکوي، خو بدبخته به هغوی وي چې خپل ماشوم سم نه روزي، خپلسرۍ ته یې پریږدي او زده کړې پرې نه کوي.
دلته اوس د مور او پلار په ځینو مسوولیتونو غږیږو:

۱- ستاسو د ماشومانو د روغتیا لپاره ترټولو مهمه خبره په کوچنیوالي کې هغوی پوره پاملرنې کول دي، که دا مو وکړل داسې وبولئ چې ماشومان مو روغ او صحتمند دي.

۲- له زیږون څخه تر ۸ کلنۍ پورې د ماشوم مغز د پراختیا لپاره غوره وخت دی.
لوبې کول، مینه کول، د ښه رنګ لیدل، د خبرو کول او اوریدل همدارنګه د پوستکي اړیکه له مور او پلار د ماشوم مغز په وده او پیاوړتیا کې خورا مهم رول لري.

۳- که موږ غواړو چې ښه ماشومان ولرو، نو په کار ده چې موږ پخپله د ښه چلند او ښو کړنو بیلګه اوسو. که موږ هغه څه کوو چې ناوړه اوسي، دا کار زموږ په ماشومانو ژور او مستقیم تاثیر لرلی شي.

۴- په کورني ژوند کې د ښه او صادقانه مدیریت سره کولای شو چې یو پیاوړی او منطقي ماشوم وروزو. دا مدیریت په هر مور او پلار پورې اړه لري.

۵- که چیرې د وخت په چټکتیا باور ولرو، د ماشومتوب لنډو کلونو ته وګورو، موږ کولی شو خوشحاله، مینه ناک، زړور، باا حترامه، باورلرونکی، مینه ناک او د یو ښه فکر لرونکي ماشوم ولرو.

۶- د ماشوم رواني روغتیا هم یوه مهمه برخه ده. د عمر مناسب مسوولیتونه سپارل، په چارو کې د خپلواکۍ ورکول او په پریکړو کې نظر اخیستل زموږ له ماشومانو سره په رواني روغتیا کې ډیره مرسته کوي. له بدمرغه ځیني خلک وي هغوی خپل ماشومانو ته هسې هم تصمیم نیولو کې ارزښت نه ورکوي، یعنې هدف دا دی چې ځیني وخت په هغو شیانو کې چې د هغوی مربوط وي باید د مشورې او نظر وخت ورکړل شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران