اقتصاد

هیریچ دوچمن؛ د موچیتوب له هټۍ میلیاردر شوی

تر اوسه مو ښايي هېڅکله په ښار کې د یوه موچي په لیدو فکر نه وي کړی چې داسې یو څوک دې هم د میلیاردر کېدو فرصت ولري او یا دې هم د هغه راتلونکي نسلونه له همدې کاره دومره ستر سوداګر شي چې د میلیادرۍ تر کچې ورسېږي. واقعا د دې تصور سخت دی، خو که پياوړې اراده او دوامداره هڅه وشي دا کار شونی دی.

جرمنی هیریچ دوچمن له داسې کاروباره میلیاردر شوی چې ډېرو ته یې ښايي منل سخت وي. نوموړی له هغه کاره میلیاردر شوی چې نیکه یې د موچیتوب له یوې هټۍ پیل کړی و.

د نوموړي نیکه په ۱۹۱۳ کال کې د جرمني په اېسن سیمه کې د بوټ ګنډلو یا زموږ او ستاسې په اصطلاح د موچیتوب یو دکان پرانیست.

نیکه یې په ۱۹۴۰ کال کې چې د ۵۲ کلونو و مړ شو. دی یو له هغو کسانو و چې له یهودانو سره د نازیانو پر چلند یې نیوکه کوله.

زوی یې هین هارسټ چې د هیریچ پلار و د کاروبار مسئولیت پر غاړه واخیست. ده سره له دې چې د طبابت په برخه کې زده کړې کولې، خو له خپلې مور سره به یې چې د خاوند کار یې پر مخ بېوه مرسته کوله. دوی دواړو د جګړې په کلونو کې هم خپله هټۍ پرانیستې وساتله.
د کمپنۍ پر وېبپاڼه په خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي چې د زده کړو تر بشپړولو وروسته هین په طبابت کې د کار پر ځای خپل ټول تمرکز پر کورنۍ سوداګرۍ وکړ او خپل فعالیتونه یې پراخ کړل.

تر ۱۹۴۵ کال پورې یې د کارکوونکو شمېر ایله ۱۲ تنو ته ورسېد او د کلني تولید کچه یې ۵۰ زره جوړو بوټو ته لوړه شوه.

تر ۱۹۷۴ کال پورې په وېرزبرګ کې د دوی د څانګو شمېر ۱۰۰ ته ورسېد او پر دې سربېره یې خپل فعالیتونه له جرمني د باندې په سويزرلنډ کې هم پيل کړل.

د دوچمن او پلار د هڅو په پایله کې یې کاروبار په اروپا کې د بوټو د تولید پر یوه ستره امپراطورۍ بدل شو چې اوس په ۲۴ هېوادونو کې ۳۵۰۰ هټۍ لري.

هیریچ دوچمن هم په ۱۹۸۹ کال له کمپنۍ سره کار پیل کړ او لس کاله وروسته د کمپنۍ د مدیره پلاوي مشر شو.

د دوچن او پلار د هڅو په پایله کې یې کاروبار په اروپا کې د بوټو د تولید پر یوه ستره امپراطورۍ بدل شو چې اوس په ۲۴ هېوادونو کې ۳۵۰۰ هټۍ لري.

له دې کمپنۍ سره تر ۳۵ زره ډېر کسان کار کوي. په امریکا کې د ” Rack Room Shoes and Off Broadway “په نوم حلقوي پلورنځي هم د همدې دهیریچ د کمپنۍ دي.

هیریچ په ۲۰۱۵ م کال کې د میلیاردرانو نړیوال نوملړ ته وروسته له دې لاره ومونده چې پلار یې د ۲۰۱۴ کال د اکټوبر په میاشت کې مړ شو.

هیریج ډویچمن د فوربس مجلې د تازه شمیر له مخې نهه میلیارده ډالرو پانګې په لرلو په جرمني کې ۱۳ او په نړۍ کې ۱۷۳ یم میلیاردر دی.

ده واده کړی، دوه اولادونه لري او د جرمني په اېسن سیمه کې ژوند کوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */