کلتور او هنر

هیریتیک روشن دا مهال جیپور کې پاپړ خرڅوي

د فلم جوړونکي ویکاس بهال د راتلونکې فلم ” سوپر30 “ فلم د ثبت د بهیر ځینې تصویرونه په انټرنیټ کې تر وخت د مخه لیک شوې دي، چې دا مهال یې د هندي سینما د وتلي اکټر هیریتیک روشن مینه وال بوخت کړي دي.

په خپره شویو تصویرونو کې چې په جیپور کې د هیریتیک روشن د راتلونکې ”سوپر ۳۰ “فلم د ثبت له بهیره اخیستل شوې ښکاري چې دا نامتو اکټر له یو زاړه بایسکل سره د جیپور په کوڅو کې پاپړ پلوري.

په خپرو شویو عکسونو د هیریتیک روشن بڼه او د کتلو اندازه نه داسې ښکاري چې په خپل نوې رول کې که هر څه دی ښه روان دی.

په ”سوپر ۳۰“ کې هیریتیک روشن د هند د پټانې د هغه مشهور ریاضي پوه انند کومار رول لوبوي چې په بیهار او نورو ایالتونو کې یې د ( سوپر ۳۰) په نوم د بې وزله هندي زده کونکو لپاره د ریاضي او فني زده کړو یو پروګرام یې رامنځ ته کړ. ددې پروګرام په ترڅ کې په تیرو پنځلس کلونو کې سلګونو بې وزله زده کونکې د هندوستان د ټیکنالوژیو معتبرو انسیټوټونو ته لاره ومونده.

دا هم لوستلی شئ

کریم لالا؛ د ممبيي کونړی ډان او د ځنجیر، خدا ګوا او نورو هندي فلمونو الهام

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

var adUnits = [{ code: 'div-gpt-ad-1', sizes: [[300, 250]], bids: [{ bidder: 'audienceNetwork', params: { placementId: '607950352901785_607968806233273', testmode: false, format: 'native' } }] }];

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بريښنا ارغند