سپورټ کلتور او هنر

هند کې د کرکټ او سینما عاشقي؛ دا ځل د پانډيا او ایشا خبرې روانې دي

لیکنه: شریف شاهین

هندي رسنیو د هندوستان د کرکټ د ملي ټیم د لوبغاړي هارډيک پانډیا او د هندي سینما د مشهورې ستورې ایشا ګوپتا مینه رسوا کړه.

رسنیو د باوري سرچینو په حواله لیکلي، چې هارډيک پانډیا او ایشا ګپتا سره واده کوي. که دا خبرونه ریښتیا شي، دا به د ویرات کهولي او انوشکا شرما څخه وروسته په هند کې د یو بل کرکټر او اداکارې واده وي.

په ورته وخت کې فلمې ستورې ایشا ګپتا د رسنیو د خبرونو په وړاندې غبرګون ښودلی او د واده خبره يې رد کړې ده.

که څه هم ایشا د پانډیا سره د خپلې اړیکې په تړاو هیڅ ونه ویل؛ خو ويې ویل، چې اوس واده نه کوي.
هغې وویل:
“زه په نژدې راتلونکې کې د واده پلان نه لرم. کله مې چې واده وي، تاسې ټول خبروم. رسنۍ باید زما له شخصي ژونده ټوکې جوړې نه کړي.”

د خبر په حواله، هارډیک پانډیا او ایشا څو میاشتې وړاندې په یوه میله کې سره ولیده او له هماغې ورځې وروسته یو له بل سره وخت نا وخت له رسنیو پټ ګوري.

هارډیک پانډیا چې اوس په انګستان کې دی او هلته د انګلینډ او هندوستان د کرکټ په ټیست لوبو کې د انګلینډ خلاف لوبیږي، لومړۍ لوبه يې وبایللـــــه.

نوموړي له ایشا سره تر پیژندګلوي وړاندې، د ایلي اورام په نوم یوې اداکارې سره یاري درلوده. دا جینۍ چې اصلا په سویډن کې زیږیدلې ده، اوس په هندي سینما کې کار کوي. هغه د اداکارۍ تر څنګ یوه ماډله ده او په بیګ باس۷ کې هم پوره مشهوره شوه.

اورام اصلاً په سویډن کې زیږیدلې ده، اوس په هندي سینما کې کار کوي

داسې راپورونه ورکړل شوي، چې ایلي اورام او هارډیک پانډیا سره دا تیر جون جلا شول؛ ځکه پانډیا ددې جلۍ په وړاندې جدي نه و.

د بالیووډ د یوې بلې ښکلې ستورې یورشوي روټيلا سره هم تیر اپریل د پانډيا نوم رسوا شو او داسې کنګوسې وې، چې ګنې پانډیا په یورشوي ورمات دی.

خو اوس تازه د پانډیا او ایشا دومره کلکې یارانې خلک په یو دوه کې حیران کړي.

د هندوستان یوې باوري رسنۍ DNA هم د پانډیا او ایشا د یارانې په اړه لیکلي، چې دواړه یو بل په شدت غواړي او اړیکې يې بیخي سمې دي. دوی دواړه یو د بل په وړاندې ډیر جدي دي او کوښښ کوي، چې له رسنیو او خلکو ځان پټ کړي.
ډي ان ای لیکي، “دوې په یوه پارټي کې سره ولیده. یو بل يې سمدستي خوښ شول؛ د اړیکو شمیرې يې سره تبادله کړې؛ مجلسونه يې سره وشول، او تر هغې چې موږ خبریدو، هر څه برابر شول.”

ایشا ګپتا چې د تازه د اجي دیوګن سره په بادشاهو فلم کې راڅرکنده شوه، په مخکې درې فلمونه نور لري. نوموړې به په هیرا فهري ۳، ټوټل ډامل، او پلټن فلمونه کې کار وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین