کلتور او هنر

هند: افغان محصل د ګڼو هیوادونو مینځ کې د سروزرو مډال ګټلی

محمد حلیم دیدار ۲۴ کلن دی او د هند په یوه پوهنتون کې د نړۍ د ۳۷ هېوادونو د زده کړیالانو په منځ کې د ماسټرۍ په برخه کې غوره زده‎کړیال وپېژندل شو، او د دویم ځل لپاره یې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

هغه د لیسانس په دوره کې هم دهندوستان په یوه پوهنتون کې د سرو زرو مډال ترسره کړی وه.

دغه ځوان وايي چې د هسپانیا د پولي تخنیک یو پوهنتون د هغه د یوې څېړنې په وړاندې چې«مصنوعي هوښ»نومېږي،هغه ته بورس ورکړی ترڅو خپلې زده‎کړې د ډوکټورا تر کچې پیل کړي.

ښاغلی دیدار وايي: ((د مالوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د مایکروسافت کمپنۍ له‎خوا له ازموینې څخه وروسته د MCITP لقب یې ترلاسه کړ.))

نوموړی وايي، د اوراکل کمپنۍ له‎خوا، له درې ازموینو څخه وروسته هغه ته د «ډېټابیس پروفشنل» لقب ورکړل شو.

ښاغلي دیدار کمپیوټر او سافټویر مهندسۍ په برخه کې زده کړې کړي. د ماسټرۍ په دوران کې د هند په یوه پوهنتون کې په تدریس هم بوخت وه.

ټاکل شوې ده چې هغه تر راتلونکو څو ورځو د دکترا دورې د پیل لپاره هسپانیا ته ولاړ شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */