کلتور او هنر

هندیان غوسه دي چې ولي عامر خان، کرن جوهر او راني مکرجي د کرشنا راج په مړي کې خندلي؟

لیکنه: ياران

د رنبیر کپور او کرینه کپور د نیا د مړینې په وروستیو مراسمو کې د بالیوډ د مشهورو څیرو پر خندا زیاتو خلکو نيوکې کړې.

په یوه خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې مشهور ستوری عامر خان، فلم جوړونکی کرن جوهر او فلمي ستورې راني مکرجي د مړې د مراسمو په وروستیو شېبو کې د خندا په حال کې لیدل کیږي.

د مشهور پخوانی فلم اداکار راج کپور مېرمن کرشنا راج کپور په وروستیو کې په ډیر زاړه عمر ومړه.

کرشنا راج کپور د رشي کپور او رندهیر کپور مور وه او د کرشمه کپور، رنبیر کپور او کرینه کپور نیا هم کېدله.

د راج کپور د مېرمنې د مړینې په اخرې مراسمو کې د هندۍ سینما لویو او مشهورو کسانو امیتابهـ بچن، عامرخان، سیف علي خان او ابهشیک بچن په شمول ډېرو فلمي لوبغاړو او نورو ګډون کړی و.

خو د خلکو په دغه مراسمو کې د عامر خان، کرن جوهر او رانی مکهرجي خندا ته پام شوي او سخته نېوکې سره مخ دي.

په ټولنیزه مېډیا کې د خلکو تر منځ یوه ویډیو په ډېر تيزۍ سره لاس په لاس کیږي چې په کې عامر خان، کرن جوهر، راني مکهرجي او فلم لارښود ایان مکهرجي په ګپ شپ بوخت دي او خاندي.

د ټولنیزې رسنۍ کارونکو پر دوې سختې نیوکې کړي، چې ګنې ولې یې د کرشنا راج په د مړینې په وروستو مراسمو کې خندلي.

د شمیم په نوم یوه کارونکي لیکلي، چې د عامر خان څخه یې د داسې یوه کار تمه نه وه په داسې مهال چې یوې بلې مېرمنې انجلي په نامه لیکلي، چې کرن جوهر او راني مکهرجي په کومه مېله کې دي او که د مړي د مراسمو کې؟

رومیت پانډیا په نوم یو بل لیکلي، چې فلم لوبغاړي باید خیال وساتي کله چې د خواشینۍ داسې یو پروګرام کې ګډون کوي.

د یادولو ده تېره ورځ کرشنا راج کپور د ۸۸ کالو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړي خو د مصرفیاتو له امله یې د خپلې کورنۍ ځيني غړو هم د مړینې په مراسمو کې ګډون ونشو کولی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران