ژوند او ژواک

هندي پولیس د هغې ماشوم مور پلار لټوي چې ځنګله کې له بیزوګانو سره لویه شوې

په ځینو فلمونو کې به مو لیدلي وي چې یو ماشوم په ځنګله کې له بیزوګانو سره لوییږې او د هغوی خوی بوی اخلي، خو په هندوستان کې پولیسو په یو ځنګل کې ريښتیا هم همداسې یوه نجلۍ موندلي چې له بیزوګانو سره اوسیدلې او له هماغوی سره لویه شوې ده.

له بیزوګانو سره موندل شوې ماشومه په داسې حال کې پیدا شوې چې جامې یې په تن نه وې، خبرې یې نه شوې کولی او په دوو پښو د ګرځیدو وړتیا یې هم له لاسه ورکړې وه.

هندي پولیس دا مهال د ورکو ماشومانو راپورونه څیړي څو له مخې یې دا ماشومه نجلۍ چې په یو ځنګله کې له بیزوګانو سره اوسیده وپیژنې.

نوموړی د جنورۍ په میاشت کې موندل شوې وه، خو په اړه یې اوس په کورنیو او بهرنیو رسنیو کې په پراخه توګه راپورونه خپاره شوي دي. هغه د هند د اتر پردیش ایالت یو روغتون کې تر درملنې لاندې ده. عمر یې له لس څخه تر ۱۲ کلونو پورې اټکل شوی دی.

د اتراپردیش کې د هغه دولتي روغتون چې دا ماشومه په کې تر درملنې لاندې ده مشر ډي کې سینګ وايي موندل شوې ماشومې په پیل کې د ځنګلي ژویوو په څیر چلن کاوه پر خپلو لاسونو او پښو په څلورو ځغلیدله او خواړه یې له مځکې څخه په خوله خوړل.

نوموړې وايي تر درملنې وروسته اوس دا نجلۍ نورمال ګرځي او پر لاس خواړه خوري.

ډاکټر سینګ وايي” هغه لا هم خبرې نه شي کولی، خو د نورو په خبرو پوهیږي او که ورته موسکی شي په موسکا ځواب درکوي. “

د پولیسو یو ځايي چارواکي اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي، د لرګیو ځینو پرې کونکو په ځنګله دا نجلۍ لیدلې وه چې د بیزوګانو له یوې ډلې سره ګرځیده.

دې پولیس چارواکي ویلي، دې نجلۍ جامې نه لرلې او د شادیانو په رمه کې ډیره خوشاله ښکاریده. د اتر پردیش ایالت پولیس زیاتوي” کله یې چې ددې نجلۍ د ژغورنې هڅه کوله نو شادیان پرې راټول شول او دوی یې نه پرېښودل چې نجلۍ له ځان سره یوسي. دوی په وینا بیزوګانو تر ډیره د پولیسو په موټر پسې منډې وهلې.

د کتانیا ګټ پولیس وايي، دوی دا مهال په دې اړه څیړنه کوي چې دا ماشومه څنګه ځنګلي شوي او مورو پلار یې څوک او چیرې دي؟

نوموړې به د بې سرپرسته ماشومانو په کور کې تر هغې چې پیژندل کیږي تر پالنې لاندې وي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */