ژوند او ژواک

هندي پولیسو دوه افغانان په یوې محصلې د جنسي تیري په تور نیولي

د هند په ډهلي کې دوه افغان مهاجر دغلته په یوې هندۍ محصلې د جنسي تیري په تور نیول شوي.

تواب احمد ۲۷ کلن او سلیمان احمدي ۳۰ کلن دی. پولیس وايي، دوې دواړو د جواهر لال نهرو پوهنتون په یوې ۲۱ کلنې محصلۍ جنسي تیری کړی.

ډهلي کې د پولیسو د یوې ډلې مشر چینموی بیسوال هندوستان ټایمز ته ویلي، چې دې دوه افغانانو قرباني شوې جلۍ سره تر ملاقت وروسته هغه خپلې کوټې ته ورغوښې؛ نشه کړې ده او بیا يې پرې په ګډه جنسي تیری کړی.

پولیس وايي، دوړه تورن کسان په ډهلي کې اوسیږي او د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ یا UNHCR کارټونه لري.

د پولیسو په وینا، قرباني شوې جلۍ اوس په روغتون کې ده او دواړه تورن کسان يې په ډهلي کې تیهار زندان ته لیږلي. ددوې په اړه به محکمه وروسته پریکړه کوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */