سپورټ نړیوال کرکټ

هندي لوبډلمشر ویرات کوهلي بېرته د ټسټ کرکټ لومړي نمبر توپ وهونکی شو

د هندوستان لوبډلمشر ویراټ کوهلی په ټسټ کرکټ کې بېرته د توپ وهونکو په نوملړ کې لومړی ځای ونیوه.

د کرکټ د نړیوالې شورا په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې ویرټ کوهلي بېرته اسټریالوي لوبغاړی سمیت تر شاته کړ.

څو ورځې وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا په رینکینګ کې ویراټ کوهلي خپل لومړی مقام له لاسه ورکړ او ځای یې اسټرلیا لوبغاړی سمیټ ونیوه.

وروسته له هغې چې د هندوستان لوبډلې د انګلینډ د لوبډلې په ټسټ کرکټ کې ښه مخه ونشوه کړی او دوه سر په سر ټسټ لوبې یې ورته وبایللې نو د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې هندوستاني لوبډلمشر ویراټ کوهلي هم خپل لومړی مقام له لاسه ورکړی و خو ډېر ژر یې بېرته خپل مقام ونیوه.

تېره ورځ له دوو سترو او سر پر سر ماتو وروسته هندوستان لوبډلې د انګلینډ لوبډلې ته په دریېمه ټسټ سیالۍ کې ماتې ورکړه.

که څه هم لوبډلمشر ویراټ کوهلي په ټولو سیالیو کې د هندوستان لپاره ښه لوبې کړې وه خو ویې نشو کولی چې په لومړیو سیالیو کې خپله لوبډله تر بریا ورسوي.

په دغه تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې ویراټ کوهلي د ۹۳۷ پوائنټونو په اخستلو سره بېرته لومړی مقام اخیستی.

اسټرلیاوي سټیوو سمیت لا هم ۹۲۹ پوائنټونه لري او په نوملړ کې دویم ځای لری.

د نیوزلینډ کین ویلیمسن دریم، د اسټرلیا ډیویډ وارنر څلورم او د انګلینډ جیو روټ پنځم ځای لري.

که څه هم په اسټرلیاوي لوبغاړی سټيوو سمیت د نړیوال کرکټ بندیز دی او نه شي کولی چې ټسټ کرکټ ولوبوي او له تېرو څومېاشتو راهسې یې ټسټ کرکټ هم نه دی کړی خو لا یې هم په دغه درجه بندۍ کې خپل ځای نه دی پرېښی.

ویراټ کوهلي د انګلینډ خلاف په روانو ټسټ سیالیو په لومړۍ کې ۲۰۰ منډې وکړي، خو په دویمه سیالۍ کې یې بیا په لومړۍ پاڼړۍ کې ۲۳ او په دوهمه کې ۱۷ منډې وکړې، هماغه وو چې خپل لومړی مقام یې له لاسه ورکړی و خو په وروستۍ ټسټ لوبه کې په لومړي اننګز کې د ۹۷ او په دوهم کې ۱۰۳ منډو په جوړولو سره بېرته د خپل مقام په اخیستو بریالی شو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی