سیمه نړۍ

هندوستان کې د ترهګرۍ د قربانیانو په مقایسه د مینې قربانیان زیات دي

د هندوستان د پولیسو له خوا خوندي شوې شمیرې ښيي چې په دې هیواد کې په تیرو پنځلس کلونو کې د ترهګرۍ له قربانیانو څخه د هغو شمیر زیات دی چې د مینې قرباني شوي دي.

د هندوستان د پولیسو له خوا د ثبت شویو ګڼو وژنو چې قصدي غیرې قصدي وژنې دي سبب مینه او عشق ښودل شوی دی.

په هندوستان ټایمز کې د خپرو شویو شمیرو له مخې له ۲۰۰۱ م کال راهیسې تر ۲۰۱۵ م کال پورې په هندوستان کې تر اته دیرش نیم زرو د زیاتو قتلونو رسمي دلیل مینه او عاشقي ښودل شوې ده.

خو په همدې موده کې په دې هیواد کې د ترهګرۍ سره د تړلو نښتو، جګړو، بریدونو او چاودنو په ترڅ کې شل زره کسان وژل شوي چې امنیتي ځواکونه او ولسي خلک دواړه په دې شمیره کې شامل دي.

پر دې سربیره د هند د حکومت شمیرو په همدې موده کې تر ۷۹ زرو د زیاتو ځان وژنو سبب هم مینه ثبت کړې ده.

مینه همدارنګه د ۲۰۰۱ م کال راهېسې تر ۲۰۱۵ م کال پورې په هندوستان کې د دوه سوه شپیته زرو هغه جرمونو سبب شوې هم ده چې په کې تښتونې او په زور ودوَنې شاملې دي.

د مینې له کبله په قتلونو کې ډیرې وژنې د غیرت په نوم د ښځو وژنې ښودل شوې دي. د هندي مدنې فعالان ددې هیواد امنیتي ادارې ملامتوي او وايي، دوی د هغو کسانو لپاره د خوندیتوب په برابرو کې پاتې راغلي چې په خپله خوښه د خپل راتلونکې ژوند شریک انتخابول غواړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */