سپورټ

هندوستان له سریلنکا څخه په خپل کور کې مخکې شو

 

د سریلنکا په کوربه توب د هندوستان، سریلنکا او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د هیروو نیډاس ټراپي په نوم درې اړخیز سیرز پیل شوی دی، چې پکې درې واړه لوبډلې یو د بل پر وړاندې لوبیږي.
د هیروو نیډاس ټرافي په نوم د کرکټ درې اړخیز سیریز د سریلنکا هېواد د خپلواکۍ د ۷۰ مې کلیزې په مناسبت سره پیل شوی دی، چې پکې هندۍ کرکټ ملي لوبډله د سریلنکا څخه وړاندې پای لوبې ته ورسیده.

په پیل شوي سیریز کې هره لوبډله یو بل سره دوه ځل مخ کیږي، چې هندۍ لوبډلې په خپلو ترسره کړیو څلور سیالیو کې د بنګله دیش خلاف دوه او د سریلنکا خلاف یوه بریا او یوه ماتې وخوړه او د ۳ لوبو په ګټلو سره پای لوبې ته ورسیده.
دواړو کوربه سریلنکا او میلمه بنګله دیشۍ لوبډلې په خپلو دریو لوبو کې یوه یوه لوبه ګټلې ده او که هره لوبډله په راتلونکې سیالۍ کې بریا خپلوي، نو هندوستان سره به پای لوبه کې مخامخ شي.


پای لوبې د ورتګ په موخه به دواړه لوبډلې د روانې مارچ میاشتې په ۱۶ مه نېټه د سریلنکا کولمبو ښآر پریما ډاسا لوبغالي کې په سیالۍ کې سره مخامخ شي.

سریلنکا لوبډله به لا وړاندې یو څه ډیره ځکه اندیښمنه وي، چې د همدې بنګله دیش لوبډلې خلاف یې په لمړۍ سیالۍ کې د خپلو ۲۱۴ منډو څخه دفاع ونشوه کړی.
د دې درې اړخیز سیریز په دریمه لوبه کې سریلنکا او بنګله دیش سره مخامخ شوي و، چې پکې د سریلنکا کرکټ ملي لوبډلې د بنګله دیش خلاف د لوبې په ټاکلو ۲۰ اورنو کې د کوشال پریرا د ۷۴ او کوشال مینډس د ۵۷ منډو جوړولو سره ۲۱۴ منډې جوړې کړې وې، خو بنګله دیشۍ لوبډلې یې د ټاکلي ۲۱۵ منډو هدف ځواب د مشفیق الرحیم د ۷۲ ناسوځیدولو او تمیم اقبال د ۴۷ زیاتو منډو جوړولو سره د لوبې په وروستي ۲۰ م اور کې ورکړ.

بنګله دیشۍ کرکټ ملي لوبډلې د دغې بریا په خپلولو سره د خپل او نړیوال کرکټ په تاریخ کې ریکارډ ثبت کړ، چې په ۲۰ اوریزه سیالۍ کې یې د لمړي ځل لپاره هم د خپل ځان او هم د اسیا په سطحه تر ټولو ستر هدف پوره کړ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی