سپورټ

هندوستان د کرکټ نړیوال جام سیالیو اتل شو

یاران اپ په ګوګل پلی سټور کې یاران په ګوګل پلی سټور کې

یاران اپ په ایفون اپ سټور کې  یاران په ایفون اپ سټور کې 

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ ۱۹ کلنو ځوانانو د نړیوال جام سیالۍ د هندۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د نیوزیلینډ په کوربه توب د ګډون کوونکو ۱۶ هېوادونو لوبډلو څخه د اسټرالیا لوبډلې افغانستان او هندۍ لوبډلې پاکستان ته په نېمه پای لوبو کې په ماتې ورکولو سره تر پای لوبې ورسیدې.

د نړیوال جام په دې وروستۍ مهمه سیالۍ کې هندوستان د اسټرالیا لوبډلې څخه د بریا په خپلولو د ۱۲ م پړاو نړیوال جام سیالیو اتلولي په خپل نوم ثبت کړه.

د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ ۱۹ کلنو نړیوال جام پای لوبه کې اسټرالوۍ لوبډلې هندوستان ته د ۲۱۷ منډو هدف ورکړ او هندۍ لوبډلې د ۲ لوبغاړو په سوځیدو ورپوره کړ.

له دې وړاندې دواړو اسټرالیا او هندوستان درې درې ځلې د دغه جام اتلولي خپله کړې وه او ځلورم ځل هم هندوستان په خپل نوم ثبت کړه.

د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ ۵۰ اوریزه نړیوال جام دې سیالیو کې ۱۶ لوبډلې په څلورو ګروپونو ویشل شوې وې، چې پکې هندوستان لمړی، اسټرالیا دویم، پاکستان دریم، افغانستان څلورم، جنوبي افریقا پنځم، بنګله دیش شپږم، انګلستان اووم، نیوزیلینډ اتم، سریلنکا نهم، ویسټ انډیز لسم، زیمبابوې یولسم او ایرلینډ دولسم مقام خپل کړ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی