زده کړې له نړۍ

تصویري: د هند څو سترې ديني مدرسې

لیکنه: زیرک فهیم

لیکنه : زیرک فهیم
عکسونه: زیشان علي
جامعه مليه اسلامي پوهنتون – ډهلي

هند په سيمه او حتا نړيواله کچه د مختلفو فرهنګونو د ګډ کور او هنرونو د اکاډمۍ په نامه شهرت لري.

دا هېواد لکه افغانستان د کورني جکړو، جنګونو او لښکرکشيو وېرجن او بريمن داستانونه لري، چې باليووډ يې ډېر هغه تصويري کړي او تر خلکو يې رسولي دي.

خو پر سيمه ييزې سوداګرۍ او راشې درې اخوا دغلته د اسلام او اسلامي اکاډوميکو مرکزونو په تړاو ډېر لږ خلک پوهېږي.

دا په دې مانا نه ده، چې ګنې د دې هېواد د نفوس نږدې ۱۸۰ ميليون مسلمانان دغلته د نورو اديانو تر اسارت لاندې دي، دا ناخبرې ممکن د اسلامي زده کړو په تړاو هند ته د کمو زده کوونکو د راتګ له امله وي.

تر کورنيو جګړو دمخه، هغه کلونه چې په افغانستان او پاکستان کې ديني مدارس په نشت حساب وو، ديوبند مدرسه د يوه ستر اسلامي اکاډميک مرکز په توګه د افغانانو ترمنځ شهرت درلود خو مدارسو په ډېرېدو د ديوبند نوم کم اورېدل کېده.

هند کې د اسلام تاريخچه اوسنۍ نه ده، محمدبن قاسم په ۷۱۲ کې د هند په راجپوت ادارې بريد وکړ او تر بريا وروسته يې اسلام پېښې ټينګې کړې.

وروسته به په ۸۰۰ م پيړۍ کې هند ته د اسلامي سوداګرۍ راشه درشه ډېره شوه او په لومړي ځل د دې هېواد د کېرلې په ايالت کې د اسلام خپرېدل چټک شو، چې اوس په کې ۳۳ سلنه مسلمانان ژوند کوي.

پر کېرلې ایالت سربېره د دې هېواد په نږدې هر ايالت کې مسلمان شته دي، چې د نورو اديانو له پيروانو سره په امن فضا کې ژوند کوي.

هندي خبريال ذيشان علي په خپل کتاب” مدسه” کې د دې هېواد د مسلمانو او د هغو ديني زده کړو په تړاو څېړنه کړې او د يو شمېر ديني مدرسو د زده کړو پر بهر يې “فوټوبوک” کړی، چې په ترتيب يې يادونه کوو.

ديوبند مدرسه:

ديوبند د هند د اترپردېش ايالت د سهارن پور په ديوبند نومې سيمه کې ستر اسلامي دارالعلوم دی

دا ښوونځی په 1866 کال د ديني سکالرانو محمد قاسم، رشید احمد ګوګاهی او عابد حسین له لوري تاسيس شو، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ ډېرو علماوو پکې زده کړي او اوس زرګونه محصلین لري.

حسین بخش مدرسه د هند په پلازمينه نوي ډهلي کې موقعت لري، چې په ۱۸۵۶ م کال کې تاسیس شوې ده او تراوسه يې په زرګونو محصلين فارغ کړي دي.

دا مدرسه د هند د مشهور جومات ( جامعه مسجد) سره خواته موقیعت لري.

اتراري مدرسه، له درې لسیزو راهيسې فعالیت کوي، چې د هند د اتراپردېش ايالت په اتراري نومي سيمه کې موقعیت لري او اوس په کې سلګونه کسان پر ديني زده کړو بوخت دي.

بلند شهر د هند بله تاريخي ديني مدرسه ده، چې سلګونه کالونه کېږي، د محصلين روزي. دا مدرسه د يوپي ايالت د بلند شهر نومي سيمې موقعت لري

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

زیرک فهیم