سپورټ نړیوال کرکټ

هندوستان، افغان کرکټ ملي لوبډلې ته نوی لوبغالی ورکړ .

اعلان

لیکنه: سمیع الله درانی

د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې د اګسټ په ۸ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یوې ناستې په ترڅ کې افغان کرکټ ملي لوبډلې ته په هندوستان کې نوی لوبغالی د کورني لوبغالي په توګه ورکړ.

افغان لوبډله له کلونو راهیسې په عربي متحده اماراتو او هندوستان کې د نورو لوبډلو سره په خپل کوربتوب لوبې کوي او د مېلمنو لوبډلو مېلمه پالنه له هېواده لرې په نورو هېوادونوکې کوي.

په تېرکې افغان لوبډلې دلته په هېواد کې د معیاري لوبغالي د نشتون او په خپل اصلي ټاټوبي د امنیت د نه موجودیت له امله لوبې په بهر کې کولې او دا لړۍ لا هم روانه ده.

په لومړیو کې د افغان لوبډلې هوم ګراونډز یا کورني لوبغالي په عربي متحده اماراتوکې د شارجه او یا هم شیخ ذاید کرکټ لوبغالي وو؛

خو د ۲۰۱۵ م کال را په دېخوا افغان کرکټ بورډ له هندي بورډ سره تر خبرو اترو او موافقې وروسته په هندوستان کې دوه لوبغالي ترلاسه کړل.

دا دوه لوبغالي کشمیر سره خورا نږدې دي، ګرېټرنوېډا او ډېراوډون هغه دوه لوبغالي وو، چې افغان لوبډلې پکې د زِمبابوې او ایرلېنډ کوربتوب کړی دی، همدارنګه یې د ۲۰۱۸ م کال په وروستیوکې د بنګله دېش کوربتوب هم وکړ.د افغان لوبډلې لپاره په هندوستان کې نوی لوبغالید هندوستان کرکټ بورډ ویلي چې د افغان کرکټ بورډ په غوښتنه یې افغان لوبډلې ته په هندوستان کې نوی لوبغالی په واک کې ورکړ.

هندي کرکټ بورډ افغان لوبډلې ته «لک ناو» په نامه نوی لوبغالی په اوتراپردېش ایالت کې ورکړی، لک ناو سیمه د نوي ډیلي څخه ۵۳۲ کېلومټره لرې جنوب ختیځ خواته پرده ده.

دا لوبغالی په لک ناو سیمه کې موقیعت لري او د لوبغالي نوم اټل بهاري واچپايي دی، اټل بهاري واچپایي یو وخت د هندي حکومت مسئول چارواکی هم و.

افغان کرکټ بورډ له وړاندې د نوي لوبغالي غوښتنه کړې وه؛ خو هند اوس دا غوښتنه ومنله.

تر دې وړاندې افغان کرکټ بورډ له هندوستان غوښتي وو، چې افغان کرکټ لیګ به په هندوستان کې ترسره کړي؛ خو هند دا غوښتنه رد کړې ده.

د دغه نوي لوبغالي پرېکړه په داسې حال کې وشوه، چې په کشمیر کې د هندي پوځ له خوا بېړنی حالت اعلان شوی او له پاکستان سره یې یو ځل بیا اړیکې خړې شوي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی