ژوند بڼه له نړۍ

هند؛ د غوا په راتګ سره ټرافیکي سیستم ولاړ وي؛ ۷ نورې جالبې خبرې

لیکنه: ياران

ژباړه: محمد عزيز پردېس

هند هغه هېواد دی چې په نړۍ کې ډېر وخت د فقر، جنايتونو او فساد په نامه پېژندل شوی دی، خو د دې هېواد په اړه ډېر جالب هم څه شته چې په لوستلو ارزي.

دلته د هند په اړه جالب راټول شوي مالومات درسره شريک کوو:
۱- دا هېواد ډېر ځوان دی
د هند ډېری برخه ۱،۲ ميليارده خلک، چې د دې هېواد ۵۰ سلنې څخه ډېره برخه ده، د ۲۵ کلونو په عمرونو کې دي. د هند د ټول نفوس ۲/۳ برخه هم د ۳۵ کلونو څخه ټيټ عمرونه لري. د دې هېواد فکر او پرېکړې ټولې ځوانې دي، ځکه اکثره تصميم نيوونکي يې ځوانان دي.

۲- په هند کې تقريبا هېڅوک ماليات نه ورکوي
که څه هم دا يو ښه خبر نه دی، خو مخکې له قضاوت څخه بايد د دې لامل په ګوته شي. هند يو داسې هېواد چې د ژوند ډېرې برخې يې په بزګرۍ او کرکېلې ولاړي دي او بزګران د ماليې د ورکړې څخه معاف دي. د هند د ۵۰ سلنې څخه ډېر خلک په کليو او بانډو کې ژوند کوي، چې د دوی اصلي بوختياوې کرکېله تشکيلوي، نو په همدې اساس دوی مجبور نه دي چې ماليات ورکړي. همدا رنګه دې هېواد کې دويمه ډېره برخه کاريګران تشکليوي چې د کارونو نامنظموالی او په دې برخه کې بير و بار هم د دې لامل ګرځېدلی چې تقريبا ټول کاريګران دې هم ماليه تحويل نه کړي.

۳- د ودونو لپاره اعلانات کیږي
په هغه هېواد کې چې د ودونو لپاره برنامې شتون ولري، نو کورنۍ غواړي چې د خپلو لوڼو لپاره تر ټولو غوره خاوندان وټاکي. که تاسو د هند په لويو لارو کې زير شئ، نو حتما به هلته ځيني د اعلاناتو تختې وګورئ، چې هلته به يې پرې داسې ليکلي وي ( د واده پلټونکي ) او په دقيق ډول همدا مانا هم ورکوي. هلته ډېر داسې پلټونکي شرکتونه شته چې د خاوندانو ( واده کوونکو ) په اړه دقيق او هر اړخيز مالومات راټولوي. دا پلټوونکي د واده کوونکو کورنيو او خپلوانو ته ځانونه نږدې کوي او هڅه کوي چې په دې اړه مالومات راټول کړي، ترڅو وشي کولی د واده پلټوونکو سره يې د پيسو په بدل کې شريک کړي.

۴- هيله کېږي زنګ ( هارنډ ) ووهئ
د نړۍ په لويو او پر نفوسه ښارونو کې د موټرو د هارنډو غږونه، د خلکو لپاره يو جدي ستونزه بلل کېږي، خو په هند کې داسې نه ده. په هندوستان کې د هر موټر شاته داسې ليکل شوي وي: ( هيله کېږي، هارنډ وکړئ) . هلته موټروانان دې کړنې ته هڅول کېږي، ترڅو د موټرو شاته نور موټر چلوونکي د هارنډونو په وسيله خبر کړل شي. له بده مرغه چې دې علامو ځينو موټرچلوونکو ته دا موکه ورکړې ترڅو، هغوی دې د موټرو د هارنډو د بټنو څخه لاسونه هېڅ لرې نه کړي.

۵- د ډېرو چاپي ورځپاڼو خپرېدونکی هېواد
سره له دې چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د لاسي موبايلونو او ټبلېټونو په ډېرښت سره، ډېرې لږې ورځپانې پلورل کېږي، خو په هند کې تر اوسه هم ډېرې ورځپاڼې چاپېږي. لامل يې دا دی چې په دې هېواد کې د سواد زده کړو شمېر مخ پر ودې دی، خو د انټرنېټ څخه د ګټې اخېستنې فيصدي بيا ټيټه ده. دويم دليل يې دا دی چې هند کې ډېرې مختلفې ژبې شتون لري، چې اخبارونه هم په ټولو مختلفو ژبو مطالب او مالومات خپروي، په داسې حال کې چې انلاين خبرخونې بيا يوازې په څو ژبو مالومات خپروي، همدا رنګه د انټرنېټ په پرتله د چاپي ورځپانو مصرف هم کم دی.

۶- د هنديانو وزنونه ورځ تربلې مخ په ډېرېدو دي
د نړۍ د نورور ځايونو په خلاف د هنديانو وزنونه ورځ تربلې مخ په زياتېدو دي.
هلته د تيارشويو خوړو (Fast Foods) ډېرښت چې په چټکۍ سره مارکېتو ته واردېږي، د دې لامل ګرځيدلي چې تازه خواړه دې تقريبا د خلکو له ياده ووځي. هنديانو خپله ډېره توجه کار ته اړولې او د دې لپاره کافي وخت نه لري چې خواړه دې خپله تيار کړي او يا هم له خپلو ځانونو سره دې انتقال کړي. هغوی دا غوره ګڼي، چې خواړه دې د واټونو د مارکېټونو څخه ترلاسه کړي او د خپلو کارونو ځايونو ته دې يوسي او نوش جان دې کړي.
يانې د هغوی بوختياوې دومره ډېرې دي، چې د دې لپاره اصلا وخت نه لري چې خواړه دې د ځانونو لپاره تيار کړي.

۷- پلاستيکي څوکۍ د هند په هر ګوټ کې ښه پرېمانه دي
يوازينی شی چې د ورځو په تېرېدو سره د هند په لويه وچه کې تل د بدلون په حالت کې دی، هغه پلاستکي څوکۍ دي. دا څوکۍ هلته په هرځای کې، په ټولو کورونو، رسټورانټونو، هوټلونو، ښوونځیو، ادارو او نورو ځايونو کې تر سترګو کېږي. ښايي دا څوکۍ ګانۍ تکياوې هم ونه لري، خو ځينو بيا د څوکيو تکيه وې پخپله لرې کړي دي او د مېز په بڼه ترې ګټه اخلي. هنديان له دې وسيلې سره چورلټ عادت شوي او له دې ساده او عادي وسيلې نه ډېره ګټه اخلي.

۸- هندوستان د رواجونو او عادتونو هېواد
هند يو داسې هېواد چې د ډول ډول افسانه يي او خيالي رواجونو څخه مالامال دی، او خرافاتي رواجونه پکې تر بل هرځايه ډېر دي. تقريبا ټول هنديان په هرڅه کې خرافات کوي:
ـ هنديان په کيڼو لاسونو چا ته څه نه ورکوي، ځکه د دوی په اند، دا کړنه بده پايله ( بد شګون ) لري.
ـ هنديان چې کله يو نوی موټر يا هم بل هر نوی څه واخلي، نو په هغې وسيلې د ګلو د حلقې کېښودل واجب دي، ځکه د دوی په اند، دا وسيله بايد مخکې د ګټې اخېستلو څخه وبښل شي.
ـ هنديان د نړۍ تر بل هر ملت څخه ډېر رنګونو سره مينه لري او د ډول ډول رنګونو څخه ګټه اخېستل د هنديانو يو عادت دی.
– کله چې د هند په يوه واټ کې غوا يا غويه په تېرېدو وي، نو د ټرافيکو سیسټم په ټپه ولاړ وي، ترڅو چې غوا يا غويه تېر شي او بيا سړک وزګار شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران