خواړه روغه سټه

هم خرما هم ثواب؛ د خرما څو روغتیايي ګټې

وايي هم خرما او هم ثواب! نو ښکاره ده چې خرما په ثواب سربېره د روغتیا لپاره ګڼې روغتیايي ګټې هم لري.

په خرماو کې فایبر، پوتاشیم، میس، منګنیز، میګنیزیم او ویټامن بي شپږ ګډ دی چې د روغتیا پالانو په وینا د سالمې او روغې سټې له پاره خورا ګټور دي.

دلته درسره له ګڼو ګټو څخه د خرما شپږ ګټې شریکوو چې د روغتیايي څېړنو په پایله کې په ډاګه شوي دي.

۱. د هضمي سیتم ښه کوي
د خرما خوړل ددې ترڅنګ چې د هضمي سیستم کې ښه والی راولي؛ بلکې د قبضیت مخه هم نیسي. په خرما کې داسې فایبرونه شته چې د هاضمي سیستم لپاره ګڼې ګټې لري.
څېړنې وايي، په خرما کې د شته ویاټمینونو او فایبرونو له امله د انسان د هضمې سیستم نورمال او روغ وي چې له امله يې ورسره د انسان ټوله روغتیا ښه وي .

۲. زړه روغ ساتي
د اسراییلو ټیکینو انسټیټوټ د یوې څېړنې له مخې هره ورځ د انارو جوس او د درې خرما خوړل د زړه د ناروغیو په مخنیوي او روغ ساتلو کې خورا ګټوره او اغېزناکه چاره ده.
ددغې څېړنې پوهان وايي، انار او خرما ”اینټي اکساییډنټونه“ لري چې د زړه د رنګونو د بندیدو او لښته کیدو ګواښ ان ۳۳ سلنه کمولای شي. نو که روغ زړه غواړئ! خرما خورئ، خو په اندازه.

۳. د وینې لوړ فشار
روغتیايي څېړنو دا هم ښودلې ده چې په خرما کې ګډ “میګنیزم” د لوړ فشار په ښه والي کې بیخي ګټور ثابیتیږي. ددې ترڅنګ په خرما کې شته “پوتاشیم” هم د وینې د لوړ فشار په سمولو او د زړه په ښه ساتلو کې مهم رول لري.

نو هم خرما او هم ثواب!

۴. د فلج یا ګوزڼ مخنیوی کوي
د امریکا د یو طبیي پوهنتون په تازه څېړنو کې ویل شوي چې هره ورځ د ۱۰۰ میله ګرامه مګنیزیم استعمال د ګوزڼ ګواښ ان تر ۹ سلنه پورې راکموي. نو ځکه روغتیا پالان د خرما په خوړولو ټينګار کوي. دوی وايي، خرما هغه مېوه ده چې په زیاته اندازه مګنیزیم لري.
څېړونکې ډله ټيڼګار کوي چې د فلج په مخنیوي او د ګواښ په بیخي راکمولو کې د خرما هره ورځ په اندازه خوړل خورا ښه اغېزناک دي.

۵. ذهن پیاوړی کوي
په طیبي مجلې جاما انټرنل میډیسن کې یوه خپره شوې څېړنه وايي، ویټامین بي ۶ وړ اندزه د انسان په ذهني پیاوړتیا کې مهمه ونډه لري. څېړنه د خرما په خوړلو ځکه ټينګار کوي چې په ځان کې د نورو ګټورو موادو تر څنګ ویټامین بي شپږ هم لري.
ددې څېړنې له مخې هغه کسان چې په معمول ډول د خرما خوړلو عادت لري د نورو روغتیايي ګټو ترڅنګ به يې ذهني پیاوړتیا هم ډېره او ښه وي.

۶. هډوکي پیاوړي کوي
روغتیا پالان وايي په خرماو کې د میګنیزیم ، میس او میګنیزیم غوندې مواد دي چې دا د هډوکو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

د ډاکټرانو په باور هغه کسان چې د خرما خوړلو عادت لري د وجود هډونه يې غښتلي او دردونه يې بیخي کم وي.

یادونه: دا مطلب د عامو معلوماتو لپاره دی، د ستونزې پر وخت باید له ډاکټر سره مشوره وشي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */