اقتصاد خواړه روغه سټه

هغوی چې کم خونه وي، له شپږو خوراکونو ته دې استفاده وکړي

لیکنه: ياران

ژباړه: مریم محمدي

موږ او تاسو د وینې په اهمیت پوهیږو چې وینه په بدن کې د روغتیا لوی لامل دی.

دا چې وینه د بدن مهمه برخه ده، نو د همدې لپاره تل هغو خوړو پسې ګرځو چې وینه جوړونکي وي. باید ووایو چې د کم خونۍ تداوۍ لپاره مختلف درمل شته، خو هغه خواړه چې د کم خونۍ لپاره ګټه لري، ترې استفاده کول تر ټولو غوره کار دي. که چیر د هغه کسانو له ډلې یې چې وینه مو کمه ده، نو له دغو خوړو استفاده وکړئ:

۱- انار
انار وینه جوړوي. د انارو اوبه او د انارو روب ته د خوړو په لیست کې ورته ځای ورکړئ. کوښښ وکړئ چې اول خو انار وخورئ او که بیا مو چیرته د انارو جوس ته زړه کیدو نو په کور کې یې جوړ کړئ.

۲- حبوبات وخورئ
حبوبات وینه جوړه ونکي خواص لري. تاسو کولاي چې د کمخونۍ د مخنیوي لپاره له لوبیا، نخود، دال، مۍ همدارنګه هغه خواړه چې د حبوباتو د کورنۍ اړوند دي، ترې استفاده وکړئ.

د حبوباتو په پخولو کې مو پام وي چې لمړی یې نیم ساعت مخکې خیشته یا لنده کړئ، بیا هغه اوبه یې لرې کړئ، وروسته یې پاخه کړئ، هم به زر پاخه شي او هم به یې خوند سم وي.

۳- له ترکارۍ استفاده وکړئ
په ټوله کې ترکاري د هغو خوړو له ډلې ده، چې باید هره ورځ ترې استفاده وشي.

کوم کسان چې د وینې له کموالي سره مخ دي هغو ته پکاره ده چې خامه او پخه ترکاري ډیره وخوري، لکه: پالک سابه، دڼیا یا ګشنیز، د سرې ملۍ پاڼې، کاهو، پیاز، رومیان، ګازرې، کچالو همدارنګه نوره ترکاري، چې د وینې په جوړولو کې مرسته کوي.

۴- خرما
خرما د نور ډیرو ګټو ترڅنګ د کم خونۍ په مخنیوي کې هم پوره مرسته کوي.
که چیرې هره ورځ له یو ګیلاس شیدو سره ۴ دانې خورما وخورئ، نو لرې نه ده چې، له کم خونۍ به هم خلاص شئ او بدن به مو هم قوي وي.

۵- شات
د شاتو له ګټو به لږ یا ډیر خبر یاست. په شاتو کې هغه ټول ګتور معدني مواد او وېټامينونه شته چې بدن ورته اړتيا لري. د شاتو خوړل بدن ته انرژي ورکوي. که چیرې په میاشت کې لږ تر لږه درې ځلي شات له کیلې او شیدو سره یو ځاي وخوړل شي، د نورو ناروغیو د له منځه وړولو ترڅنګ له کم خونۍ نه به هم بې غمه شئ.

۶- وچې او تازه میوې
وچې او تازه میوې په خپل ترکیب کې د وینې جوړولو خواص لري.
د کم خونۍ د له منځه وړولو لپاره کولای شئ، چې انځر له کشمش یا ممیز سره یو ځای وخورئ. همداراز آلوبالو، ګیلاس، بادام، ممپلي، او نورو میوو ته هم د خوړو په لیست کې کې ځای ورکړئ، تر څو تاسې او د کورنۍ غړي مو له کم خونۍ سره مخ نشئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران