بریا او پرمختګ زده کړې

هغوی چې پرمختګ ورته ناشونی ښکاري، په دې لارو دې لاړ شي

لیکنه: غازي عابد

لیکنه: جیم رون
ژباړه: غازي عابد

په ۱۹۶۰ م کال کې دا یو ټکنالوژيک ناممکنوالی و، چې یو انسان دې د ځمکې له هوا بیرون لاړ شي او سپوږمې ته دې وخیژي. خو د ۱۰ کلونو په دننه دننه کې لومړی انسان د سپوږمۍ سطحې ته ورسید او دا ناممکنوالی ختم شو. اول دا هم یو خیال و، خو انسانانو چې کوښښ وکړ، دا خوب و خیال یې رښتیا کړ او له دې وروسته یې په اړه نورې لاسته راوړنې هم ولرلې.

دا چې هغه موږ ته ناممکن ښکاریدونکی کار ممکن شو، نو له دې معلومیږي موږ د ژوند په ډیرو برخو کې که رښتیا هم لاس په کار شو، ډیر څه کولی شو.

که اوس وپوښتو چې یو غریب سړی شتمن کیدای شي؟
باید ووایو؛ هو! کیدای شي، که چیرته د غوښتنو، پلان جوړولو، کوښښونو او ټینګار ټول سره یو ځای کړي، د یوه جادو په شکل به کار وکړي او له غربته به ځان وباسي.
اکثره غریب خلک له خپله لاسه غریب وي، کار او روزګار نه کوي، که کوي یې هم په ژور فکر او تدبیر سره یې نه کوي، کنه که چیرته یو ځل هم مغز په کار واچوي او هسې مایوسه ونه دریږي، هر څه کولی شي.

هر څه یو فرمول او باید مخته پرې لاړ شو، خو پام مو وي چې یوازې فارموله پرمختګ نه درکوي، بلکې شخص باید فارموله وکاروي او پرمختګ ورکړي. ځکه هر څه شته، خو خپله نه کیږي، که څوک سپوږمۍ ته تللي، دا ځکه لاړ دي چې دوی لاس په کار شوي، همداسې نور پرمختګونه…
موږ چې څه وغواړو، هر وخت او هر څه کولی شو، خو باید چې زوړرتیا او باور ځان سره مل کړو. نو دلته مو د همدې لپاره چې څنګه پرمختګ وکړو، څنګه خپل ژوند بدل کړو او څنګه کولی شو، ځان او فعالیت کې بدلون راولو، دا ۱۳ لارښوونې درسره په کې لازمه مرسته کولی شي.

۱- له ویرو او ډار سره مخ شئ.
ویرو او ډار سره ځکه مخ شئ، چې څو ورسره مقابله وکړئ او دا زده کړئ چې څنګه پرې بریا موندلی شئ. له ویرو او ننګونو تیښته مه کوئ او ځان ته هسې ورته د اوړو پوزه مه ږدئ. ځان سره ووایه چې ولې وویریږم، باید په دې فکر وکړم چې څنګه او په کومو لارو دا حلولی شم.

۲- لاره او لوری مو بدله کړئ او خپل قوت وکاروئ.
که چیرته یو کار شپږو کلونو راهیسې ترسره کوئ او ښه پایله یې نه وي ورکړي، نو که اړین یې بولئ، یو نوی مقصد وټاکئ او لاره یې بدله کړئ، ښه نه دی چې نور کلونه او عمر هم په دې کار سره تیر کړئ.
باید تیر تکرار نه کړئ، بلکې د تیر غلطیانې په نښه او پاکې کړئ، په نوي کار، په نوي ډول او په توپير سره پرې پیل وکړئ، خامخا به یې ثمره داسې خوږه وي، لکه ګوڼه.

۳- غلطیانې ومنئ.
باید غلطیانې ومنې او ځیني وخت اجازه ورکړې چې رامنځته شي. په انګلیسي ژبه کې ددې لپاره ښه عبارت دی چې ووایه؛ I’m sorry یعنې زه بخښنه غواړم، کومې تیروتنې چې دې کړي، زده کړه ترې وکړه او بخښنه وغواړه چې بیا به داسې نه کیږي.
همداراز اړتیا نشته، چې په چم ګاونډ کې هر چاته د خپلو غلطیانو په اړه ووایې، ښه ده چې یوازې له خپل ځان سره خپلې تیروتنې ومنې او پرې غور وکړې.
له ځان سره ژمنه وکړه چې بیا به داسې تیروتنې نه کوم او ددې لپاره چې مخه مې ورته نیولي وي، له وړاندې به ورته چمتوالی لرم.

۴- اهداف مو چاڼ کړئ.
د ځینو نورو لوړو او ښو اهدافو د ټاکلو ګام پورته کړئ، ځینو لوړو موخو ته ځانونه ورسوئ. ځینې داسې شیان هم په خپلو اهدافو کې نوي ور اضافه کړئ، چې فکر کوئ ترلاسه به یې کړئ. ناممکن او بې ګټې اهداف مو له لیسته وباسئ.

۵- په ځان باور ولرئ.
باید په ځینو ممکنو شیانو او کارونو کې پر خپل ځان باور ولرې، چې کولی یې شې. باید په دې هم باور ولرې چې شاید سبا دې له نن ورځې څخه ښه وي. ددې لپاره چې په ځان باور ولرې، کوم ځانګړی کورس، مهار، دسیپیلن، کتاب او نور شیان نه شته چې ترې زده، ترلاسه او ویې لولې، بلکې همدا دی چې په ځان باور ولرې او وشې کولی چې په خپل ځان باور سره په یوه کار ډاډه ورشې او په همت سره یې ترسره کړې.

۶- هوښياري او ځیرکیتا وکاروه.
له هوښيارۍ کار واخله چې ستونزې در حل کړي، دقت او هوښیارتیا وکاروه چې ننګونې له مخې لرې کړې. ددې ارمان مه کوه چې کاش دا کار اسانه وی، بلکې ددې ارمان وکړه چې کاش زه ښه، دقیق او هوښيار وی او په خپلو دې صفاتو مې کار او هم ترې ګټه اخیستی وی.

۷- وخت مو کنټرول کړئ.
ځیني وخت موږ له ځانه سره جعل کاري کوو. هڅونکی وینا وال، بیل بایلي وايي؛ که په کال کې دې یو ځل کوښښ شروع کړ، نو شل نور کارونه او فرصتونه به پيدا کړې، ځکه د انسان بریا په کوښښ او د وخت په سم استعمال کې ده.
نو لازمه ده چې وخت مو سم مدیریت کړئ او په سم ډول یې وکاروئ، څو بریالي اوسئ.

۸- په شخصي کاروبار مو پانګه اچونه وکړئ.
د یارل شواف په نوم یو پوه وايي، شخصي پانګونه له پردۍ مزدورۍ غوره ده، ځکه مزدوري او پردی معاش به دې یوازې ژوندی وساتي، خو شخصي کاروبار به دې بختور او ښه شتمن کړي.
نو ضرور ده چې هر څوک باید کوښښ وکړي، څو یو خپل عادي کاروبار جوړ کړي، دا حتماً ممکنه ده چې همدا کاروبار په ورو ورو سره په ستر کاروبار بدل شي.

۹- له سختیو سره و اوسئ او عادت شئ.
داسې هم مه کوئ چې په کار او ژوند کې لږه سختي وینئ، تاسې ترې ځان غولوئ، دا بشپړ تاوان لري، خیر دی، کله باید په خاورې څملې، کله یې باید وچه وخورې، کله باید د نورو خیال وساتې، کله باید خپل ډیر قوت استعمال کړې… هر وخت، هر څه اسانه او بې تکلیفه نه وي، نو ځکه سختۍ هم تیرې کړئ.

۱۰- ځان لپاره ځای پيدا کړئ.
که چیرته یوه دنده ترسره کوې، کوښښ وکړه چې ځان ته په همدې دنده او اداره یا کار ځای کې لا ښه او پوخ ځای پيدا کړې. دا په دې ډول سره کیږي چې دنده دې په سم او غوره ډول اجرا کړې، څو وړاندې پرې لاړ شې او بلاخره د هر کار لپاره پوخ باوري شخص درنه جوړ شي.

۱۱- له ځانه صداقت او ایمانداري ښکاره کړئ.
بشپړتوب او صداقت وفادارۍ ته وايي. له نورو داسې هیله نه شې کولی، خو خپله کولی شې چې صادقه او ایمانداره اوسې.
خپله د رښتینولۍ ښه بییلګه اوسه، ځکه که شوې، نور صادقه او سپيڅلي انډیوالان او پيروان به هم پيدا کړې.

۱۲- دسیپلین او نظم ته ښه راغلاست ووایه!
له دسپيلین نور غټ وصیت او نصیحت نشته، ځکه دسپيلین او قواعد واقعیتونه او رښتینولي تولیدوي. نظم او اصول، ښارونه جوړوي.
یو ښه دسيپلیني فعالیت، تړون، بې ساریتوب او غوره والی رامنځته کوي.

۱۳- د حق لپاره مبارزه وکړه.
د حق لپاره غږ پورته کړه، نیغ ودریږه او پرمخ لاړ شه. د ښه ژوند، تعلیم، ټولنې، دین او خلکو لپاره مناسبه او عصري مبارزه وکړه. د حق مبارزه په دې مانا چې مه تسلیمږه، ځکه د حق مبارزه خامخا سپيڅلې وي.
که چیرته د حق په اړه چوپ شوې، که دا خپل وي یا پردی، ښایي له زیانونو سره مخ شې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد