ټولنیز ژوند روغه سټه

هغوی چې دا اصطلاحات کاروي، ژور خفګان لري

لیکنه: مینډا زیټلین
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

غواړئ پوه شئ چې یو څوک په ژور خپګان اخته دی؟ له خبرو او د لغاتونو له غوراوي څخه یې وپیژنئ. ځکه هغه لغاتونه چې هغه کاروي، په دغې ناروغۍ د مبتلا تر ټولو سترې نښې دي.

د ژبپوهنې شننو په ډاګه کړې هغوی چې په ژور خپګان (ډیپریشن) ناروغۍ اخته وي، شخصي ضمیرونه (زه، ما، زما) ډیر کاروي.

دا روښانه خبره ده، که چیرې تاسې روغتیا پالان نه اوسئ، نو نه شئ کولی چې د ژور خپګان په څیر ناروغي وپیژنئ، خو که چیرې په یوه چا کې مو د ګونګوسو خپرولو نښه ولیده چې د ژور خپګان ښکارندويي یې کوله، نو په دې وخت کې باید شخصي ژوند ته یې ننوځئ او ترې وغواړئ چې باید خپل ځان وازمويي او کوم ډول مرستې ته اړتیا لري چې ورسره وشي.

په ژور خپګان د اخته خلکو خبرې، لیکلي پیغامونه او لیکنې د لغاتونو او اصلاح ګانو له انتخاب څخه له ورایه ښکاري او له نورو خلکو سره ډیر توپیر لري. په همدې اساس، که چیرې تاسې فکر کوئ چې یو کس په دغې ناروغۍ اخته دی، نو د پیژندلو لپاره یې لاندې خبرو اترو ته غوږ شئ:

۱. زیات منفي لغاتونه کاروي
هغه کسان چې په ژور خپګان اخته وي، زیات منفي لغاتونه لکه، تنها یا هم بې یاره (Lonely)، خپه (Sad)، خواشینی (Unhappy) او ناراحت (Worried) کاروي، چې له بده مرغه په اوسنۍ ټکنالوژي زمانه کې ډیری ځوانان یې په ټولنیزو رسنیو کې کاروي چې دا ټول د ژور خپګان ناروغۍ درلودلو څرګندويي کوي او باید ژر تر ژره یوه روغتیا پال او یا هم ارواه پوه ته مراجعه وکړي، ترڅو د حل لاره ورته وښيي او له دغې ناوړه ناروغۍ څخه خلاصون ومومي.

۲. د ځان په اړه زیات غږیږي
د ژبپوهنې شننو موندلې چې په ژور خپګان اخته کسان د نورو خلکو په پرتله شخصي ضمیرونه لکه، زه، ما او زما زیات کاروي. دا په دې مانا چې د ژور خپګان یوه ستره نښه له خپلو ستونزو کړیدل دي او دغه کسان نه شي کولی چې له نورو خلکو سره په اړیکو ټینګولو باندې تمرکز وکړي او پایله یې هم له خلکو څخه جلا والی او ګوښه توب دی چې دا بیا په خپل ذات کې لا ژور خپګان زیاتوي او تر خپل وروستۍ کچې یې رسوي.

په همدې اساس، که چیرې تاسې له داسې کوم کس سره مخ شئ چې پرته له بل څه یوازې د خپلو ستونزو په اړه غږیده، نو په طبیعې ډول دا فکر به وکړئ چې ګوندې دا کس بې پروا دی او پرته له خپل ځان څخه بل د هیڅ شي پروا هم نه ساتي، خو په اصل کې دا کس له ژور خپګان څخه کړیږي او سختې مرستې ته اړتیا لري.

۳. مطلق لغاتونه او اصلاح ګانې کاروي
په ژور خپګان اخته کسان هرڅه تور و سپین ویني او د یو څه درجه بندي او جزئي توپیر هیڅ په نظر کې نه نیسي. له همدې کبله، که چیرې تاسې له یوه داسې کس سره مخ شوۍ چې هغه همیش د “تل”، “هیڅکله” او “په بشپړه توګه” مطلقې کلیمې کارولې، نو پوه شئ چې هغه کس په ژور خپګان اخته دی او یو شی نه شي درجه بندي کولی او جزئي توپیر یې نه شي راباسلی. د بیلګې په ډول: “زه به هیڅکله په خپل ځان کې دا وړتیا پیدا نکړم، چې د خپل د خوښې دنده ترلاسه کړم.” او یا هم، “زه تل هرڅه پورته اچوم.”

خو اوس پوښتنه دا ده، که چیرې تاسې فکر کوئ چې نیږدې ملګری او یا هم همکار مو په دغې ناوړه ناروغۍ اخته دی، نو باید څه وکړئ؟
په دغه وخت کې هغه څه چې ډیر زیات ارزښت لري او له اغیزمن کس سره ډیره مرسته کولی شي، له هغه سره ستاسې اړیکه ده. که دغه کس ستاسې همکار واوسي، نو باید شخصي ژوند ته یې زیاته درناوی وکړئ او له هغه سره خبرې اترې مو باید د کار په موضوعاتو وڅرخي او ډاډمن یې کړئ، که چیرې هر راز مرستې ته اړتیا ومومي، نو تاسې یې ترڅنګ یۍ او یوازې به یې پرینږدئ.
خو که چیرې دغه کس ستاسې نیږدې ملګری او یا هم د ژوند ملګری \ ملګرې واوسي، نو شخصي مسایل ورسره مطرح کړئ او د شخصي ژوند په اړه یې ورسره وغږیږئ. ډاډ ورکړئ چې تل تاسې یې ترڅنګ یۍ، ترې ښه ساتنه به کوئ، ښه به یې نازوئ او په ستونزمنو حالاتو کې به یې یوازې نه پریږدئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احمد فرهاد توتاخیل