اقتصاد

هغوی ته څو خبرې چې د اوریدو زغم او د بریا هېله لري

یو کار کوي، لس ورته ناست وي.

نورو ته خپله اجازه ورکوو چې زموږ په ژوند کې مداخله وکړي.

وخت ته ټکی ارزښت نه ورکوو او پر لوی لاس نه یوازې خپل بلکې د خپلې ټولنې بنسټ خرابوو. مثلاً هر وخت چې د کرکیټ لوبه وي هغه هم ټیسټ، په زرګونو ځوانان په ساعتونو وخت ورکوي.

سیاستوال خپل کار کوي خو بیا په زرګونو ځوانان دوی د کارونو غندنې او ستاینې ته په ساعتونو وخت ورکوي.

خو ستا وخت تر دې هر څه مهم دی، پر ځان کار وکړه. په هر هغه کار کې چې تاپورې اړه نه لري کار مه لره. په ځینو چارو کې ستا په تایید یا غندنه هیڅ نه کیږي.

متخصص سیاستوال، کرکیټران،… شته چې ددوي ښه ته ښه ووایې بد ته بد. همداسي نور…هغوی یې ترتا ښه درک کولای شي.

ته پر یو بل داسې کار ځان بوخت کړه چې هم تا او هم یې ټولنې ته خیر ورسیږي .

کامیابي او ناکامي مو یوه ده.

پریږده دا قومي، سمتي، ژبني مسایل. دا شیان ستا د قوم، ژبي په درد نه خوري، زده کړي وکړه، ځان ورسوه. نن دې احساسات دوه روپۍ ارزښت نه لري، له ځان خام مواد مه جوړوه. ځان پوخ کړه چې په تنهایې غر یې، او که هرې خواته یې وزن به لري. له ځانه څپلکې مه جوړوه، چې بل دي پښو کړي، اخیر دي د ماشومانو په لاس خرڅ کړي چې ارزښت دي یو پاپړ وي. دا مې نه درباندي لوریږي د زړه له کومه!

ته خپله یو څوک یې، ژوند لرې، یو مسلک ولره، یو هدف ولره، باید د نن او سبا د کار او هدف کې دې ۱۸۰ درجې توپیر نه وي. پخپل مسلک ځان نورو ته ورپیژنه.

د ژوند دا سپینه کتابچه دي مه چټلوه، له اوتو بوتو یې مه ډکوه دا کتابچه یو ځل درکول کیږي، حداقل داسي څه په کې ولیکه چې ستا په ژوند یا وروسته د ویلو ارزښت خو ولري.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */