ياران
له ژوند سره تړلې خبرې

هغوی ته، چې د کار په لټه کې دي!!

45

پرون په موټر کې له یوه ملګري سره روان وم. د خپل یوه نږدې دوست له بیکارۍ یې شکایت کاوه.

ویل یې «له بهره یې ماسټري او دوکتورا راوړې ده، خو څوک کار نه ورکوي». « په ادارو کې ډېری داسې کسان په کار بوخت دي، چې له ۱۲ فارغ دي، یا د لیسانس په کچه زده کړې لري، خو دده اسنادو ته څوک پام نه کوي».

دا مسئله د افغانستان په دولتي ادارو کې تر یوه بریده صدق کوي.

داسې ګڼ مثالونه لرم. زموږ یو ملګری په کدر کې و، خو په پوهنتون کې یې استادي نه ورکوله. ادارې ورته وویل، چې له ماسټري وروسته به یې وګوماري. سړي له هندوستان نه ماسټري واخيسته، خو، چې پوهنتون ته راغی، ویې لیدل، چې څو تنه لیسانسه د استادانو په توګه ګومارل شوي. ماسټري یې په درد ورنغله، ځکه ورته ویې ویل، چې « ستاسې نومرې له معیاري حده ټیټې دي».

دا د ستونزې یو اړخ دی. په بل اړخ کې موږ خپله هم شامل یوو.

زموږ فارغان ټول له دولت نه کار غواړي، خو دولت به دا دومره کسان چېرې ګوماري؟ دولت مشخص مامورین لري او نوی جذب یې بودجه نه ایجابوي. پنځه کلن او لس کلن پلانونه هم نه شته، چې نوي ظرفیتونه په کې جذب شي. په لومړنیو کلونو کې کدر نه و او د جذب فرصتونه ډېر وو، خو اوس، چې کدرونه مخ پر ډېرېدو دي، د کار زمینې محدودې او پراختیايي پروګرامونه کم دي.

په نوره نړۍ کې مبتکر کسان له فراغت وروسته په دې لټه کې وي، چې څنګه په خپله ددې جوګه شي، چې کاري زمینې برابرې کړي. څنګه خپله کار ورکوونکی شي او څنګه نور کسان له ځان سره په کار وګوماري. دا ډول فکر په ټولنه کې د بېکارۍ د له منځه وړو تر ټولو معقوله لاره ده.

د بېلګې په توګه، یوڅوک له ژورنالیزم نه تر فراغت وروسته یوه اېف ایم راډیو جوړوي او تر ۱۵ او ۲۰ پورې کسان په کې ګوماري. دا سړی نه یوازې دا، چې د نورو تر لاس لاندې کار ته نه اړ وځي، بلکې نورو هم مسلکو کسانو ته د کارموندنې سرچینه ګرځي.

یو څوک له برېښنا انجنیرۍ فارغیږي، په برېښنا شرکت کې د کار کولو پرځای د شرکت کومه پروژه اخلي او څو نور کسان هم په کار ګوماري.

هېڅوک په معاش نه شتمنیږي او نه هم معاش د سپمېدو شی دی.
یو کس په مستري خونه کې کار کوي. ټول عمر باید د مستري شاګرد نه وي. هغه باید ځان د دې جوګه کړي، چې په یوه کال کې خپله یو ورکشاپ پرانیزي او خپله شاګردان وروزي.

زه ډېر داسې کسان پېژنم، چې شاوخوا لس کاله په یوه فابریکه کې کار کوي، یا په یوه مسلک کې بوخت وي، خو خپله دا جرات په کې نه شته، چې د ځان لپاره مستقل کار ولټوي. په لسو کلونو کې، چې یو څوک په کوم مسلک کې بوخت و اوسي، هغوی د مهارت اوج ته رسیږي او کولای شي د خپل رییس تر شرکت ښه شرکت وچلوي. که پیسې ورسره نه وي، په پور دې یې واخلي، خو دغه طلایي فرصت باید هدر لاړ نه شي.

زه داسې کسان پېژنم، چې کلونه مخ کې یې یوازې د کتابونو او ورځپاڼو د ټایپنګ چارې پرمخ وړلې، خو نن تکړه لیکوالان او ژورنالیستان دي.
هغوی په اړوندو برخو کې تجربې ترلاسه کړې، زده کړې یې وکړې، خپلې علمي نیمګړتیاوې یې بشپړې کړې او اوس ددې جوګه دي، چې ځان په خپلو پښو ودروي او ان لا نورو کسانو ته د کار زمینې برابرې کړي. داسې کسان د تقدیر وړ دي، ځکه هغوی ټول شته فرصتونه د ځان په ګټه کارولي دي.

پر دې سربېره، کار موندل خپله یو درک او هنر غواړي. هرڅیز په واسطه نه کیږي.

ماته د کارموندنې په موخه ډېر داسې ملګري راغلي، چې له شرعیاتو، کرنې، طب او نورو څانګو فارغ دي. دوی لاره غلطه کړې، ځکه زه په داسې مسلک کې بوخت یم، چې ددوی له کاري ساحې سره ډېر متفاوت دی.

زما شناخت او پېژندګلوي ډېری له خپلو هم مسلکو سره ده او که چاته کار پیدا کولای شم، نو په همدې مسلک کې به یې پیدا کوم. دوی باید هغو کسانو او ادارو ته ورشي، چې ددوی د مسلک اړوند خدمات وړاندې کوي. که دوی د کارموندنې اصلي مرجع درک کړي، فکر نه کوم، چې په کارموندلو کې دې ډېر سرګردانه شي.

د کرنې فارغان که د کرنې په برخه کې ټولې اړوندې ادارې و ارزوي، اعلانونه یې وڅاري او له هغوی سره له نږدې اړیکي وساتي، په ډېر لږ وخت کې به د کار څښتن شي.

خو که هغوی په رسنیو کې کار غواړي، یا غواړي په کوم شرکت کې شامل شي، دا به یوڅه ناشونی وي. هغه مدیران او رییسان، چې د خپل شرکت او ادارې په تړاو مسوولیت احساسوي، کله هم دې ته زړه نه ښه کوي، چې په اداره کې غیر مسلکي کسان وګوماري. هغوی واسطه هم هغه مهال منلای شي، چې کارکوونکی له مسلکي اړخه وړ او مناسب کس وي.

تبصرې
Loading...