خواړه

هغه ۸ ډوله خواړه چې وزن مو زیاتوي

راټولونه او زیاتونه: حشمت الله رحمتي

کیدای شي ګڼ شمیر خلک پدې لټه کې وي چې خپل وزن کم کړي، مګر یوه ډله خلک بیا د داسې خوړو په لټه کې دي چې په خوړولو سره یې وزن زیات کړي، نو که تاسې هم غواړئ چې وزن مو زیات شي نو نور مو په تشویش کې نه پریږدو، بلکې په دې لیکنه کې مو درته د هغه خوړو په اړه یادونه کړې چې په خوړولو سره به مو چاغ کړي:

۱- کبان

کبان هغه خواړه دي چې د پروتینو زیرمه ګڼل کیږي، او پروتین د وزن د زیاتوالي لامل ګرځي، د کب په غوښه کې غوړ او سالم اسیدونه په زیات مقدار شتون لري چې نه یواځې د چاغوالي لامل ګرځي، بلکې ددې ترڅنګ د بدن لپاره یو تعداد نورې ګټې هم لري، او په خاصه توګه هغو لره چې د زړه تکلیف لري. نو هره ورځ د کبانو خوړل د وزن د زیاتوالي لامل ګرځي.

۲- خوږه
کاربوهایدریاتونه د انرژۍ سرچینه ګڼل کیږي او خوږه د کاربوهایدریتونو زیات مقدار لري.

۳- هګۍ
د هګۍ زیړ په خپل ترکیب کې ویټامین، پروتین او د A,D,E کلسټرول لري چې د چاغوالي لامل ګرځي.

۴- کیله
یوه کیله په خپل ترکیب کې ۱۰۰کالوري انرژي لري، ددې ترڅنګ کیله د کاربوهایدریتونو او مغذې موادو سرچینه هم ګڼل کیږي، چې په نهاره یې خوړل د بدن په چاغوالي ډیر تاثیر لري.

۵- لوبیا
لوبیا د افغاني ټولنې یو له زیاتو استعمالوونکو خوړو څخه عبارت دي، چې په خپل ترکیب کې اوسپنه هم لري، چې د بدن د پیاوړتیا، د هډوکو د قوت لامل هم ګرځي، نو که غواړئ چې بدن مو قوي او وزن مو زیات شي نو په خپل غذايي رژیم کې لوبیا ته ډیر ځای ورکړئ.

۶- کچالو
کچالو د نشایستې او کاربوهایدریتونو اصلي سرچینه ګڼل کیږي، خو که ستاسې د خوښې کچالو کباب شوي وي او یا هم جوش کچالو نو دواړه نوعه یې د وزن د زیاتوالي لامل ګرځي، خو کوښښ وکړئ چې د تمرین نه بعد یې استعمال کړئ ځکه د تمرین نه بعد یې اغیزه ډیر وي.

۷- مکروني
د مکروني ترکیب او پخول یې په ډیر متفاوت شکل د کورنیو ترمنځ صورت نیسي، مطلب دا چې په رنګا رنګ ډول یې خلک پخوي. مکروني د مستو، لوبیا، کچالو او داسې نورو موادو ترکیب لري، چې د لوبیا او کچالو په اړه مو مخکې درسره معلومات شریک کړل، پاتې شوه د مستو خبره چې مستې هم د وزن د زیاتوالي باعث کیږي، له مستو سره د میوو اوبه مخلوطول (ګډول) او بیا نوش جان کول د وزن د زیاتوالي لامل ګرځي.

۸- پنیر:
د یوه وخت پنیر تقریبآ ۶۹ کالوري انرژي لري. ددې ترڅنګ پنیر په خپل ترکیب کې د چاغوالي د باعث کیدو د پام وړ مواد لري لکه پروتین، کلسیم، غوړ او کلسترول چې په منظم ډول خوړل یې د چاغوالي لامل ګرځي.

محترمو لوستونکو؛
په کافي اندازه ډوډۍ خوړل چې هر څه وي، په خپل وخت یې خوړل، د اوونۍ په جریان کې د غذايي رژیم ښه مراعتول لکه په ټوله هفته کې د یو ډول خوړو نه خوړل، خپله د چاغوالي لامل ګرځي. خو که تاسې چیرې غواړئ چې وزن د لاسه ورکړئ نو پورتنیو یادو شویو خوړو ته په خپل غذايي رژیم کې ډیر کم ځای ورکړئ خو پام مو وي چې نه خوړل یې د بدن د ضعف او کمزورۍ لامل ګرځي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حشمت الله رحمتي