ټولنیز ژوند زده کړې

هغه ۸ ناوړه کارونه چې هیڅکله یې باید ونه کړئ!

لیکنه: ياران

ژباړه: آلما افغان

۱- ددې لپاره په لوړ غږ یا تیزې خبرې مه کوئ چې ګواکې ورسره به غټ او پياوړي ښکاره شئ. رښتینې پیاوړتیا مو په صداقت او زیار کې ده.

۲- له هغه چا سره بحث او ډیر مه نښلئ چې فکر کوي په هر څه یوازې همدی پوهیږي او بل څوک دومره نه پوهیږي. ځکه دا ډول خلک تاسې ته درناوی او نیک نظر نه لري.

۳- هغه څوک چې تاسره مینه لري، هڅه مه کوئ، چې له تاوان سره يې لاس او ګریوان کړئ. که داسې کوئ، دا ستاسو ستره تیروتنه کیدای شي. ښه ده چې مینې ته یې په نرمه او سالمه ځواب ووایئ، څو د چا زړه په بې ځایه ډول مات نه کړئ.

۴- هیڅکله چاته مه وايه چې ته کولی شې، دوی نورو ته وښيې، په دې مانا چې داسې مه وایه چې یو ستر انسان یې، خلکو ته خلک ورپيژنې، یا داسې بد خوی او خاصیت لرې چې د یوه چا نیمګړتیا به نورو ته ښيي. دا بد کار دی.

۵- د هیچا په ظاهرې بڼې فضاوت مه کوه. ځیني خلک وي چې یو څوک له لرې وګورې، یا د لوفر او یا هم د بل ډول شخص پریکړه یې په اړه کوي او نورو خلکو ته یې هم وايي، خو دا یو وروسته پاتې کار دی. هیڅ انسان بشپړ نه دی، ممکن د هغه څیره درته ښه ښکاره نه شي، اما غوره انسان به وي.

۶- د هغه چا څخه د مشورې غوښتنه مه کوئ چې د پایلې لپاره هیڅ څه نلري، ځکه مشوره کوونکی باید د خپلې مشورې پایله هم درته ووايي. که چیرته مشوره کوونکی تاته ښه مشوره درکوي هغه پرې فکر او سوچ کوي او ارزونه یې کوي، خو څوک چې فکر او ارزونه یې نه کوي، تل به له تاوان سره مخ وي.

۷- کله چې ځانته یاست مه ویریږئ. بلکې د ویرې پر ځای ځان مصروف وساتئ، کوښښ وکړئ چې سالم فکر شروع کړئ، مطالعه وکړئ او یا هم کوم علمي او ساعتیرونکې ویډیو وګورئ.

۸- ترټولو مهمه خبره دا چې سګرټ مه څکوئ او مه هم سګرټ څکوونکې سره ژوند کوئ، ځکه دا ډول خلک خپل قیمت وخت په داسې څه لګوي چې له تاوان پرته نور هیڅ هم نه لري.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران