ټولنیز ژوند کورنی ژوند

هغه ۶ نښې چې د خاوند او میرمنې ترمنځ د ورځ تر بلې واټن زیاتیدو څرګندونه کوي

ژباړه: نور احمد فضلي

همدا چې ستاسې ملګری/ملګرې خوني ته را ننوځي تاسي په مبایل ځان اخته کوئ، یعني ترمنځ مو تور دېګ تېر سوی دی؛ ترمنځ مو کومه ستونزه سته. ځینې وختونه د وخت په تېرېدو او زموږ د شخصیتي ځانګړنو او علاقمندیو په بدلېدو سره، په خپله اړیکه کښې مختلف بدلونونه مشاهده کوو. خو آیا موږ له هغو نښو نښانو خبر یو او یا ورسره بلدتیا لرو چې زموږ د ژوند ملګري څخه د لېري کېدو او جلا کېدو څرګندونه کوي؟ په دې مطلب کښې به له ملګري څخه د لېري کېدو له نښو نښانو او د یوې عاطفي او له مینې ډکي اړیکي ټینګولو په اړه درته ووایو.

د فردي او طبیعي ځانګړنو اوښتون، کله مثبت او زموږ د سلامتۍ له پاره لازم دی، خو له دې تغییراتو ځينې یې شوني دي زموږ ترمنځ د عاطفي اړیکو د مړاوي کېدو پټي نښانې وي. تر ډېره ددې بدلون او هیجاني ځانګړني پېژندنه او تعریف د کلمو په چوکاټ کښې ستونزمن کار دی. یوازې دومره پوهېږئ چې ملګری مو د پخوا په پرتله اوس ځانته نزدې نه احساسوئ. په ډېرو مواردو کښې نور نه شئ کولای چې توافق او تفاهم ته سره وه رسېږئ؛ دلته نو په دوو مختلفو جهانونو کښې اوسېږئ!

غوره دا ده چې د خپه کېدو او اندېښمن کېدو پر ځای، انتظار وکړئ څو مقابل طرف مو خبرې پیل کړي او په زیات احتمال سره ستاسې د حمله کوونکې غبرګون سره مخامخ سي، راوړاندې شئ او د هغه څه په اړه وغږیږئ چې تاسې ځوروي. دې احتیاطي نښانو ته پام ساتئ.

۱:- د سترګو تماس نه لرئ
د کلینکي ارواپوهنې او کورنۍ مشاور ارواپوه کېټ بالستریري (Kate Balestrieri) له قوله، له لومړنیو نښانو او په قوي احتمال تر ټولو پټ بدلونوه د سترګو د تماس کمېدل دي. شوني دي چې ټولي جوړې هماغسې د سترګو تماس و نه لري، خو که تاسې د یوه او بل سره د سترګو په تماس کښې کمښت یا زیادښت احساسوئ، احتمالاً ستونزه شتون لري.

۲:- له پخوا څخه زیات یو نفري پلانونه نیسئ
د اونۍ رخصتۍ تر ډېره په یوازیني ډول تېروئ یا احتمالاً ستاسې ملګری خپل ډېر وخت د خپلو دوستانو او ملګرو سره تېروي. البته داسې څوک نه وايي چې باید خپل ټول وخت د یوه او بل په څنګ کښې تېر کړئ؛ خو خبره دا ده چې آیا دا حالت د پخوا په نسبت بدل سوی دی کنه. همدارنګه د بالستري د نظر له مخې باید وګورئ چې آیا تاسې یا ستاسې ملګری د یوه او بل په څنګ کښې نه اوسېدو له پاره بهانې لټوئ؟

۳:- همېشه مو حواس د مبایل سره وي
کله چې مقابل طرف ستاسې ترڅنګ دی تاسې (یا هغه) څو وارې مبایل را پورته کوئ؟ په نننۍ نړۍ کښې چې موږ ټول په یوه نه یوه شکل د مبایل سره تړلي یو، ممکن ددې کار موکې پېژندل ستونزمن کار وي خو د بالستیري په باور دا یوه معقوله نښانه ده. کله چې ستاسې ملګری خوني ته راننوزي، تاسې مبایل را پورته کوئ ځکه نه غواړئ چې له هغه/هغې سره خبرې وکړئ، پر یوه خبره په غُسه یاست یا داسې احساسوئ چې د هغه سره د مخامخ کېدنې توان نه لرئ، دا یو له بل څخه د لېري کېدو یوه لویه علامه ده.

۴:- شخړي مو زیاتې شوي دي
کله چې مو احساس کړل له یوه او بل څخه لېري سوي یاست، معمولاً یو پر بل باندې آواز پورته کوئ او له یو او بل څخه شکایت کوئ. د ډاکټر فرن والفیش (Fran Walfish) د کورنیو اړیکو ارواپوه او د” ځان خوښه پلار “ نومي کتاب لیکوال وايي چې په دغسي حالت کښې مستقیم اصلي موضوع ته داخل شئ. له مقابل اړخه وپوښتئ چې څه خبره ده؟ آیا زما له لاسه په غُسه یاست؟ ورته ووایاست چې ستونزه څه ده؟ بهتره خبره ده چې د مقابل طرف سپین زړي خبرې واورئ ترڅو رغوونکې او اغېزناکه مباحثه مو رامنځته کړې وي.

۵:- کارونه له یو او بل سره یوځای خو پرته له کوم تعامل څخه کوئ
شاید فکر وکړئ چې همېشه د یوه او بل په څنګ کښې یاست، خو یوازې په ګډ ځای کښې اوسېدل کافي نه دي؛ په دې وخت کښې مو څومره له یو او بل سره تعامل کړی دی؟ د ټلوېزیون کتل، ویډیويي لوبي او د دوستانو سره په ګډه ماښامنۍ خوړل، ددې ټولو ترسره کول ډېر ښه دي خو کولای شي چې د واټڼ نیولو نښانې هم و اوسي. بالیستیري په دې باور دی چې لویان چې کله له یو او بل څخه لېري کیږي، د یوه او بل سره د تعامل څخه لاس اخلي، خو شوني دي چې ډېر ګډ کارونه په ګډه وکړي. دا موضوع شونې ده تاسې لار ورکي کړي!

۶:- جنسي اړیکې مو کمي سوي دي
ډاکتر والویش وايي: کله چې شرایط خرابیږي تر هرڅه وړاندې جنسي اړیکې کمیږي. اکثره کسان چې کله غُسه وي، نه غواړي چې بدن یې د بل کس په اختیار کښې وي. دا هم حللاره نه ده چې په نه علاقمندي او یا په زور سره اړیکه و نیول سي. پوه شئ چې څشي تاسې ځوروي او سبب کېږي چې نه غواړئ د ژوندانه له ملګري سره جنسي اړیکه ونیسئ. جنسي اړیکه د ستونزي حل نه دی، نښانه ده. د ستونزي د له منځه تلو له پاره باید د مخامخ کېدنې ریښې پیداکړئ.

څنګه خپلي اړیکې ورغوو؟
ددې مرحلې څخه د وتلو او یو او بل ته د نژدې کېدو څو حساسې حللارې دي. بالستيري سپارښتنه کوي چې پر مبایل وخت تېرول مو منظم کړئ او د څو دقیقو له پاره بلاوقفې د سترګو تماس وساتئ. دا کار ستاسې او ستاسې د ملګري په مغز کښې بېلابېلي برخي فعالې کوي چې د همدلۍ او خواخوږۍ په زیاتېدو سره تمامیږي؛ هغه څه چې موږ یې په لټه کښې یو. نوموړی همدارنګه سپارښتنه کوي چې هره شپه د یوه او بل سره د خبرو اترو له پاره وخت جلا کړئ؛ په دې وخت کښې د نن ورځي د تېرېدو پر څرنګوالي او د سباني موخو او هدفونو په اړه وږغېږئ.

د والفیش په خبره باید له مهمو ننګونو څخه د راوتلو له پاره د خبرې اورېدلو او غوږ نیولو تمرین وکړل سي. په وار سره پرته له دې چې د یوه او بل خبرې پرې کړل سي؛ مقابل اړخ ته غوږ ونیسئ. یو مهم ټکی چې هیڅکله باید هېر نه کړل سي دا دی چې حتمي نه ده له هري ستونزي څخه چې یادونه کوئ، هغه دي حل سي! کافي دي چې دواړه طرفونه د زړه خبره وکړي او هرڅه چې مقابل طرف یې وايي؛ په غور سره واوري. دا کار ددې سبب کيږي چې مقابل اړخ زموږ حضور په لا زیات او ښه ډول سره درک کړي.

خپل ځان ته پاملرنه کول هم له یاده مه باسئ. که تاسې یا ستاسي ملګری کمزوري یئ او ځان ته کافي وخت ورنکړئ، د مقابل اړخ له پاره کار لا ستونزمن کوئ. د والفیش په خبره، د اتصال اړیکې ساتلو له پاره د هغه څه په اړه چې غواړو او هغه چې یو، مهمه ده چې ځان ته پاملرنه وکړو، خپلو غوښتنو او اړتیاوو ته پاملرنه وکړو او ځانونو ته خپله راحت ورکړو. په دې کار سره نور هم کولای شو چې د مقابل طرف له پاره خپل پاملرنه ورځار کړو.

که په دې روشونو سره ستاسې ستونزه حل نه سوه او لا هم داسي احساسوئ چې له یو او بل څخه لېري یئ، له مشاور او ارواپوه څخه د مرستې غوښتلو ته له بل هر وخت څخه زیاته اړتیا لرئ. پوه شئ چې خبرې د سریښو په رقم انسانان د یوه او بل په څنګ کښې ساتي او له اړیکو ساتنه کوي. نو خبرې وکړئ، خبرې وکړئ او خبرې وکړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي