خواړه روغه سټه

هغه ۶ د لاسرسي وړ میوې او خواړه چې له شپږشلو ډیرې ګټې لري

لیکنه: ياران

ژباړه مریم محمدي

دا ۶ ډوله خواړه ستاسو د ښکلا، روغتیا او روغ پوستکي لپاره ښه دي.

۱- لیمو د پوستکي روښانه کونکی خواص لري


لیمو چې د کال په هر موسم کې ډیر پیدا کیږي او ارزانه بیه هم لري.
د ویټامین سی او د میوو اسیدونو کې شتمن دی. په لیمو کې شته ګټور مواد پوستکی صفا کيدو او د نوکانو د ماتیدو مخه نیسي. لیمو د نورو ګتو تر څنګ د ويښتانو لپاره غوره درمل دي.

۲- انګور د پوستکي نرمونکي خواص لري

په دوديز هندي درمل کې انګور د “حیاتي درملو” په نامه يادېږي. انګور مختلف ډوله ویټامینونه، د میوو اسیدونه او انټي ‌اکسیدان لري. دا میوه پوستکی نرموي او د پوستکي په شفافیدو کې رول لري.

۳- شاتوت د زړښت ضد دي


شاتوت یو له هغو میوو دي، چې د ژر زړښت ضد خواص لري. آنتوسیانین چې په ټولو سره رنګه میوو کې دی، په شاتوت کې هم شتون لري چې کولی شي د مخ د پوستکي چوقرې یا خرابې برخې بیرته ترميم کړي. دا ميوه د جلد په تنفسي برخه کې پوره مرسته کوي. شاتوت د پوست ښه پاکوونکی او د وینې پاکولو لامل هم کیږي. د دې میوې خوړل او ماکس جوړول د هر ډول پوستکي لپاره دی، په تیره بیا د غوړ پوستکي لپاره یې ګتې لا ډیر دي.

۴- رومي بانجان پاکوونکی خواص لري


رومي بانجان روښانه کوونکی او پاکوونکی خاصیت لري. که چیرې ستاسو په مخ د ځوانو دانو تور داغونه وي، نو د رومي بانجانو اوبه یا ماکس ورته تر ټولو ښه درمل کیدی شي. همدارنګه رومي بانجان د التهاب ضد خواص هم لري چې د پوستکي د سوځید یا زخمي کیدو په وخت که تر کار واخیستل شي غوره علاج دی.

رومیان د لیمو او نور میوو په څیر له اسیدونو شتمن دي، په همدې دلیل د نازکو پوستکو لپاره باید استفاده ونشي مګر د غوړ پوستکي لپاره اسانه او ارزانه درمل دي.

۵- ګازرې د زړښت مخه نیسي


ګازرئ له ویټامینونو غني دی، په ځانګړې توګه ویټامین اې، چې زړښت ضد خواص لري . ګازرې د نور ګټو ترڅنګ د پوستکې غوړ له مینځه وړي.

۶- بادرنک پوستکی لوند او نرم ساتي
په بادرنګو کې 95٪ اوبه شتون لري چې له همدې امله دا پوستکی لوند، نرم او له زهرجن مواد څخه ساتي. په باد رنګ کې ویټامین B6 شته، چې د ارمیدو تر څنګ د استرس ضد ځانګړتیل لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران