سپورټ

هغه ۱۰ اوپنر توپوهونکي چې په صفر سوځېدلي، خو بيا يې هم لوبه ګټلې

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

د لوبې ښه پيل ۵۰ سلنه دبريا چانس ډېروي، د مقابل ټيم په وړاندې سرنوشت ټاکي او د لوبډلې پرمرال ډېر تاثر لري.

د کرکټ په ټولو اړخونو کې د ټاس ګټل ډېر مهم دي، په يو ورځنيو لوبو کې د ټاس ګټل دا
مانا لري چې د مخالفې لوبډلې روحيه نور صفر شول، خو ډېر کم وختونه مقابله لوبډله بيرته ښه راتګ کوۍ اولوبه په خپل لاس کې اخلي.

دا توپير نلري که توپ اچوونه وې يا توپ وهنه، ددواړو پيل که ښه وې، نو لوبډله به د بريا تر پولو رسي، چې يومثال يې د لومړنۍ يورځنۍ لوبې دی، چې کله په ۱۹۷۱ز کال کې د انګليستان او اسټراليا ترمنځ په MCG کي ترسره شوه.

په نړيوال کرکټ کې ۴۱ ځلې داسي راغلي چي دواړه اوپنران په صفرمنډو سوځېدلې، خو يوازي ۱۰ ځلې داسي راغلي چې يوې لوبډلي بيرته ښه راتګ کړی وې او د نورو لوبغاړو په مرسته يې مخالفه لوبډله له چلنجونو سره مخ کړې وي او لوبه يې هم ګټلې وي.

راځئ ددغو ټولو يو ورځنيو لوبو په اړه په تفصيل سره مالومات ترلاسه کړو:

۱ـ په ۱۹۸۳ز کال يو ورځنۍ نړيوال جام کي هندوستان د زيمبابوې په وړاندې

هندوستان په ۱۹۸۳ز کال يوورځني نړيوال جام په شلمه ګروپي لوبه کي د زيمبابوې په وړاندې خپل دواړه اوپنر لوبغاړي په صفر کي له لاسه ورکړل، خو د کپيل ديو ۱۷۵ منډې ددې لامل شولې چې لوبډله بريا ته ورسوي او زيمبابوې ته هيڅ چانس ورنکړي، چې دا د کرکټ په ياداښتونو کي تراوسه پاتې ده.
هندوستان خپل دواړه اوپنران سونيل ګواسکر او کريشنان مچاري سريکانت بې له کومې منډې په صفر کې له لاسه ورکړل، همداسې ورپسې په ۱۷ منډو کې ۵ لوبغاړې سوځېدلې ول چې وروسته لوبډلمشر راځي د نړيوال جام غوره توپوهنه ترسره کوي.
د کپيل ديو په نه هېرېدونکې توپوهنه کي انډيا د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو سره په ۶۰ اوورنو کې زيمبابوې په وړاندي ۲۶۶ منډي وکړې، چې وروسته هندوستان د ښه توپ اچوونې په پايله کي يې زيمبابوې ته په ۳۱ منډو ماتې ورکړه.

۲ـ په ۱۹۹۴ز کال کي هندوستان د ويسټ انډيز په وړاندې دويمه يو ورځنۍ لوبه

منوج پراباکار او سچن ټينډولکر دواړه اوپنران په صفر وسوځېدل، خو لوبه هم بيرته هندوستان وګټله.
ويسټ انډيز د پنځو لوبو په لړۍ کې خپله لوبه په ۹۶ منډو هندوستان ته وبایلله، خو دوی هڅه وکړه ترڅو دويمه يو ورځنۍ لوبه د هندوستان څخه وګټي، هندوستان ته يې د ۵۰ اوورونو په لوبولو د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۹۲ منډې هدف ورکړ.
هندوستان د لوبې پيل ډېر کمزوری وو، دواړه اوپنران يې په صفر وسوځېدل، خو نوتاج سينګ سيدو او لوبډلمشر محمد اظهرالدين هندوستانۍ لوبډله بيرته راوګرځول، غوره لوبه يې ترسره کړ او لوبه يې وګټله.

۳ـ په ۱۹۹۶ز کال کې پاکستان د اسټراليا پر وړاندې

په ۱۹۹۶ز کال کي د کارلټون او يونايټيډ په نوم ۸ لوبو سېريز کې پاکستان په ۴۵،۲ اوورونو کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره اسټراليا ته يوازې د ۱۴۹ منډو هدف ورکړ.
د پاکستان دواړه اوپنران اميرسوهيل او ظهورالهي دواړه په صفر منډو وسوځېدل په داسي حال کي چې دريم توپوهونکی اعجاز احمد تر پنځوس منډو مخکي په صفر وسوځېد.
خو وسيم اکرم د خپلو نورو توپ اچوونکو سره په ملګرتيا وکولی شول چې لوبه بيرته پاکستان ته په واک کي ورکړي.
وسيم اکرم د يو غوره کيچ سره سره په ۸ اوورونو کي درې مېډن،۱۳ منډي او ۳ لوبغاړو په سوځولو سره غوره توپ اچوونه ترسره کړ، ورسره محمد زاهد او ځوان شاهد افرېدي دو دوه ویکټي واخيستې او د اسټراليا ټول لوبغاړي يې په ۱۲۰ منډو کي وسوځول.

۴ـ په ۲۰۰۱ز کال کې هندوستان د سريلانکا په وړاندې، کوکاکولا کپ

په ۲۰۰۱ز کال کي د درې اړخيزه سيريز په لړ کې سريلانکا، هندوستان او نيوزلينډ د بريا په تمه په ټورنمينټ کې لوبيېترسره کولې.
د ۸ لوبو په سېريز کې سريلانکا او هندوستان د يو بل په وړاندې لوبېدل، توپوهنه هندوستان ترسره کوله.
د توپوهني پيل ناهيلی کوونکی وو، ويرندر سيواګ او لوبډلمشر سورب ګنګولې دواړه اوپنران په صفرمنډو وسوځېدل.
راهول ډرايويډ په خپلو ۴۷ منډو سره هندوستانۍ لوبډله بيرته عادي حالت ته راوګرځول، خو وروسته د پياوړي توپوهونکي يوراج سينګ له لوري په ۱۱۰ توپونو سره ۹۸ منډې ددې لامل شوې چې هندوستان په ۵۰ اوورونو کې ۲۲۷ منډې هدف وټاکي.
هندوستانيو توپ اچوونکو هم خپل وړتيا وښودله او لوبه يې په ۴۶منډو د هندوستان په نوم کړه په داسې حال کې چې سريلانکا يوازې ۱۸۱ منډې وکړې.

۵ـ په ۲۰۰۳ز کال کې هندوستان د زيمبابوې پر وړاندې

په ۲۰۰۳ز کال کې زيمبابوې، هندوستان او اسټراليا په خپل منځ کې درې اړخيزه سريز درلود، په داسې حال کې چې هره لوبډله به څلورځله د يو بل پر وړاندي مخامخ کېدل.
د زيمبابوې لوبډلمشر هيټ سټريک د خپلې لوبډلې لپاره يو ښه پيل وکړ، ده وکولی شول چې دواړه هندوستاني اوپنران پراتيوپټېل او سنجی بنګار په صفر منډو وسوځوي.
انډي بليګناوت وکولی شول چې سورب ګنګولې په يوه منډه وسوځوي، دلته هند ۴ منډې درلودې او ۳ لوبغاړي يې له لاسه ورکړي ول.
خو لکشمن په دې ورځ د خپل ژوند غوره لوبه وکړه او په ۱۳۸توپونو يې ۱۳۱ منډې ترسره کړې، ډراويډ او روهان ګواسکر بيا هر یوه نيمه سليزه ووهله، ددوی دې ښه کارګردګۍ په ۵۰ اوورونو کې زيمبابوې ته ۲۸۰ منډي هدف ورکړ.
د زيمبابوې لوبډلې څخه سټوارټ کارليسل او سين ايړوين سليزې ترسره کړې خو ويې نشوای کولی، څو خپله لوبډله بريا ته ورسوې، هندوستان هغه لوبه په دريو منډو له زيمبابوې څخه وګټله.

۶ـ په ۲۰۰۶ز کال کې سويلي افريقا د هندوستان پر وړاندې

په ۲۰۰۶ز کال کې د سويلي افريقا له لورې ډېره په زړه پورې لوبې ترسره شولې، ويې کولای شول چې هندوستان څخه پرلپسې څلور لوبې وګټي.
وروسته له هغې چي هندوستان خپلې نورې لوبې د سويلي افريقا په وړاندې بايللي وې، دا ځل يې د دواړو اوپنرانو ګريم سميت او لوټس بوسمن په سوځولو سره غوره چانس درلود ترڅو لوبه په خپل واک کي واخلي.
خو د هرسچل ګيبز په ۹۳ منډو سره سويلي افريقا ۲۴۳ منډو ته ورسېدل او دا د هندوستان په وړاندې يو غوره هدف وو.
د سويلي افريقا د غوره توپ اچوونې پايله وه چې هندوستانۍ لوبډله ټول په ۱۶۳ منډو کې وسوځېدل او لوبه سويلي افريقا وګټله.

۷ـ په ۲۰۰۷ز کال کې انګليستان د هندوستان پر وړاندې

د انګليستان اوهندوستان ترمنځ د ۷ لوبو سېريز په ۲۰۰۷ز کال کې په دې خاطر په زړه پوري وو چې هرې لوبډلې درې درې لوبې ګټلي وې، چې وروستۍ لوبه يې د سپټمبر په اتمه په لارډز لوبغالي کې وه.
وروسته ترهغې چي هندوستاني لوبډلمشر ډراويډ د لوبې پچه وګټله، نو د توپوهني پرېکړه يې وکړه او دا هيله يې وه چې لوبه وګټي، نو هدف يې ۱۸۷ وټاکی.
ارپي سينګ د انګليستان دوه اوپنران مات پريور او لوک رايټ په صفر منډو وسوځول، دلته د هندوستان بدبخته هيلې راژوندۍ شولې، خو د کولينګ ووډ او کيوين پيټرسن د ۱۱۴ منډو غوري ملګرتيا وکولای شول چې انګليستان د ۳۶ اوور په ۲ توپ ياد هدف ته ځان ورسوي.

۸ـ په ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام کې سريلانکا د افغانستان په وړاندي

افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د هندوستان سره په روان کال کې دټيسټ لوبو په ترسره کولو سره په نړيوال کرکټ کې لوی ګامونه واخلي.
په همدې ډول افغانستان د ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام ته هم لار پيدا کړل په داسې حال کې چې په ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام کې يې هم سکاټلينډ ته ماتې ورکړې وه.
افغانستان وکولای شول چې د ټولو لوبغاړو په سوځولو سره ۲۳۲ منډې ترسره کړي.
د سريلانکا دواړه اوپنران په صفر کې وسوځېدل، نېږدې وو چي افغانستان سريلانکا ته ماته ورکړې وای، خو مهيلاجوردني په خپلې سليزې سره وکولای شول ترڅو سريلانکا وژغوري او افغانستان ته ماته ورکړي.

۹ـ په ۲۰۱۵ز کال کې زيمبابوې د افغانستان پر وړاندې

افغانستان او زيمبابوې په ۲۰۱۵ز کال کي په خپل منځ کې په شارجه نړیوال لوبغالي کې د پنځو لوبو سېريز درلود.
افغانستان ښه پيل وکړ د زيمبابوې دواړه اوپنر لوبغاړي پيټر مور او جسټيس چيبابا دواړه په صفر منډو وسوځېدل، خو يو کمزوری هدف يې د ۱۷۵ منډو په ترسره کولو افغانستان ته وټاکه.
دا لوړ هدف نه وو خو د افغاني لوبغاړو سرپه سر سوځېدل ددې لامل شول چي ټوله لوبډله په ۵۸ منډو کې راټوله شي.
زيمبابوې په ۱۱۷ منډو افغانستان ته ماته ورکړه په داسې حال کې چې لوک جانګوې په هماغه لوبه کي ۵ لوبغاړي وسوځول او يوازې يې ۶ منډې ورکړې.

۱۰ـ په ۲۰۱۸ز کال کي نيوزلينډ د انګلينډ په وړاندي څلورمه يوورځنۍ لوبه

دنيوزلينډ او انګلينډ د ۵ لوبو د لړۍ په څلورمه لوبه کي ټايلر وکولای شول ترڅو تور خوليان د ۳۳۶ منډو هدف ته د رسيدو لپاره بريالي کړي.
کله چې جوني بايرسټيو او لوبډلمشر جوی روټ سليزه ترسره کړه، انګلينډۍ لوبډلې ۳۳۵ منډي ترسره کړلې، او په داسې حال کې چې د نيوزلينډ لوبډلې دواړه اوپنران مارټين ګوپټيل او کولين مونرو په صفر کي وسوځېدل، نور نو نيوزلينډ د سريز د ګټلو څخه لاس مینځلی وو.
خو ۳۴ کلن ټايلر بيا بېل پوزیشن او قوي مرال درلود.
ده په خپله تخنيکي او غوره توپوهني سره په ۱۴۷توپونو ۱۸۱ منډي ترسره کړلې.
نيوزلينډ لوبه په پنځو ویکټو سره وګټله او خپل تګ يې په سريز کې ژوندی وساتی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورتي برخه کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي مدثر د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.