روغه سټه کورنی ژوند

هغه کورنۍ مشورې چې افغان ښځې له رواني ناروغیو ژغوري

لیکنه: الما افغان

دا یوه معلومه خبره ده چې موږ په ټولنه کې ډیری روان ځورونکي ناروغې میرمنې لرو، حال دا چې هیڅ یوه میرمنه نه غواړې، هغه دې د داسې ستونزې ښکار اوسې.

زه يې درته اسانې لارې درښیم چې له امله يې کولی شئ ځان له رواني ناروغیو وژغورئ. په تیره هغو ښځو ته چې تر ډیره کور کې وي او ډیر بهر نه ووځي:

۱- لوښې مینځل
که پام مو کړی وې په لوښو کې د یو ځل ډوډۍ خوړلو وروسته بیلابیل توکې خیرنیږې، ځینې يې لږې خیرن شي، ځینې يې ډیر. همدا شان په سختې او یا هم په اسانې د لوښو صفا کیدل تاسو په مثبت سوچ کې ښکیل کوې چې له وجې يې هڅه کوئ پاک يې پریمنځئ.
همدا چې لوښې مو سم پاک شي، ستاسو زړه تسکین کوي، دا کړنه مو د زړه د خوښۍ سبب ګرځي او نه پریږدي چې تاسو په منفي مسایلو فکر وکړۍ.

۲- لامبا
لکه څنګه چې موږ ټول پوهیږو پاکوالی د ایمان یوه برخه ده، نو د رواني ناروغۍ یوه ښه درمله هم ده.
که به مو فکر شوی وي؟ انسان چې لږ خیرن شي ډیر ناراحته کیږي، زړه يې نه غواړي چې له نورو وګړو سره ډیره ناسته ولاړه وکړي، نو که میرمنې هم د ځان سلیقې ته پام ونکړي، کیدای شي د خاوند له پامه يې هم وغورځیږي.
خو؛ دا خبره ډیره مهمه ده: که شاور په سړو اوبو واخلئ، لا به ښه وي ځکه؛ دلته ستاسو ماغزه یو ډول ارامیږي او زاړه او بيکاره سوچونه مو شاته ولویږي.

۳- سینګار
منظم سینګار او د خپلې خوښې جامې د میرمنې د خوښۍ عمده برخه جوړوي ځکه؛ دا د میرمنې زینت څو چنده کوي او کله چې میرمنه ښایسته ښکاره شې، نو زړه يې هسې خوښ وي، فکر يې مثبت اړخونو ته وي او له خفه کوونکو موضوعاتو يې مخ اوړي.

۴- راز مو شنو بوټو یا روانو اوبو ته ووايئ
دا خبره د میرمنو ترمنځ ډیره عامه ده چې وايي میرمنې راز نشې ساتلی، که څه هم ټولې میرمنې دا ډول ندي، خو بیا هم هرې خبرې ته زړه کې ځای ورکول په زړه غوټه جوړوي، نو ددې لپاره چې راز مو څرګند نشې او تاسو د چا د تاثیر لاندي رانشئ، هڅه وکړئ داسې ځای د راز شریکولو لپاره وټاکئ چې هلته یوازې بوټي او روانې اوبه وي. پوهیږئ دا کړنه مو څه ګټې لري؟
لومړی دا چې راز مو بیرته نه ښکاره کیږي، دوهمه دا چې، زړه مو سپک کیږي او تر ټولو مهمه خبره دا چې تاسې د رواني فشار څخه ژغورل کیږۍ.

۵- د خپل وس اړوند هیلې لرل
که ستاسو توانايي لږه او هیلې مو ورته څو چنده سترې وي، دا حالات مو ډیر ځوروي. هڅه وکړئ داسې هیلې وساتئ چې تاسو يې د پوره کیدو توان لرۍ او یا هم ستاسو مقابل لوری يې درته پوره کولی شي، که نه نو تاسو به ډیر وځوریږۍ او دا وضیعت به مو د رواني ناروغۍ باعث شي.

۶- د خوښۍ رازونه مو پیدا کړئ
هیڅوک بل شخص نشي خوشحاله کولی، خو که تاسو خپله د خوښۍ رازونه پیدا او کار ورته وکړئ، نو پوره باوري شئ چې تاسې بریالي یاست او رواني ناروغۍ مو وروسته پاتې کړې.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده