سپورټ

هغه چې پاکستان پرې نازیده؛ د کریس ګیل په شمول د ویسټنډیز مهمو لوبغاړو پاکستان ته له ورتګ انکار وکړ

لیکنه: ابوبکر علیزی

د ویسټ انډیز یو شمیر لوبغاړو د پاکستان کرکټ لوبډلې سره د سیالۍ لپاره له ورتګه انکار کړی او ویلي دی چې، د پاکستان امنیت د دې تقاضا نه کوي چې دوی دې د سیالیو لپاره ور شي.

دا په داسي مهال ده ویسټ انډیز کرکټ بورډ د پاکستان کرکټ لوبډلې سره د سیالیو لپاره ۱۳ کسیز سکواډ اعلان کړی چې پکې د ویسټ انډیز د ډېرو مهم لوبغاړو نومونه نه تر سترګو کیږي.

د ویسټ انډیز د یو ورځینو سیالیو لوبډلمشر جسن هولډر، ګریس ګیل، پولارډ، لینډل سمنز، ډیوین سمت، سونیل نارین، انډریو رسل، او د شل اوریزو لوبو با قاعده کیپتان بریټ وایټ په دغه سیالیو کې نه لوبیږي.

ټاکل شوې د پاکستان او ویسټ انډیز د کرکټ لوبډلو تر منځ د دري شل اوریزو لوبو سریز د اپریل میاشتي په لومړۍ، دویمه او دریېمه نیټه تر سره شي.

تر دې وړاندې اټکل شوې وه چې وروستۍ لوبه به د اپریل په څلورمه تر سره شي چې وروسته بیا د لوبو په مهال ویش کې تغیر راغی او دغه سیالۍ یوه ورځ مخکې شوه، چې لامل یې د پيپلزپارټۍ د بنسټ ایښودونکي کلیزه په ګوته شوې وه.

ویسټ انډیز کرکټ بورډ د دغه سیالیو لپاره د ۱۳ کسانو نوملړ اعلان کړ، خو د شل اوریزو لوبډلمشر کارلوس بریت وایټ پاکستان ته له تګ څخه انکار کړی.

په دغه نوملړ کې نوی جیسن محمد د دغه سریز لپاره د ویسټ کیټان ټاکل شوی، سموئل بدري، ریاد ایمرت، انډری فلیچر، انډری میک کارټهی، کمیوپال، ویرا سیمي پرمال، رومین پاول، دنیش رامدین، مارلن سیموئلز، اوډین اسمت، چیډیک والټن او کیسرک ولیمز شامل دي.

ویسټ انډيز کرکټ بورډ د لوبډلې سربېره د لوبډلې سره منجمنټ هم اعلان کړی، چې پکې اسټيورټ لاء د مشر روزونکي، الفونسوتهامس او ریان میرون د مرستیال روزونکي، ویرنن ولیمز د فزیوټراپسټ او ډیکسټراګسټس د ویډیو انالیست په حیث شامل دي.

د ویسټ انډيز کرکټ بورډ خوښي ښودلي چې یې لوبغاړو او نور کارکوونکو د پاکستان لپاره تګ ته زړه ښه کړی.

خو ویلي دي چې دغه سریز د ویسټ انډیز د نویو لوبغاړو لپاره یوه ښه موقع ده تر څو راتلوونکي لپاره د ملي ټیم دایمي غړي شي.

باید یاده شي چې د ویسټ انډیز لخوا په اعلان شي لیست کې داسي کسان هم شامل دي چې تر اوسه یې په نړیوال شل اوریز کرکټ کې لوبې نه دي تر سره کړي.

د ویسټ انډیز د لوبډلې د شل اوریزو لوبو دائمي لوبډلمشر پاکستان د امنیتي مشکلاتو له امله د نه ورتګ لپاره بخښنه غوښتې. چې په نشتون سره یې جسن محمد د پاکستان د دورې لپاره لوبډلمشر ټاکل شوی.

پاکستاني رسنۍ وایي، د ویسټ کرکټ بورډ اجرائیه رئیس وایي چې پاکستان د نړیوال کرکټ لپاره اوس برابر هیواد دی، خو پوښتنه داده چې ولي یې ځینو مشهور لوبغاړو پاکستان ته له ورتګ ډډه کړې ده.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی