سپورټ

هغه ځانګړنه چې یوازې یې اې بي ډیویلرز لري

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

په نړۍ کي کرکټران ډېر زيات دي او اکثريت يې ډېره ښه او د پام وړ لوبه کوي، خو داسې کرکټران بيا ډېر کم دي چې د خپل هيواد څخه بهر هم سرسخت مينوال لري او د لوبې هره شېبه يې خلکو ته په زړه پوري وي. ددغو غوره کرکټرانو له جملې څخه يو هم د سويلي افريقا پياوړی او جذاب توپوهونکی اې بي ډيويلرز دی.

اې بي ډيويلرز د کرکټ په دنيا کې د بې رحمه او ظالمو توپوهونکو څخه شمېرل کيږي او هغه لوبغاړی دی چې د لوبغالي په هرنقطه او زاويه کې توپوهنه ترسره کولای شي، نو ځکه ورته کرکټ پوهانو د ۳۶۰ درجې توپوهنکي لقب ورکړی دی.

تېرکال ټيسټ کرکټ د اې بي ډيويلرز لپاره ډېرښه نه و، توپوهنه يې بې مزې وه، په لوبه کې ورته د اوښتو زخمونو له کبله له لوبې هم ليري پاته شوی وو، پداسې حال کې چې ځيني مينوالو ته به دده په اړه ډول ډول پوښتني په ذهن کې ګرځېدلې.
خو د سږ کال پيل يې د بريا سره وو،لا يې هم مينوال په ډېرېدو دي او د اسټراليا پر وړاندي په دويمه ټيسټ لوبه کې د سليزې ترسره کولو سره د ډېريو کرکټ خوښوونکو پوښتنې بيرته ځواب شوې.

د استرالیا پر وړاندې د اې بې ډیویلرز توپوهنه؛

ډيويلرز په ټيسټ لوبو کې ۲۲ سليزې ترسره کړيدي او د ۳۴ کلونو په عمر دی.

راشئ د اې بي په هغو لوبو ځان خبر کړو چې نه هېرېدونکي دي او په دې وپوهېږو چې اې بي ته ولې ۳۶۰ درجې لوبغاړی وايي:

۱ـ په ۲۰۰۵ز کال کې د ويسټ انډيز پر وړاندې ۱۷۸ منډې
په ۲۰۰۵ز کال کې د سويلي افريقا لوبډلې د ويسټ انډيز په لور حرکت وکړ او ددوی سره ځوان لوبغاړی اې بي ډيويلرز هم ورسره وو.
دغه ځوان لوبغاړی په خورا ګرمو احساساتو لوبغالي ته راکښته شو، غوره توپ وهنه يې پيل کړه، د لوبغالي هرې نقطې ته يې توپ واستوه او د خپلې لوبډلې لپاره يې ۱۷۸ منډې ترسره کړلې.
اې بي ډيويلرز د ډېر وخت لپاره د ګرايم سميت سره په ملګرتيا په کريس ودرېدی او دخپلي سليزي دترسره کولو وروسته ډېر خوشحاله مالومېده.
په دې لوبه کې اې بي د يوه غوره کرکټر په حيث لوبه ترسره کړه، په خپلو ۱۷۸منډو کې يې ۱۵ څلوريزې او يوه شپږيزه ترسره کړه او دده د منډوپه مرسته سويلي افريقا وکولای شول چې د ويسټ انډيز څخه لوبه وګټي.

۲ـ په ۲۰۰۸ز کال کې ۲۱۷ منډې د هندوستان په وړاندې
هره لوبډله په خپل کور کې تربل هر وخت نامي وي، هندوستانۍ لوبډله بيا په خپل کورکې ترډېره حده بريالي او نه ماتېدونکې وي، داسې ډېر کم وختونه راځي چې د نورو هيوادونو لوبغاړي دي په هندوستان کې د ځايي لوبډلې په وړاندې ښه وځلېږي په داسې حال کې چې لوبډلمشر هم ډهوني وي.
په ۲۰۰۸ز کال کې سويلي افريقا د هندوستان سره په احمد اباد کې ټيسټ لوبه درلوده، اې بي ډيويلرز بې له دې چې وډار شي يا هم تر پريشر لاندې راشي، د لوبغالي په هر لوري يې داسې توپوهنه ترسره کړه چې د کرکټ ډېر مينوال يې په خپل لوري ورمات کړل او هندي فلډران يې د توپ په نيولو پسې ستړي کړل.
اې بي د غوره توپوهني وروسته دوی پرلپسې سليزې ترسره کړلې او ۲۱۷ ناسوځېدلي منډي يې جوړې کړلې.
دا د هندوانو لپاره نه هېرېدونکې او د اې بي لپاره يادګاري ورځ وه.
سويلي افريقا دغه لوبه وګټل، او اې بي ډيويلرز د خپلې غوره توپوهني له کبله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

۳ـ په ۲۰۱۲ز کال کې د اسټراليا په وړاندې ۱۶۹ منډې
دا به مو او اورېدلي وي که چيرې هر کرکټر د اسټراليا يا هم انګليستان په وړاندې غوره لوبه ونکړه او ښه ونه ځلېد، نو هغه ښه کرکټر نه دی! اې بي ډيويلرز دغه اخطار ومانه او د انګليستان د غوره توپوهونکو په وړاندې يې په حوصله او په زړه پورې توپوهنه ترسره کړل او د پیرت لوبغالي پر بونس ويشتنځای يې ۱۶۹ منډې ترسره کړلې.
سويلي افريقا دغه لوبه د ۳۰۹ منډو په توپير وګټله.


دغه لوبه تر اوسه پورې د سويلي افريقا کرکټ لوبډلې د مينوالو په يادونو کې تازه پاتې ده.

۴ـ په ۲۰۱۰ز کال کې د پاکستان په وړاندې ۲۷۸ ناسوځېدلې منډې
۲۷۸منډې تردې مهاله د اې بي ډيويلرز ترټولو ډيرې منډې دي.
که څه هم لوبه مخکي لا د پاکستان وه، خو د اې بي توپوهنه د ليدلو وړ وه.
ده په دې لوبه کې ۶ شپږيزې او ۲۳ څلوريزې ترسره کړلې، خپلې منډې يې تر ۲۷۸ پورې ورسولې، خو هيڅ يو توپ اچوونکی پدې ونه توانېد چې دده مخه ډب کړي او ویکټه يې واخلي.
پاکستان د ښې لوبې له امله لوبه په خپل نوم کړې وه، خو دا یې ونشوای کولی چې اې بي ډيويلرز د لوبې د غوره لوبغاړي له جايزې څخه راوګرځوي.

۵ـ د اسټراليا په وړاندې ۱۰۶ ناسوځېدلې منډې.
د اسټراليا پيرت لوبغالی د اې بي لپاره اکثريت وخت بختور تمام شوی دی، په ۲۰۱۲ز کال کې هم اې بي پکښې ۱۶۹ منډې ترسره کړلې چي سويلي افريقا هماغه لوبه په لوی توپير له انګليستان څخه وګټله، دا ځل هم په همدې پيرت لوبغالي کې اې بي غوره توپوهنه ترسره کړل او د اسټراليا په وړاندې يې ۱۰۶ ناسوځېدلې منډې وکړلې.
اسټراليا سويلي افريقا ته د ۴۱۴ منډو هدف ټاکلی وو، چې ياد هدف ته سويلي افريقا ځان ډېر ژر او په زړورتيا سره ورساوه.
اې بي ډيويلرز ته يو ځل بيا ددغې لوبې دغوره لوبغاړي جايزه ورکول شوه.

۶ـ په ۲۰۱۸ز کال کې د اسټراليا په وړاندې ۱۲۶ ناسوځېدلې منډې
له څو کلونو راپه دې خوا په ټيسټ لوبو کې د ۳۶۰ درجو د لوبغاړي بخت خراب وو.
په تيرو ۳ کلونو کې اې بي هيڅ سليزه نه درلوده.


وروسته تر ۱۳ ټيسټ لوبو يو ځل بيا ډيويلرز خپله وړتيا ثابته کړه او په دې لوبه کې يې د بونډريو پيل د ميچل سټارک څخه وکړ.
اې بي په ۱۱۷ توپونو د خپلې دوويشتمې سليزې په وياړ هغه مهال بېډ پورته کړ، چې دسويلي افريقا ټولې منډې ۳۱۶ وې او ۸ لوبغاړي يې سوځېدلي ول.
د کرکټ ماسټر په دې لوبه کې ۱۲۶ ناسوځېدلې منډې ترسره کړلې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورتي برخه کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي مدثر د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.