خواړه روغه سټه

هغه ورځني عادتونه چې ستاسو غاښونو ته زیان رسوي

 
ډاکټر ډیشا تاهیلراماني باترا، د غاښونو ډاکتره
ژباړه : شمیم اتل

د غاښونو په ارزښت خلک هغه مهال ښه پوهیږي چې یا غاښ په درد شي او یا یې د غاښ ایستلو له کبله د خولې یوه لویه برخه خالي شي. غاښونه نه یوازې د خولې پر روغتیا او ډول اغیز لري بلکې زموږ د ټولې روغتیا لپاره مهم دي. ځینې ورځني عادتونه شته چې په بدلولو یې د خپلو غاښونو ساتنه په ښه توګه کولی شئ.

1- په غاښونو کې تیره لرګي یا نور کارول

د غاښونو لپاره تر ټولو زیان رسونکی عادت دادی خلک له خپلې خولې او غاښونو څخه د خوړو د پاتې شونو او بڅرکو د پاکولو لپاره په خپلو غاښونو کې تیره لرګي او یا نورو وسایل کاروي.

موږ اوس دا د یو ټولنیز عادت په توګه منلې ده . خو نه یوازې دا چې په غاښونو کې د تیره شیانو په وهلو سړی بد ښکاري بلکې غاښونو ته ډیر زیانونه اړوي. موږ ته بې شمیره داسې قضیې راځي چې په هغې کې د همدې عادت له کبله خلکو خپلې ورۍ ټپي کړي. د وریو او غاښونو د میکروبي کیدو سبب شوي دي. او د غاښونو په ایستلو تمام شوي دي.

که چیرې ستاسو غاښونو کې سوري او کندې وي ډاکتر ته ورشئ چې ډک یې کړي خو تیره لرګي او نور تیره وسایل په غاښونو کې مه وهئ.

له خپلې خولې څخه د خوړو د پاتې شونو او بڅرکو د پاکولو لپاره د غاښونو د بورس کولو او خولې وینځلو په شمول نورې ښې لارې ولټوئ.

2- د سخت بورس کارول

اوریدلې به مو وي چې خلک وايي، په سخت بورس خپل غاښونه بورس کړئ. خو دا سمه نه ده. هر څومره زر چې کولی شئ خپل د غاښونو بورس په نرم بورس بدل کړئ. ځکه که غواړئ چې غاښونه مو بې پوټکي نه شي او ستونزې یې زیاتې نه شي نو د سخت بورس کارول پریږدئ.

ما ډیرې داسې قضیې لیدلې چې د ښې لاسو خلکو د چپ اړخ غاښونه د پرلپسې سخت بورس کارولو له امله بې پوښه شوي، زیانمن شوي او حساس شوي دي.

څومره چې د غاښونو بورس نرم او پوست وي هومره د غاښونو تر منځ فاصلې هم ښې پاکولی شي.

ورۍ هم د سخت بورس په کارولو زیانمنیږي. نو ښه دا ده چې خپله خوله او غاښونه د پاکولو په نوم د سخت بورس په کارولو له داسې پرلپسې بریدونو وساتئ.

3- په سختۍ او فشار د غاښونو بورس کول

که چیرې نرم بورس هم کاروئ، نو په ډیر زور او فشار غاښونه مه بورس کوئ. که چیرې نرم بورس ته هم ډیر زور او فشار ورکړئ په غاښونو او ورویو کې د وړو وړو ټپونو او ماتیدنې سبب کیږي.

پر غاښونو او خوله کې بورس په ورو او نرمه داسې ووهئ لکه څوک چې هنداره پاکوي. پر زور د غاښونو بورس کولو عادت سمدستي پریږدئ.

4- د شپې د خوا د غاښونو نه بورس کول

د غاښونو ډاکتر ته د ورتګ څخه او غاښونو د دردونو څخه د خلاصون لپاره یو ښه څه چې موږ کولی شو هغه دادي چې د شپې له خوا غاښونه بورس او پاک کړو.

که چیرې تاسو ډاډمنه کړۍ چې په هر ۱۲ ساعتونو کې یو ځل خپل غاښونه پاک کړئ، نو له دې سره ستاسو په غاښونو او وریو کې ویجاړونکي بکټریاوې او تیزابي مواد چې د غاښونو او وریو د بیلابیلو تکلیفونو سبب کیږي ځاله نه شي موندلی .

5- د غاښ درد له پامه مه غورځوئ

موږ ډیر کله د غاښونو د درد د لومړنۍ نښې په لیدو هغه له پامه غورځوو او په دې هیله چې خپله به ښه شي همداسې یې پریږدو او یا د درد دوا خورو. خو د غاښونو درد له پامه غورځول په غاښ کې شته ستونزه نه هواروي او د درد د دوا په خوړولو ستونزه نوره هم زیاتیږي چې بالاخره د غاښونو په ایستلو او له منځه تلو تمامیږي او یا د وریو نورې جدي ستونزې رامنځ ته کوي.

نو ښه ده چې د غاښ د درد د لومړنۍ نښې په احساس د غاښونو ډاکتر ته ورشئ. او اساسي چاره یې وسنجوئ.

 

6- د خپلو غاښونو ډاکټري مه کوئ

موږ ډیر کله خپله د خپلو غاښونو د درملنې هڅه کوو. کیدای شي د غاښونو د پاکولو او ځینو وړو ستونزو په مخنیوي کې خپله هڅه وکړئ. خو ځینې خلک په غاښونو او وریو کې د ستونزو پر مهال خپله درملنه پیلوي.

په غاښونو کې له (نسوارو او د سیګرټو له فیلترونو رانیولې) د اسپرین تابلیتو پورې ږدي. یا په دردمن ځای کې تیره شیان وهي په دې هیله چې ګوند درد ارام او غاښونه ښه شي.

خو په دې چارو تاسو خپل غاښونه او خپل درد نور هم زیاتوئ. په ځانګړې توګه د ایسپرین په څیر د درد تابلیت په غاښونو کې اېښودل دردمن ځای نور هم زیانمنوي او د سوزیدو سبب کیږي.

موږ د غاښونو د ډاکترانو په توګه په خپلو غاښونو کې د درد پر مهال د ناروغ له خوا د ځینو وړو کارونو د ترسره کولو سپارښتنه کوو، لکه خوله وینځل او یا داسې څه کارول چې درد کم کړي خو د د درد په ځای کې د اسپرین یا نورو درد وژنکو تابلیتو، الکولو، عطرو او داسې نورو درملو اېښودلو څخه په کلکه ډه ډه وکړئ دا نه یوازې درد نه کموي بلکې دردمن ځای نور هم زیانمنوي او د میکروبي کیدو، تیزابي کیدو او نورو جدي ستونزو سبب کیږي.

ځینې خلک په غاښونو کې د لونګو دانې د درد د ارامولو لپاره ږدي، خپله د لونګو دانې د درد ارمولو لپاره ډیرې موثرې نه دي خو د لونګ تیل که د یو مالوچ په وسیله په دردمن ځای ووهئ مرسته کولی شي او زیان هم نه رسوي.

7- خوځیدونکې غاښونه مه باسئ

هڅه مه کوئ چې له خپلې خولې څخه هغه غاښونه چې خوځیږي په فشار وباسۍ او یا په غاښونو کې له نورې داسې لاس وهنې ډه ډه وکړئ چې د وریوو او غاښونو د وینې کیدو سبب کیږي.

د غاښونو د ټپي کیدو پر مهال کنګل شوی یخ د ټپ د کنګلیدو او وینې په دریدو کې مرسته کوي. همدارنګه په یخو اوبو د خولې وینځل هم ګټه کوي.

راځئ د ځینو وړو وړو عادوتونو په بدلولو د خپلو غاښونو ښه ساتنه وکړو.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */