بریا او پرمختګ روغه سټه له نړۍ

هغه هیوادونه اعلان شول چې په نړۍ کې د ژوند لپاره ښه ځایونه نومول شوي

لیکنه: ياران

لیکنه: فیاض عزیزي

د ملګرو ملتونو د بشري پرمتخګ په تازه راپور کې د هغو يوولسو هېوادونو نومونه راغلي، چې خلک يې اوږد او د روغتيا له پلوه ډاډمن ژوند کوي.
يا په بله وينا هغه هېوادونه، چې د ټولې نړۍ په کچه د ښه ژوند لپاره تر ټولو ښه ځايونه نومول شوي دي.
د ملګرو ملتونو دغه ريپوټ د نږدې 200 هېوادونو څخه د ارزونې پايله ده، چې بېلابېلې برخې په نظر کې نيول شوې وې، لکه: د وګړو ژوند، تعليم، د جنسيت مساوات، او د خلکو کلنى عايد.
۱- ناروې
دغه هېواد د ديارلسم ځل لپاره په پرله پسې ډول د نړۍ ښه او ډاډمن ځاى نومول کېږي. په اوسط ډول وګړي يې تر 82 کلونو ژوند کوي.
۲- استراليا
دويم هېواد استراليا دى، چېرته چې زده کوونکي تر شلو کالو پورې مکتبونو ته ځي.
۳- سويزرلنډ
درېيم هېواد په دغه راپور کې سويزرلنډ دى. دغه هېواد بيا د روغتيا له پلوهَ سيال نه لري.
۴- المان
څلورم ښه ځاى المان دى. د 2014 ميلادي کال د يو ريپوټ په اساس ټول پوهنتونونه یې د کورني او بهرني زده کوونکو لپاره وړيا ده. 96 سلنه خلک يې په تعليم سمبال دي.
۵- دينمارک
پينځم ډاډمنه سيمه ډينمارک دى.
۶- سيګاپور
په اوسط ډول خلک يې تر 83 کالو پورې عمر لري.
۷- هالنډ
اووم ډاډمن او ښه ځاى هالنډ دى.
۸- ايرلنډ
اتم ښه ځاى ايرلنډ دى. دلته نو جنايي جرمونه د ټولې نړۍ په کچه کم دي. په هرو 1000 کسانو کې يوازې يو تن مجرم وي.
۹- ايلنډ
نهم هېواد ايلنډ دى. خلک يې تر 82،7 کاله ژوند کوي.
۱۰- کاناډا
دغه هېواد له امريکې سره په يو درجه کې ولاړ دى، خو دا بيا د تعليم په برخې کې تر امريکا يو قدم مخکې دى.
۱۱- امريکا
په دغه لست کې يوولسم او اخرنى هېواد امریکا دى. له مالي پلوه ډېر غښتلى هېواد دى. هر وګړى يې د کال 53,245 ډالره عايد لري.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران