ټولنیز ژوند رسنۍ ساینس او ټیکنالوژي

هغه نښې چې پر ټولنیزو شبکو د روږدي کېدو ښکارندویي کوي

لیکنه: ياران

لیکواله: الناز طرزمني
ژباړه: حمیدالله حمیدي

ټولنیزو شبکو نن سبا د انسانانو په ژوند کې د پام وړ بدلونونه او اسانتیاوې را منځ ته کړي دي او د میلیونونو کسان تر منځ د اړیکې د پل په څېر دنده تر سره کوي. خو له ګڼو ښېګڼو سره سره پر دغه شبکو د روږدي کېدو له کبله د ګڼ شمېر کسانو ژوند یو ډول پاشل شوی دی. د دې پر ځای چې ګټه ورته ورسوي، پر ناروغیو یې اخته کړي دي، ورځنۍ چارې یې غیر منظمې وي او اړین کارونه ورڅخه پاتې کړي وي.

که غواړئ پوه شئ، چې پر ټولنیزو شبکو روږدي شوي یاست که نه؟! دغه لیکنه تر پایه ولولئ.

که مو دا نښې ولیدې، نو ښه ده چې له ټولنیزو شبکو سره مو په چلند کې بدلون راولئ:

۱- سهار وختي له هرڅه مخکې ټولنیزو شبکو ته سر ورښکاره کوئ
نیږدې ټول هغه کسان چې په ټولنیزو شبکو روږدي شوي دي، ورځ یې په ټوېټر، تلګرام، انسټاګرام، فیسبوک او یا نورو ورته شبکو کې په بې ځایه ښکته او پورته کېدو پیلوي. ډېری له دې هم افراط کوي، ان د شپې کله کله له خواږه خوبه را پورته کېږي او یول ځل دې شبکو ته سر ور ښکاره کوي.

۲- په ساعتونو ځان غولوئ تر څو په دې شبکو کې پاتې شئ
پر ټولنیزو شبکو د روږدي کېدو یوه ستونزه دا ده چې ډېری کارونه مو در څخه پاتې کېږي او یا له ټاکلي وخت څخه ځنډېږي. دغه کسانو نور له ټولنیزو شبکو سره د خدای پامانۍ توان له لاسه ورکړی او په کلي ډول یې ور جذب کړي دي.

د پېشو ګانو د وېرېدو ویډیو ګانې، د ماشومانو زړه وړونکې خنداګانې او یا هم د یوه ملګري د تېر کال عکسونه ګورئ. درته مهمه نه ده چې څه دي، خو یو شی پیداکوئ، ګوری یې، ځان ته مو جلبوي او په پایله کې ورو ورو پر دغه شبکو ستاسو د روږدي کېدو کچه لوړېږي.

۳- مهمه نه ده چې چیرته یاست، خو یو ځل ارو مرو ټولنیزو شبکو ته سر ور ښکاره کوئ
له شک پرته لیدلي به مو وي، چې ملګري مو د ډوډۍ پر سر هم ځوړ سر په خپلو موبایلونو کې بوخت وي؛ کېدای شي تاسو هم دغه عادت ولری؟!

د رخصتۍ او یا هم کله کله د کار پرمهال یو ځل خپل موبایل ته سر ور ښکاره کول څه خبره نه ده، خو که د موټر چلولو، ډوډۍ خوړلو او یا هم د کاري ناستو پرمهال تاسو په خپل فیسبوک کې بوخت وئ، نو ارو مرر به در څخه ګډوډي کېږي.

۴- له هرڅه او هر کار څخه عکس اخلئ
تل په دې هڅه کې وي، چې باید د خپل انسټاګرام لپاره تر ټولو ښه عکس واخلئ. ان کله کله د دې احساس کوئ، چې تر فشار لاندې یاست او دغه څه د ژوند یوه برخه بولئ. دا پر ټولنیزو شبکو د اعتیاد تر ټولو لویه نښه ده. سلفي وي او که کوم بل د طبعیت عکس، خو تاسو باید تر ټولو ښه عکس واخلئ. کېدای شي دغه څه مو د ملګرو لپاره ازار بښونکي وي، خو تاسو دې مسلې ته چندان ارزښت نه ورکوئ، ټول فکر مو پر دې بوخت وي، چې څه ډول کولی شئ تر ټولو ښه عکس واخلئ.

۵- فکر کوئ د نوټیفیکیشن غږ اورئ
کله چې په ټولنیزو شبکو کې بوخت وی، د نوټیفیکیشن د غږ اورېدل یو څه خوندور وي. خو که په نا څاپي ډول دغه غږونه اورئ، نو ارو مرو له ستونزې سره مخ شوي یاست.

موږ ټولو ته کله کله داسې فکر پیدا شي، چې د ټلېفون لړزه حس کړو، ژر خپل جېب ته لاس وړو، په ځانګړې توګه کله چې د زنګ او یا هم پیغام په تمه یوو. خو که له دې حالت سره له دلیل پرته او په پر له پسې توګه مخ کېږئ، نو ارو مرو مو د ځان چاره وکړئ.

ډاکټر «مایکل راتبرګ» دې حالت ته د خیالي لړزې د سنډروم نوم ورکړی دی.

د امریکایي پوهنتونونو د څېړنو له مخې په هر لسو کسانو کې نهو دغه څه حس کړي دي.

۶- تر هرڅه ټولنیزو شبکو ته ارزښت ورکوئ
کله داسې شوي دي، چې په ډېره مینه د خپلې خوښې سریال لیدلو ته کېښنئ، خو یو ساعت وروسته مو په موبایل کې بوخت کېږئ، یو وخت ګورئ چې سریال پای ته رسېدلی دی؟!

هغه کسان چې نه شي کولی له موبایل پرته وخت تېر کړي، هغوی ته هېڅ بل د خوښې وړ کار ارزښت نه لري. که یې ولري هم په یو نه یو ډول ترې پاتې کېږي، په ټولنیزو شبکو کې بوختېږي داسې چې د بل کار د کولو وخت یې له لاسه ورکړی وي.

۷- ټول پام مو لایکونو ته دی
هغه کسان چې پر ټولنیزو شبکو روږدي وي، په مجازي نړۍ کې ورته لایکونه او ښه کمینټونه تر هر څه ډېر ارزښت لري. څومره یې چې د ملګرو لخوا د لایکونو شمېر ډیرېږي د اعتیاد کچه یې هم ور سره لوړېږي.

۸- له (WIFI) پرته درته ژوند سخت دی
په ژوند کې ډېرې پېښې راځي، خو د مجازي نړۍ د نسل لپار تر ټولو بده پېښه دا وي چې (WIFI) یې پرې شي. دوی ته له (WIFI) پرته ژوند سخت او ان کله کله ناممکن کېږي، هڅه کوي خپل شخصي انټرنېټ پیل کړي. تر څو خپله تنده خړوبه کړي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران