سپورټ

هغه نړیوال فوټبالارن چې تر ټولو زیات ژیړ کارتونه یې اخیستي

د لوبو په ډګر کې فوټبال هم هغه لوبه ده، چې د نړۍ په سطحه بې شمیره مینه وال لري.
که وایو چې د کرکټ په نسبت د نړۍ په سطحه د فوټبال مینه وال زیات دي، نو مبالغه ځکه نه ده، چې کرکټ یوازې د اسیا او اسټرالیا په براعظمونو کې زیات مینه وال لري او د دغه لویو وچو په هېوادونو کې خلک زیات کرکټ کوي لکه په هندوستان، پاکستان، افغانستان، سریلنکا، بنګله دیش، اسټرالیا، انګستان، جنوبي افریقا، نیوزیلینډ او ان تر امریکا پورې.
خو په نورو ټولو هېوادونو کې خلک زیات فوټبال خوښوي او هغه هېوادونه چې کرکټ پکې ډیر کیږي، هلته هم د فوټبال بې شمیره مینه وال دي.

هره لوبه ځانته اصول او قواعد لري، چې فوټبال هم هغه لوبه ده، چې لوبغاړو ته پکې پولې ټاکل شوې دي او د لوبې پرمهال د اصولو او قواعدو څخه د سرغړونې په صورت کې لوبغاړي مجازات کیږي.

د فوټبال په ډګر کې که د لوبې پرمهال لوبغاړي څخه غلطي کیږي، نو په ژیړ او سور کارت ننګول کیږي، که غلطي ډیره لویه نه وي، نو په ژیړ کارت او که بار بار تکرار شي یا هم قصدي کوم عمل ترسره کړي، نو لوبغاړي ته سور کارت ورکول کیږي او په لوبه کې د ګډون څخه بې برخې او د میدان څخه ویستل کیږي.

د فوټبال په ډګر کې یو شمیر هغه لوبغاړي، چې په لوبه کې د اصولو څخه د سرغړونې په صورت کې یې تر نورو زیات ژیړ کارتونه اخیستي دي، لمړي سر کې ګریت بیري دی، چې ۱۲۲ ژیړ کارتونه یې ترلاسه کړي دي.

د ټي اس ام نړیوالې ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، ګریت بیري هغه لوبغاړی دی، چې د مانچر سیټي او اسټون ویلا لوبډلو لپاره لوبیدلی دی، خو ژیړ کارتونه یې د ویسټ بروم کلب لوبډلې لپاره د لوبیدو پر مهال اخیستي دي.

د ګریت بیري څخه وروسته په دویم ځای کې ویین راني دی، چې ۱۰۱ ژیړ کارتونه یې د اصولو څخه د سرغړونې په صورت کې اخیستي دي.

ویین راني د مانچسټر یونایټیډ او (Everton) ایورتون کلبونو لپاره لوبیدلی دی او نوموړی کلونه د غوره لیګ سیالیو کې یو قیمتي لوبغاړی پاتې شوی دی، چې د ډیرو پیسو په بدل کې لوبیدلی دی.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی