ټولنیز ژوند خواړه روغه سټه

هغه ۳ ناوړه عادتونه چې د مور او ماشوم د مړینې سبب کیږي

لیکنه: الما افغان

په افغان ټولنه کې لا هم ځینې میندې د امیندوارۍ پرمهال ځینې ناسم او غیر ضروري توکې خوري چې دا کړنه يې کیدای شې د ماشوم او هم د ځان د مړینې سبب شي.

ددې تر څنګ ممکن په راتلونکي کې نورې بې شمیره روغتیايي ستونزو سره مخ کیدای شي.

دلته دا مهم ټکي درسره شریکوو:

۱. سکاره او د سر ویښتان خوړل
صدیقه د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اوسیدونکې ده نوموړې وايي:

«زه ۷ اولادونه لرم او څلور نور مې له پیدایښت مخکې مړه شوي، چې کله به امیندواره شوم، نو په نغري د پخلې وروسته به مې په سکارو اوبه واچولې او خوړل به مې، ددې تر څنګ کله چې به په سوچ کې وم، نو د چوټۍ شوي ویښتانو څوکه به مې خوله کې نیوله کله چې به مې پام شو ډیر د سر ویښتان به مې خوړلي ول، دې کار به ماته خاصه مزه راکوله. اوس راته رقم په رقم تکلیفونه پیدا شوي هیڅ ښه احساس نلرم.»

۲. سره خاوره (ګِل سر شوی) خوړل
بختمینه د سره رود ولسوالۍ اوسیدونکې ده، هغې هم د امیندوارۍ پرمهال غیر ضرورې توکې خوړلي. هغه وايې:

«زه پینځه ماشومان لرم، کله چې به امیندواره شوم او حویلۍ به مې مخکې د جارو کولو لنده کړه ډیر به مې ورته زړه کیده چې دا ټوله خاوره وخورم، خو ما به بیا له ښاره د سر مینځلو سره خاوره په بیه اخیسته او خوړله به مې، دې چارې زه اوس دایمي معتاده کړې یم چې وه يې نه خورم ساعت راباندې نه تیریږي. همدۍ بد عادت راته په پښتورګو کې تیږي پیدا کړي او رګ مې ورځ تر بلې د خرابیدو په حال کې دی.»

۳. د چای شمع خوړل
عزیزه د پينځه مړو شوو او اته ژوندیو اولادونو مور ده. هغه هم په دې بد عمل اخته ده. نوموړې راته وویل:

«زه د اول ماشوم نه تر اخیره په بیلابیلو شیانو خوړلو اخته وم، لکه دیوال به مې په ژبه څټل، خاوره مې خوړله او کله به چې د چاینکې په اخیر کې شمع پاتې شوه هغه به مې هم خوړله. دې چارې نه ماته او نه يې زما ماشومانو ته ګټه کړې.»

اوس پوښتنه دا ده چې ولې امیندوارې میندې دا کړنه ترسره کوې؟ تاوان يې څه دی؟ او ددې چارې بدیله لار څه ده؟

د دې ټولو پوښتنو ځواب د نسايې ولادې متخصصه ډاکټره غوټۍ سادات داسې راکوي:

«یوه مور د حمل پر وخت د بیلابیلو ويټامینونو، منرالونو، اوسپنې او کلسیم له کمښت سره مخ کیږي، نو ځکه دوي د ضرورې خوراکونو پرځای دا ډول غیر ضروري توکو ته مخه کوي.»

ډاکټره غوټۍ وړاندې وايي؛

«که یوه امیندواره مور د حمل پر وخت د خاورې، سکرو، ویښتو او داسې نور غیرې ضروري توکو څخه ځان ونه ساتې، نو مور او ماشوم ته ډیر تاوانونه رسوې. کیدای شي یوه مور د معدې، پښتورګو او نورو ناروغیو اخته کړې او دا چاره کیدای شې د مور او ماشوم د مړیني سبب هم وګرځي.»

هغه په وروستیو کې ټولو امیندوارو په ټوله کې ښځو ځه مشوره او توصیه کوي:

«که غواړۍ چې هم خپله او هم مو ماشوم صحتمنده پاتي شي، میوه سبزیجات، شیدې، هګۍ او داسې نور هغه ګټور خواړه وخورئ چې تاسو يې په بدن کې د کمښت احساس کوئ او زړه مو ورته کیږي.»

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده