خواړه روغه سټه کورنی ژوند

هغه میوې چې ماشومانو ته باید د ځواکمنتیا په موخه ورکړل شي

د دې لپاره چې ماشومانو مو سالم لوی او د ټولنې دغه مهمې قشر ته مو پام کړی وي، نو باید د دوی د روغتیا لپاره خاصه پاملرنه وکړو.

هغه که په هر ډول وي، کوښښ باید وشي چې کوچنیان مو صحت مند او عقل مند لوی شي.
دا ځل د کوچنیانو په تړاوو په دې مطلب کې درته هغه مېوې ښییو چې کوچنیانو ته ګټې رسوې او د هغوی د صحت او راتلونکې لپاره مهمې دي:

الف) ماشومانو ته د ځمکني توت ګټې:
1- د غاښونو او ورېو لپآره ګټور دی.
۲- د ماشومانو حافظه قوي کوي.
۳- د خفګان په له منځه وړلو کې مرسته کوي.
۴- د ویني د کمښت مخه نیسي.
۵- د بدن مقاومت زیاتوي.

ب ) ماشومانو ته د الوبالو ګټې:
۱- د خوړو د هضم کولو لپاره ګټور دی.
۲- ښایست او تازه والي رامنځته کوي.
۳- د جلد د حساسیت لپاره ګټور دی.
۴- د اشتها راوړلو لپاره ښه منبع ده.
۵- د ګردو د تيږو په لمنځه وړلو کې مرسته کوي.
۶- عصاب ارامه کوي.
۷- د تندې په کمولو کې مرسته کوي.

ج) ماشومانو ته د هندواڼۍ ګټې:
۱- پوستکی تازه او ښکلی کوي.
۲-د ویټامین ای او سي ښه منبع ده.
۳- د ماشوم د ګردو لپاره ګټوره میوه ده.
۴- د ګرمې ضد میوه ده.
۵- د ماشومانو وجود له ډول ډول ناروغیو څخه ساتي.
۶- هندواڼه د بدن دفاعي سیستم قوي کوي.

ماشومانو ته د اناناس ګټې:
۱- د ماشوم هډوکی قوي او کلکوي.
۲- د هاضمي سیستم د ښه والي سبب کیږي.
۳- د ماشومانو د سترګو لپآره ګټور دی.
۴- د ماشوم د وینې فشارثابت ساتي.
۵- د ماشوم غاښونه او ورۍ سالمې ساتي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی