طبیعت

هغه موش خورما چې هره ورځ یو ایسکریم خوري

په امریکا کې یو موږک له تېر یوه کال راهیسې هره ورځ د ایسکریمو یو دوکان ته په خپل ځانګړي وخت ورځي، ایسکریم خوري او ځي.

په نوره نړۍ کې ځينې خلک له ځناورو سره داسې چلند کوي، چې له امله يې هغوی وېره نه کوي او له دوی سره نږدې ګرځي.

د امریکا د کارولانیا په ایالت کې د ایسکریمو دې دوکان دوکاندار رسنیو ته ویلي کابو کال وړاندې دغه موش خرما یا د ونې موږک دده دوکان راغلی و، چې ده ورته یو ایسکریم ورکړ او له هماغې ورځې وروسته هره ورځ د ایسکریم لپاره دوکان ته ورځي.

اوس نو موږک هره ورځ له ونې یو ځل راښکته کې کیږي او بې پيسو له دوکانداره یوه دانه ایسکریم نوشي جان کوي.

ایسکریم پلورنکی وايي، موږ هره ورځ یو ځل راځي، خو کله کله داسې ورځ هم وي چې ان په ورځ کې دوه ځله هم د ایسکریم خوړولو اشتها پیدا کوي.

ایسکریم پلورنکی د موږک له پاره واړه واړه ایسکریم تر نورو جلا جوړوي چې په اسانه يې وخوړلی شي.

دواکاندار وايي چې کله هم ددې موږک نوم واخیستل شي، نو په هماغه شیبه له ونې راښکته کیږي او دوکان ته راځي.

دکاندار دا هم وايي چې که د موږ فکر برابر وي، نو دوکان ته د راغلو خلکو سره لوبې هم کوي.

ویل کیږي، د ایسکریم پلورونکي کارو بار ځکه ښه روان دی چې خلک د یاد موږک د لیدو لپاره د ایسکریمو خوړولو په بهانه ورځي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */