خواړه روغه سټه

هغه خواړه چې ډیر خوړل کیږي او غاښونو ته زیان رسوي

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

ټول په دې غواړي او پوهیږي چې روغ غاښونه د روغ صحت لپاره ډېر اړين دي، خو دا چې غاښونه څنګه روغ ساتلی شو یا دا چې کوم خواړه غاښونو ته زیان رسوي، په دې اړه به په دې مطلب کې به درسره لنډ معلومات شریک کړو:

– ډير چای څښل په غاښونو کې داغ پیدا کوي
شنې چای پرغاښونو باندې خاکي او تور چای زیړې لکې راپیدا کوي. د غاښونو ډاکتران سپارښتنه کوي چې پرغاښو باندې د لکو د نه رامنځته کیدو پخاطر چای لږ، خو شېدو ډېر وڅښئ.

– قهوه غاښونو رنگ د تغیره وي
قهوه هم د چای غوندې پر غاښو باندې د داغ سبب ګرځي. د ډیرو کسانو لپاره قهوه(کافي) د سهار له خوا تر ټولو ښه نوشابه ده.

دا سمه خبره ده چې قهوه د طبیعت له سمولو سره مرسته کوي، خو ډېر څښل يې کیدلای شي د غاښو د رنګ د تغیر سبب شي.

دا چې په قهوه کې اسیډ موجود دی، نو ښه دا ده چې د قهوې تر څښلو وروسته د تورو شیانو له خوراک څخه ډډه وشي، ځکه چې دا کار د غاښو د لا حساس کیدو سبب گرځي.

– د میوو اوبه څښل د غاښونو د کلسیم د کمښت لامل کیږي
د میوو اوبه يا جوس مختلف ویټامینونه لري. خو په ډیرو څښلو کې یې باید احتیاط وشي. ځکه ډیره بوره او اسیډ لري چې د غاښو د کلسیم د کمښت سبب ګرځي. د میوو په اوبو کي د بورې ترکیبات په غاښونو کې د موجودو مکروبونو سره اسیډ جوړوي او د غاښو د خرابیدو سبب گرځي.

– پالک د غاښونو پوښ خرابوي
پالک د ډیرو مفیدو سبزیجاتو له جملې څخه دي او ډیر معدني مواد، لکه اوسپنه، کلسیم او پوټاشیم لري. خو سړی نه شي ویلی چې پالک د غاښو لپاره هم مفید دي. هغه اسید لري چې د کلسیم سره یې ترکیب یو نوع حل نه کیدونکي مالگې جوړوي او د غاښو د پوښ د حساس کیدو سبب گرځي.

– شات غاښونو ته زیان لري
شات له ډیرو پخوانیو زمانو څخه د وجود د سلامتۍ په سبب ډیر شهرت لري. خو په هغه کې د ډیرې بورې(شکرې) موجودیت د غاښو لپاره تاوان لري.

– پوډري مستې غاښونو ته تاوان رسوي
پودري یا هم وچو شېدو جوړې مستې په غاښونو بده اغیزه لري. ځکه چې ‌ډیره بوره لري. په همدې دلیل متخصیصین وايي چې د غاښونو د سالم پاتې کیدو په خاطر، طبیعي مستې وخورئ.

– د غاښونو کریم ته پاملرنه وکړئ
د غاښونو په کريمو کې فرق شته. د غاښونو ډاکټران د غاښونو د هغو کريمونو څخه خبرداری ورکوي چې د غاښونو د سپينولو لپاره جوړ شوي وي.

د دغه ډول غاښونو د کريمونو زیات استعمال د غاښونو د باندني پوښ یا مینا د زيات تخريب سبب ګرځېدلی شي.

په یاد ولرئ د غاښونو سپينونکي کريم له دوو بيلو لارو غاښونه سپينوي. يوه لاره يې د وړو وړو ذرو په مرسته په فزيکي توګه د غاښونو يو ډول موښل دي او بله لاره يې د کيمياوي موادو په مرسته د غاښونو سپينول دي. يادې دواړې لارې غاښونو ته زيان اړولی شي.

– تر برس کولو يې روغتیا مهمه ده
د غاښ سپينوونکي کريم، غاښونه په دوامداره توګه نه سپينوي. د غاښونو روغتيا د هغوی تر برس کولو او سپين والي زياته مهمه ده. د غاښونو او د اورۍ د روغ ساتلو يوه ښه لاره د غوړو شيانو د خوړلو وروسته د خولې مينځل، د ډوډۍ وروسته په ګوته یا مسواک يا بل پوست برس د غاښونو او اوريو مساج کول او له سګريټو صرف نظر کول دي.

– د غاښونو ډاکټر ته تلل
که د غاښونو تکليف درته پيدا شي، نو د غاښونو مسلکي ډاکټر ته مراجعه وکړئ. ځان په دې ډاډه کړئ چې ډاکټر په رښتيا د غاښونو طبي او لوړي زدکړې کړي دي.

که په لومړي سر کې د غاښونو د تکليف مخه ونيول شي، نو ښايي انسان له زياتو دردونو او د غاښونو د ستونزو څخه په امان پاته شي.

د غاښونو پاک ساتل نه يوازې د غاښونو د روغتيا بلکه د زړه او په مجموع کې د ټول بدن د روغتيا لپاره مهم دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي