خواړه روغه سټه

هغه خواړه چې باید د ښې روغتیا لرلو لپاره یې وخورئ

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه راټولونه: مریم محمدي

روغتیا پالان وايي که غواړئ چې ډیر عمر او ښه روغتیا ولرئ، نورو روغتیايي مسایلو ته د پام کولو سر بیره خوړو ته مو هم ځانګړې پاملرنه وکړئ.

روغتیا پالان وايي چې سابه (سبزيجات) بايد د هر انسان د خوراک عمده برخه وي. خو د ترکارۍ د پخولو په وخت کې بايد دې ته پام وشي چې پکې مهم ويټامينونه او غذايي مواد يې د زياتې تودوخې او په غوړو کې د سره کولو له کبله ضايع نه شي، د امکان تر حده بايد سبزيجات د بېلګي په توګه د سلاتې په شکل د هر وخت د ډوډۍ سره مله وي.

هغه خواړه چې روغتیا ته ګټه لري دا دي
حبوبات وخورئ
څیړونو موندولې چې د غوښې خوړل د روغتیا لپاره مهم دي، خو هومره زيات نه لکه اکثره انسانان چې يې خوري.

روغتیا پالان وايي؛ زيات وختونه بايد انسانان د غوښو پرځای حبوباتو خوړو ته مخه کړي، ځکه حبوبات هم پروټين لري او هم نور هغه مهم غذايي مواد چې د انسان بدن ورته اړتيا لري.

– زيتون او د زيتونو له تیلو نه استفاده وکړئ
زيتون او د زيتونو تيل يا غوړي د اېټاليې په يو شمېر لرو پرتو سېمو کې زيات استعمالیږي. څېړنو ښودلې چې په دغو سېمو کې د انسانانو عمرونه زيات او روغتيايي وضعه يې د نورو همزولو په پرتله ډېره بهتره ده. ساينسپوهان وايي، زيتون حتا د دې لامل کيږي چې د انسان دماغي حجرې تر زيات وخت پورې خوندي وساتي چې دا په زړښت کې د دماغي ناروغيو مخنيوی کوي او د دماغ وړتيا زیاتوي.

– کبان وخورئ
کبان ګټور غذايي مواد او داسې غوړي لري، چې د انساني روغتيا لپاره ډيرمهم دي. دغه مواد او غوړي بې له کبانو په بل شي کې نه پيدا کيږي، چې له همدې کبله روغتیاپالان سپارښتنه کوي، هر انسان بايد د سابه او غوښو تر څنګ خامخا کب هم د خپل خوړو په لیست کې شامل کړي.

– مغزي میوه وخورئ
څیرونو ښودلې بادام، پسته کاجو په ټوله کې وچه مېوه د انسان د روغتيا او دماغي صحت لپاره ډېر مهمه ده. د بادامو په هکله ويل کيږي چې هم انسان مړوي او هم ډېر مهم غذايي مواد په ځان کې لري. روغتیا پالان وړانديز کوي چې د تازه میوې تر څنګ وچه مېوه هم بايد د خوراک يوه مهمه برخه وي.

– د خواړو سربیره ورزش وکړئ
زيات حرکت، د ښه صحت او اوږد ژوند ضامن دی، د ښې روغتیا او اوږد ژوند لپاره زيات حرکت او سپورټ ډېر مهم بلل کيږي. هغه کسان چې په ورځني ژوند کې کم حرکت کوي، سپورټ نه کوي، او همدارنګه، مالګه، غوړ او زيات خوږ خوراک کوي، هغه د فشار، شکرې، د زړه او ګڼ شمېر نورو ناروغیو سره اکثره وخت مخامخ کيږي.

هغه کسان چې د سپورټ لپاره ځای نه لري نو بايد په پښو زيات تګ وکړي او يا هم فزیکي کارونه وکړي چې بدن يې خوله شي.

– که غواړئ چې ښه روغیتا ولرئ دا خواړه مه خورئ
هغه خواړه چې صحت ته زیان رسوي لکه: زياته بوره، مالګه، غوړي، وازګې، خواږه مشروبات او سره کړي خواړه دي.

د زياتي بورې، مالګي او غوړو په تړاو اکثريت روغتیاپالان همنظره دي چې د روغتيا لپاره زيانمن دي.

په فابريکو کې توليد شوي د څښاک بوره لرونکي مشروبات، په غوړو کې سره شوي څيزونه لکه چپس او په همدې ډول د حيواناتو لم او وازګې روغتيا ته زيان رسوي.

منبع: اسان طب، ګوګل

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي