ټولنیز ژوند ژوند بڼه کلتور او هنر

هغه افغانه نجلۍ چې ورور یې په اتریش کې ووژله !

ته به وایې مرګ او درد تر هر چا پر افغان نجونو او ښځو زښت ډېر مېن دی، یا یې د نصیب پرپاڼه له توهین و تحقیره ډک ژوند او له زجره ډک مرګ په نوم کړی وي .

د نصیب خبره مو وکړه، دا ټپه به کومې پښتنې د همدې درد و غم له درده کړې وي، چې :
نصیبه! وسوزې اېره شې
تندیه! مات شې، تا کې یې څه لیکلي دینه

په دې مطلب کې مو خبروو، چې څنګه یوه افغانه نجلۍ له جبري واده د خلاصون لپاره له هېواده اتریش ته تښتي او بیا هلته د خپل ورور له لورې وژل کیږي .

یورو نیوز خبري شبکې چې د اروپایي ټولنې یوه نشراتي څانګه ده، په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې دغې نجلۍ ۲۸ کاله عمر درلود او د تېرکال په اوړي کې وژل شوې ده .

د هغې د هویت، په افغانستان کې د استوګنځي او نورو جزیاتو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو دغه شبکه وایي، چې د اتریش یوې محکمې په تازه ګام کې د دغې نجلۍ قاتل ورور په عمري بند محکوم کړی دی .

دا نجلۍ د ۱۷- ۱۸ کلونو ترمنځ وه، چې کورنۍ یې په زوره داسې چا ته ودوله، چې دې نه غوښتل واده ورسره وکړي .

هغه له دغه جبري واده سره د مخالفت له کبله د کورنۍ له سختې شکنجې سره مخ کیږي .

له دې شکنجو د خلاصون لپاره یاده نجلۍ په سختۍ د اتریش په لور د تیښتې هڅه وکړه. دا هڅه په ډېرو خواریو کامیابه او د دې بدنصیبې نجلۍ سر یې اتریش ته ورساوه .

نجلۍ هلته د خوشاله ژوند هیله لرله، ګومان یې کاوه، چې له نصیبه یې جنګ ګټلی او نور به ورسره نصیب او حالات د یوې بدمرغې نجلۍ په شان چلند نه کوي، خو هغه د حیات الله ګهیځ خبره چې :
له نصیب سره په جنګ کې بری نشته
که څوک څومره زورور شي ماتې وخوري
دا بدمرغه نجلۍ هلته هم بدمرغه وه، ځکه له جبري واده څخه د انکار هغه سزا چې افغاني ټولنې یوې نجلۍ ته ټاکلې، هملته اتریش کې ورته ورسیده .

دا سزا مرګ وه او دا نجلۍ د خپل ورور له اوږدې پلټنې وروسته په اتریش کې د هغه لاس ته ورځي او د تېر۲۰۱۷ کال د سپتمبر په ۱۸ مه نېټه وژل کیږي .

د نجلۍ ورور پولیسو ته په اعترافاتو کې منلې، چې اتریش ته یوازې د خپلې خور د وژنې لپاره تلی و .

ده ویلي، چې خور یې د دوی د کورنۍ پر عزت لوبې کړې وې، ځکه خو یې ووژله .

د اتریش د هغې محکمې ریس، چې دغه هلک یې محاکمه کاوه، د ده د محاکمې پرمهال ده ته په خطاب کې وویل: ستا دغه ګام نه یوازې ستا او ستا د ټولنې؛ بلکې د انساني او ټولنیزو اړیکو ترمنځ یوه لویه فاصله رامنځته کړه .

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بريښنا ارغند