بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

هر چاته د خوښ او جالب شخص ښکاریدو لپاره دا خبرې عملي کړئ

لیکنه: غازي عابد

لېکوال: هیري فورډ
ژباړه: غازي عابد

۱- هڅه وکړه چې بیلابیل ذوقونه او علاقې ولرې، ځکه بیا به له هر چا سره د هغه په ذوق تګ وکړای شې.

۲- ګڼ هنرونه او فنونه زده کړه، همدا راز میوزیکونه، لیکنې یا ادبیات او بیلابیلو لوبو او ورزشونو په زده کولو کې هم هڅې مه سپموه.

۳- له نورو سره رښتیني او او له زړه نه علاقه وښيئ، یعنې په داسې ډول سره چې مقابل شخص هم درته زړه درکړي او داسې وانګیري چې تاسې ورسره ډیره علاقه لرۍ.

۴- ډیر لوستل وکړه. په ډیرې مطالعې او لوستنې سره کولی شۍ چې خپل شخصیت او ژوند ته مو هراړخیز پرمختګ ورکړئ، کله چې داسې شوۍ، نو بیا د هر چا په کار او خوښ یاست! ځکه چې هر اړخیز شوي یاست او له هر چا سره مو یو اړخ لګیږي.

۵- له روانو حالاتو او وضعیت نه تر ټولو وړاندې ځان خبروئ، ځکه په دې سره کیدای شي چې هر څوک ډیر که په سیاسي او هره برخه کې وي، لومړی له تاسې اوریدل وکړي، کله چې درځیني څه واوري، نو مهم او خوځنده به ورته ښکاره شي، چې دا کار یو غوره او په زړه پورې شخصیت درکول شي.

۶- خپل نظریات او مفکورې مو تشریح او خلکو ته واوروئ، څو هغوی ترې مستفد شي، چې دا هم درسره مرسته کولی شي څو د خپلو نظریو په بیان سره خلکو ته جالب شخص شئ.

۷- ښه ویناوال او ښه خبرې کوونکی شه، څو مو خلک خوښ کړي او درځینې اغیزمن شي. د نړۍ اکثره مشرانو او خلکو د ښو خبرو او ویناو له امله د خلکو په زړونو کې ځای پيدا کړی.

۸- د ښو اړیکو او روابطو جوړولو لپاره مو خپل مهارتونه لا ډیر قوي او پراخ کړئ. له هر چا سره ښې او مثبتې اړیکې څومره مو چې وسه وي، پیاوړې یې کړئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد