ټولنیز ژوند کورنی ژوند

هر خاوند غواړي، چې میرمن یې په دې ۴ رازونو پوهه وي

لیکنه: غازي عابد

لیکنه: سي ای آیریس
ژباړه: غازي عابد

له ګڼو جوړو(ښځې او خاوند) سره له مسلکي، مذهبي او شخصي خبرو او کار وروسته ما د سړیو او ښځو ترمنځ ځیني مهمې تیروتنې او توپيرونه راټول کړي دي. دغه تیروتنې او سوه تفاهم ددې لامل کیږي چې د ښځې او خاوند ترمنځ لانجې او ستونزې راپيدا شي.
که څه هم د نارینه یا میړونه هر وخت نه غواړي خبرې وکړي، خو زموږ په ژوند کې مهم شیان دي چې نارینه یا خاوندان یې په موږ کې (ښځو کې) خوښوي، چې باید پرې پوه اوسو:

۱- سړي (خاوندان) رومانتیک دي.
کله چې خاوندان وايي، «تاسره مینه کوم» او بیا کله د هغوی مرستې ته اړتیا ولرئ، لکه د حولۍ په پاکولو او یا د پمپ یا بمبې د ورانیدو د رغولو ترې وغواړئ، خاوند به درسره مرسته وکړي، ځکه چې مینه درسره لري او دا کارونه په مینه سره کوي.
حتا که چیرته ستاسې خاوند تاسې ته په سترګو کې په مینه او ځیر ځیر نه ګوري یا د څه شي له امله غوسه شوی ښکاري، بیا هم درته غوږ نیسي. غواړي چې ستاسې مشکلات حل کړي، څو تاسې ته خپله مینه څرګنده کړي. کله چې هم خاوند غلی او قهریدلی غوندې ښکاري، شاید په دې وخت کې به هغه د ستونزو پر حل لارو فکر کوي، چې څنګه ستونزه حل کړي.
ددې لپاره چې د ښځې او خاوند ترمنځ ملګرتیا لا قوي شي، نارینه ښايي وغواړي چې د یوې جوړې په حیث ځیني شریک کارونه وکړي، لکه لوبې، ورزشي فعالیتونه او یا نور د ساعتیرۍ او مینې کارونه…

۲- سړي (خاوندان) بشپړ نه دي.
دا ممکن ډیرو (ښځو) ته سخته وي چې ووایو، خاوند په هر څه پوهیدونکی نه دی. که چیرته یې په یو شي پوه نه کړئ، خبرې ورسره ونه کړئ او مستقماً ورسره ونه غږیږئ، هغوی په څه پوهیږي. خاوند نه شي کولی چې ستاسې د خفګان په رمز پوه شي، ښه دی چې ورته ووایئ چې څه ستونزه ده او کوم غلط کار شوی.
خاوندان او میرمنې له خپلو والدینو تجربې زده کوي. کیدای شي داسې ډیر ښه پلار و مور یا نور څوک پيدا شي چې هغوی ددې لپاره چې څوک ښه خاوندان یا میرمنې شي، لازمې لارښوونې او تجربې پریږدي. خو په هر حال تیرې تجربې باید زموږ لپاره ښيښې وي، ځان په کې وګورو او هماغسې له خپل خاوند سره ژوند وکړو.
اما یاد لرئ چې میرمنې هم بشپړې نه دي چې په هر څه پوه شي.

۳- خاوندان (میړونه) غواړي تاسې خوشحاله کړي.
مطمین اوسئ چې ستاسې خاوندان غواړي، له تاسې سره مینه ناکه اړیکه ولري. نو د کاري فشار، د کورنۍ لرل، مالي بوجونو او نورو بیلابیلو فشارونو سره یوه خاوند لپاره یوه مناسبه او ښه ښځه ‌ډیره ضرور ده.
که چیرته میرمن بې مینې او غیرې صمیمي وي، نو بیا دا سخته ده چې خاوند ورسره ښه مرسته وکړی شي او خوشحاله شي. صمیمیت او مینه دواړو لپاره خوار اړین دي.

۴- خاوندان هم غواړي، تل خوشحاله اوسي.
خاوندان یا میړونه له دې سره مینه لري چې خپلې میرمنې خوښې او خوشحاله وګوري، خو خپله هم غواړي باید خوشحاله اوسي. که چیرته د خوښۍ او مینې احساس ونه کړي، ممکن دا یې په ژوند کې د بیلتون او ځینو نورو سختو ستونزو لامل شي.
خاوند به ډیر وخت په کار کې مصروف وي، د خوشحالیو او بریاوو ترلاسه کولو کې به بوخت وي، کیدای شي ځیني وخت ترې ځیني غولونکي کارونه له دې امله وشي چې د ناخوښۍ او یوازیوالي سره یې ښه مقابله کړي وي. اما باید داسې څه ونه کړي چې په دروغو او دوکو سره میرمنې سره چلند وکړي. خو هغه وخت داسې ګام پورته کولی شي، چې دی پوهیږي ستونزه غټیږي او دده د تیرایستلو له امله وروسته غټه ستونزه نه راولاړیږي. دغسې مهال باید ښځه حوصله وکړي او غلط ګامونه پورته نه کړي.
نو هر وخت چې خاوند وګوري چې دوی یو مساوي ارتباط سره لري او په خپله میرمن هم ګران دی، خامخا به ډیر خوښ او د نیکمرغۍ احساس وکړي.
د ښځو په شان ځیني وخت نارینه هم غواړي لږ یوازې پاتې شي. سپورټ، کارونه، چکر او یا نور شیان هم ځانته وکړي، باید ورسره ومنل شي. ځکه په خپلو خوښو او علاقو پسې ګرځیدل هم د روغ صحت او د اړیکو د پیاوړي کیدو باعث کیږي.
مقصد ښځه او خاوند یو بل پورې تړلي وي، باید یو بل ته د خوشحالۍ لامل شي. د یو بل په خوله خندا راولي. پرته د یو بل له هڅوونې هیڅ امکان نه لري چې سره خوښ او نیکمرغه ژوند ولري. یعنې ددواړو ترمنځ د ښه ژوند جوړول حوصلې او زغم ته هم اړتیا لري.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد