ژوند بڼه عمومي

هره تپنه استبداد دی – شهرت ننګيال

له سرخط ورځپاڼې
ما ته چې څومره شونې وي له نېټ څخه لېرې ګرځم. په حقيقت کې په ټيکنالوژي زما سر نه خلاصېږي، ان چې برېښناليک ته مې هم د زړه دړه نه‌شي بېرته کېدای. که څوک کومه ليکنه، مطلب او خبر را لېږي، په ټليفانه مې د برېښناليک کتلو ته بولي.

خو داسې نه ده چې پر نيټ د دوستانو له لورېينو نه خبرېږم، زما په اړه چې څوک د خير خوله پرانيزي په هماغه شېبه، ان تر خپراوي له مخه خبر را رسېدلی وي. تر خپراوي له مخه له مخه مې د تفنن له‌پاره وويل، خو «په هماغه شېبه کې.» پر خپله خبره ولاړ يم، دا که د شپې پر دوولسو بجو نيټ ته ختلې وي، هماغه شېبه مې پر ټليفانه شرنګی ګډ شي.

په لندن کې مې تر ټولو وړاندې ګوربت او هېواد سر ته ناست وي، په کابل کې د موبايل په غضب اوښتی يم.

د ځواب او ناندريو له‌پاره مې ملګري دومره هڅوي، بلکې پاروي چې د نقل له‌پاره يې لويې وړې پارچې را چمتو کړې وي.

خو زما ځواب ته ډډه نه لګي، رښتيا يې را باندې وايې د چا له ځوابه نه يم چې تېروتنې، کمزورۍ او تورمخۍ مې دومره ډېرې دي چې د پټې خزانې په خبره، له شماره وتلی ګڼون د هغو.
څه موده وړاندې مې يو سرسري او په لفافه کې ځواب کښلی و چې پرې خپله پښېماني نه‌شم پټولای. زما زړه دی خپلې غلطۍ، کمزورۍ، ګناوې، پړې، بې‌عقلۍ او د ژوند ترخې تجربې په يوه کتاب کې را ټولې کړم، خپل ځان پخپله د مشق تخته وګرځوم، ځکه خو اوس هم ډېری خپله لمن په خپله پر سر را اړوم.

تېره ورځ چا راته وويل، که له هغه څه يې خبر کړم چې سرخط خبر دی، خو نه يې شي خپرولای؟

ما ورته کړه، داسې څه نه‌شته چې سرخط په خپراوي يې د سرخط‌والو ګوتې ولړزېږي، که نور څه نه مومي، پر ځان را لګي، ډېر د خوند پر ځای له خرپه مزې اخلي.

وايي د ماشوم يوازېنی عيب او خطايي دا ده چې لويېږي، هغه دی چې ماشوم نه‌شي پاتېدای چې نور نو په رښتيا معصوم او سپېڅلی وي. چې لوی شو تر ټولو زيات مور و پلار ته سرخوږی ګرځېدلی وي.

زما خپله تجربه دا ده چې بچيان دې لوی شول، پر ځان دې خطرناک جاسوسان وګومارل. که لږ دې هم چېرې پل کوږ شو، د وخته يې اړوندو مقاماتو ته اطلاع رسولې وي.

هغه رازونه چې د CIA سر نه‌شي پرې خلاصېدای، بچيان دې وختي په نيمه پرې پوهېدلي وي.

تاسې به څومره دغه ترخه تجربه څښلې وي چې زامن غټ شول مېرمن د خاوند نه، د زامنو شوه.

دا د مېرمنو بې‌وفايي ده که د زامنو عياري او چالاکي چې په ډېره اساني له خاونده مېرمن په دغسې تکتيک خپلولای شي.

که نور څوک يې وايي که نه، زما زامن زما په اړه تر ما هم زيات ځانونه خبر ساتي، په تېره که چا کومه مهرباني او لورېينه کړې وي تر ټولو له مخه دوی د هغې خبر تر لاسه کړی وي.

يوازې دباندې يا د نيټ او رسنيو څار نه دی، په خوراک او پوښاک پسې به دې هم په دغه کچه او پيمانه لګېدلي وي. که لږ غوندې غوړو يا خوږو ته ګوته ور وړې، درباندې کړې به يې وي. که دې خوږو او غوړو ته مازې سترګې هم ور واړولې، دوی به دې د زړه دننه د تندې او تلوسې پته لګولې وي.

که دې پر ټلوېزيون کوم پروګرام او فلم را اړولی وي، بلا اشارې به يې په خپلو کې يو بل ته پاس کړې وي.

دا پرېږده چې په خپل زړه او خوښه به ځان ته د جامو او درېشي رنګ او موډ هم نه‌شې غوره کولای. که مخامخ درته و نه وايي، هرو مرو دې له نورو لارو پر دې خبروي چې له ابا سره په دغه عمر دغه رنګ او موډ ښه نه ښکاري.

ته مجبور يې چې په دغسې اشارو ځان ناګاره او په خپلو کې يې د مانالرونکې موسکا په لېږدوونکي ليڼ ځان کوڼ کړې.

موږ برباد نسل په زلميتوب او ځواني کې د تنظيمونو له دغسې تپنې سره مخامخ وو او په زړبودۍ کې د بچيانو په جاسوسي اوښتي يوو.

تنظيمي پنډتانو چې موږ په ږيره، پکول او بلا نورو تپنو مجبور او مکلف ګڼلو، اوس يې اولادونو په ږيرو کې د فرانسې او ايټاليا د نقشو په څېر لارې تېرې کړې او د سرونو وېښته يې لکه د چرګ پپخه نېغ درولي دي.

د خپلو ليکنو او افکارو له امله چې زه څومره رټل شوی يم، بلې مور به داسې زوی نه وي راوړی. ټول عمر د نه کړې ګناه په سزا محکوم ګرځېدلی يم.

ليکنه يا ليکنې څه کوې چې د داسې بشپړو کتابونو به ليکلو او خپرولو محکوم شوی يم چې اروا مې هم نه وه پرې شکه، ان چې زما نږدې ملګريو هم ډېری مستعار نومونه زما کاتې ته غورځولي دي.

ځکه خو اوس په بل يا مستعار نامه د ليکنو سخت مخالف يم، په نامه ليکنه زما په اند پر خپله خبره ناباوري ده. زموږ خبرې او ليکنې ځکه زړونو ته لار نه‌شي موندلای چې خپله زموږ له باوره بې‌برخې دي.

موږ هغه څه نورو ته وايو يا غواړو خپله يې نه‌شو تر سره کولای يا يې نه تر سره کوو. لم تقولون ما لا تفعلون…

جعلي ايډي‌ګانو او اکاونټونو لکه موډ او فيشن ځوانان په خپل طلسم کې ايسار کړي، سياسي او سرکاري غټانو خپلې ننګې، ملاتړ، موخو او ګټو ته پر استخدامولو ځوان نسل د فيسوک قرباني کړ. تر دې چې فيسبوک د ډېری رواني ناروغي ګرځېدلې ده.

ليکوال د سرکاري او سياسي پنډتانو له‌پاره خورا ارزانه متاع ګرځېدلې، ډېر په دغه تور بازار کې لګيا دي لاس په لاس کېږي. د کرزي، غني، فاروق وردګ، عطا محمد، سياف، اتمر، خرم، نبيل او طالب له‌پاره له يو بله ختې باسي. خو يو هم د خدای راستي ډګر ته نه‌شي راوتلای چې تر ټولو زيات يې د قلم او فرهنګ استخفاف او سپکاوی را منځ ته کړی دی.

موږ په دې من غوښه اخلو چې خپله خبره د بل په خوله کې وغورځوو، خو دا تپنه ده او هره تپنه استبداد دی. موږ ځان ته د هرې خبرې حق خوندي ګڼو، خو مطمين، حقيار او نورو ته د خپلې خبرې حق نه‌شو ورکولای.

نه د مطمين او حقيار په خبرو کې دومره ځواک او اغېز شته چې ټول د طالبانو ملاتړ ته ورمات کړای شي او نه زما په ګډون د نورو ټکي توري دومره جادو لرلای شي چې پر نورو له چون او چرا پرته دخپلو خبرو د منلو هوس خړوب کړای شو، ځکه خو موږ ښايي د يو بل له خبرو دومره وېره و نه لرو.

پرېږدئ چې هر يو خپله خبره ولرو، خپله خبره وکړو، په سړه سينه د يو بل خبره واورو. د دې پر ځای چې د بل خبره رد کړو، له بل څخه د خبرو حق واخلو. خپلې خبرې ته د ځواک په لټه کې شو، د خپلې خبرې زبات او اثبات ته ور وګرځو.

دا ډېره غوره ده چې په پټو سترګو د بل د خبرې له منلو مو د خپلو مخه موندلې وي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */