طبیعت له نړۍ

هانکانګ د نړۍ هغه سیمه چې طبعي بدلونونو او ښکلاوو ځانګړی ښایست وربخښلی

ژباړه: محمد عزيز پردېس

هانکانګ د چين اړوند يوه ښکلې او زړه راښکونکې سيمه ده چې په خپلواک ډول اداره کېږي، يعنې خودمختاره سيمه ده. همدراز سوداګريزه پرمختللې او جالبه سيمه هم ده چې په همدې اساس يې د نړيوالو پام ځان ته را اړولی. هانکانګ د چين په جنوبي برخه کې موقيعت لري چې تقريبا د ۲۰۰ څخه ډېر ټاپوګان يا جزيرې لري.
دا سيمه په کال ۱۶۹۹ کې د ختيځ هند انګليسي کمپنۍ لخوا ونيول شوه، په کال ۱۸۹۸ کې انګلستان د يادې سيمې يو شمېر نور جزاير هم تصرف کړل او په ۱۹۹۷ کال کې په رسمي ډول د انګلستان له لوري چين ته تسليم شوه.
شور، عجيبوالی، د پانګه اچونې نظام او طبيعي بدلونونه، هغه څه دي چې هانکاګ يې د نړۍ په يو زړه راښکونکي او جالب هېواد اړولی دی. په هانکاګ کې د نفوس بدلونونه په ثابت ډول ۶،۹ ميلونه نفره سنجش شوي دي. د نړۍ يو ښکلی ټاپو (لانتائو) د دې هېواد پورې اړوند دی. هانکانګ د هوايي ډګرونو او لويو ملي پارکونو کور ګڼل کېږي. د لېږد رالېږد لويې شبکې، د هانکانګ مختلف ښارونه په منظم او ښه ډول سره نښلولي دي. هانکانګي ډالر، د دې هېواد پولي کرنسۍ ده.
له مونږ سره پاتې شئ، ترڅو د دې جالب هېواد په اړه نور ډېرڅه هم درسره شريک کړو:

د هانکانګ د لوړپوړيزو ودانيو يوه زړه راښکونکی انځور

پر ښار د لمر ښکلې وړانګې.

هانکانګ د نړۍ هغه هېواد دی چې تر ټولو ډېرې لوړې ودانې لري، د ۸۰۰۰ بلډېنګونو څخه ډېر، چې د ۱۴ پوړيو څخه پورته دي.
د هر چينايي کال په پيل سره، اور لوبه؛ په هانکانګ کې د نوي کال د لمانځلو يوه زړه راښکونکې برخه ده.

د هانکانګ، مونګ کوک سيمه، د نړۍ تر ټولو نفوس لرونکې سيمه ده چې په هر کيلومتر کې د ۱۳۰۰۰۰ نفره نفوس درلودونکې ده.

ذ هانکانګ ډېره او اصلي برخه وګړي چينايان دي، چې په چینايي او انګليسي ژبو خبرې کوي.

د هانکانګ يو لوړ او ښکلی ځای، په نړۍ کې د کور د اخېستلو لپاره تر ټولو لوړه بيه لرونکې سيمه، هغه ځای چې د هر ۵۰۰ فوټه مربع بيه د ۲۰۰ زره ډالرو څخه پورته ده.

تقريبا د هانکانګ ٪۷۵ برخه کلي او بانډې دي. ۲۴ ملي پارکونه، ځنګلي تپې، ځنګلونه، زېرمې او ساحلونه د هانکانګ د طبيعي ښکلاو څخه شمېرل کېږي.

د هانکانګ د يوه واټ ښکلې منظره

په هانکانګ کې د رنګونو واټ

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی