سپورټ

هالینډ د درې اړخیز سیریز کوربه توب کوي

د ۲۰۱۸ م کال د زیمبابوې په کوربه توب د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د ورتګ څخه د غوراوي پړاو کې پاتي شوې د ایرلینډ، سکاټلینډ او هالینډ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۲۰ اوریزه سیالیو درې اړخیز سیریز ترسره کیږي.

د هالنیډ په کووربه توب د روتردام په ډچ ښار کې به د درې واړوه لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۲۰ سیالیو دغه لړۍ د راتلونکې جون میاشتې په ۱۲ مه نیټه پیل شي او تر ۲۰ مې نیټې پورې به دوام وکړي.

د درې واړو لوبډلو ترمنځ دغه سیریز په هالینډ کې د رایل ډچ کرکټ اسوسییشن یا ټولنې لخوا اعلان شوی دی، چې هدف یې ترې د دغه لوبډلو ترمنځ د سیالیو برابرول او د همدغه لوبډلو بوخت ساتل دي.

د معلوماتو له مخې دغه ټورنمټ به د درې وړاه اروپايي لوبډلو ترمنځ یوه کلنۍ هڅه اوسي، چې پکې سیالۍ ترسره کړي.

د ایرلینډ، سکاټلینډ او هالینډ د کرکټ ملي لوبډلو روزونکو هم د دغه ټورنمټ جوړول یوه بریالۍ هڅه یاده کړې او د خپلو لوبډلو سره بوخت مهالویش ته خوښي څرګنده کړې ده.

د زیمبابوې په کوربه توب د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو غوراوي پړاو کې د زیمبابوې ترڅنګ ایرلینډ، سکاټلینډ او هالینډ لوبډلې هم د ۲۰۱۹ مم کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو څخه پاتې شوې، خو افغانستان او ویسټ انډیز د یو سخت پړاو څخه د تیریدو وروسته د انګلستان په کوربه توب د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته ورسیدل.

په دغه پړاو کې ایرلینډ او سکاټلینډ هم د سوپر سیکس یا د ۶ بهترینه لوبډلو مرحلې ته ورسیدل، خو په مخکې تګ کې بریالي نشول او هالنید لوبدله په هماغه لمړي راونډ کې د ټورنمنټ څخه بهر شوې وه.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی