سپورټ نړیوال کرکټ

نیوزیلینډی ګرینټ ایلیټ له هر ډول کرکټ څخه ګوښه شو

د نیوزیلینډ د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي ګرینټ ایلیټ د خپل نړیوال کرکټ د پای ته رسیدو خبر ورکړ.

ګرینټ ایلیټ چې په اصل کې د جنوبي افریقا د هېواد پورې یې تړاو درلود، د وخت په تیریدو یې نیوزیلینډ ته کډه وکړه او د هغه هېواد د کرکټ په ملي لوبډله کې راڅرګند شو.

ګرینټ ایلیټ په ۱۹۹۶ م کال کې لمړی فرسټ کلاس کرکټ په جنوبي افریقا کې پیل کړی و، خو په ۲۰۰۱ کال کې یې د نیوزیلینډ پر لور کډه وکړه.

ایلیټ خپل نړیوال کرکټ په ۲۰۱۶ م کال کې پای ته رسولی و، خو په بهرنیو لیګ تجارتي سیالیو کې لا هم ګډون درلود.

نوموړي وروسته له هغې دغه پریکړه کړې، چې د انګلستان په بلاسټ ۲۰ اوریزه سیالیو کې یې د بریمنګهم بییرز لوبډله په خپلې لوبډلمشرۍ کې بل پړاو ته ونه رسوله او په خپل ګروپ کې یې شپږم مقام خپل کړ.

ګرینټ ایلیټ د خپل کرکټ په ۲۲ کلنه موده کې ۸۳ فرسټ کلاس، ۲۱۱ لیست ای او ۱۵۰ شل اوریزه سیالۍ ترسره کړې، چې پکې یې د یو الراونډر لوبغاړي رول لوبولی دی.

همدا راز د نیوزیلنیډ هېواد لپاره په ۱۵ کلن کرکټ کیریر کې نوموړی په ۵ ټیسټ، ۸۳ پنځوس اوریزه او ۱۷ شل اوریزه سیالیو کې ولوبید.

ګرینټ ایلیټ په ټولنیزه شبکه ټویټر کې د خپل هر ډول کرکټ د پای ته رسیدو د خبر ورکړې سره دا هم لیکلي و، چې د ۲۰۱۵ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو په نیمه پایلوبه کې یې د افریقايي تیز بالر ډیل سټین خلاف د وروستي بال شپږیزه، چې پرې نیوزیلینډ تر پای لوبې ورسید، د کرکټ یاد ګار پاتی دی او هیڅګله به یې هیر نشي.

ایلیټ نه یواځې د جنوبي افریقا او نیوزیلینډ لپاره کرکټ وکړ؛ بلکې د کرکټ نړیوالې شورا د غوره لوبډلې، پاکستان، بنګله دیش، نیوزیلینډ او نورو هېوادونو په تجارتي لیګ سیالیو کې هم ګډون کړی و.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی