سیاست

نیابتي جګړه د تقدس په جامه کې !

لیکنه: ياران

د مسیح الله نوري لیکنه

سر پورته کړئ! شاوخوا وګورئ! نړیوال لګیا دي خپلې سپېرې دښتې په طبیعي او مصنوعي ګلانو زرغونوي، او زمونږ دا شته طبیعت رانه په اورونو کې سوځي.
همدا بېګاه ته به دوی ټلویزیون د دې لپاره څاري چې د خپل ملک له نوي پرمختګ خبر شي، مګر مونږ به د ویر او غم په تمه خبرونو ته غوږ نیسو. دوی به سبا له خوبه راپاڅي او ځانته به نوې موخې ټاکي، مونږ به د یوې مړۍ ډوډۍ په پیدا کولو کې د شپې خوب په سوچونو حرام کړی وي. زمونږ ورځنی لوی آرمان دا دی چې کور ته له پوره سلامتیا سره ستانه شو. څومره لوی توپیر مو دی! آیا دا فکر مو کړی چې دا مونږ ولې په دې حال یو؟ آیا نور د باروتو له بوی نه یوو ستړي؟

افغاني ټولنه کې مطلق اکثریت پدې پوهیږي چې روانه بدبختي د جګړې محصول ده. همدا جګړه ده چې له لسیزو راهیسې یې ټولې اقتصادي، تعلیمي، کلتوري، مذهبي زېربناوې له منځه وړې.

لویه ستونزه دا ده چې ځينې افغانان روانې جګړې ته د تقدس په سترګه ګوري. دا قتل او قتال ورته یو مذهبي امر ښکاري، او د وګړو په وژنه یې روح او روان ته سکون رسي او په دې فکر کې وي چې ښایي د دین لویه فریضه او وجیبه یې ادا کړې. همدا ډله افغانان د جنسي فقر له امله د ۷۲ حورو د وصال شېبو ته خپل ځانونه قربانوي. زه دوی نه ملامتوم، د دوی فکرونه همداسې تسخیر شوي، دوی ته د افغانستان مسلمان ولس د مرتدینو او کفارو په نومونو یاد شوی، دوی ته ساده دیپلوماتیک روابط د اشغال په مانا تعریف شوي او دوی ته د دین او مذهب د ژغورنې په بهانه ټوپکونه ورکړل شوي.

په لنډو ټکو باید ووایم چې روانه جګړه په بشپړه توګه نیابتي ده او د تقدس څرک هم پکې نه ښکاري. نیابي جګړې، واسطه یې جګړې او یا هم وکالتي جګړې هغو جګړو ته وایي چې لوی او ځواکمن دولتونه پکې په مستقیم ډؤل برخه وانخلي مګر د مقابل لوري او د هغوی د متحدینو پر وړاندې وسلوالې ډلې په تلبیغاتي، تسلیحاتي او مالي مرستو ونازوي. پدې توګه لوی قدرتونه غواړي یو پر بل فشارونه راولي. دا چې د نړۍ ځواکمن هېوادونه د لویې نظامي قوې خاوندان دي، نو د مستقیمې جګړې پر مهال ښایي ډېر زیات سیاسي، اقتصادي او پوځي زیانونه وویني. نو له همدې کبله دوی نه غواړي یو له بل سره مستقیمه جګړه وکړي، بلکه داسې وسلوال ګروپونه او ډلې زیږوي چې د هغو په واسطه په مخالف هېوادونو امنیتي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز فشارونه راولي. تر ډېره سوچه نیابتي جګړه نه تر سترګو کیږي، ځکه ډېری وخت د مسلحو ډلو موخې او د هغوي د مرستندوی هېوادونو موخې یو بل سره توپير کوي. د پورتنیو خبرو د ښه وضاحت لپاره لاندې څو بېلګې د نیابي جګړو لپاره راوړو:

د ویتنام جګړه:
پدې جګړه کې شوروي او نورو کمونیستي هېوادونو د (ویټ کنګ) ډلې او شمالي ویتنام حکومت تر ډېره مرسته وکړه. بل خوا امریکا د سویلي ویتنام او د هغو د متحدانو مرسته په خپلو مالي او پوځي زېرمو وکړه. په پای کې امریکا دې ته اړ شو چې مستقیمه پوځي لاسوهنه وکړي او خپل سل زرو نه ډېر سرتیري یې ویتنام ته وليږل.

د سوریه جګړه:
د سوریه جګړه هم د یوې نیابتي جګړې ښه بېلګه ده. پدې جګړه کې هم نړیوال او سیمه ایز ځواکونه خپله غیر مستقیمه جګړه پر مخ بیایي. روسیه او ایران د سوریه دولت ملاتړ ته لاس بډ وهلي، بل خوا عربستان، قطر، امریکا، انګلستان او فرانسه د بېلابېلو وسلوالو ډلو مالي او پوځي ملاتړ کوي. پدې سره دوی غواړي چې په غیر مستقیم ډول په خپلو رقیبانو برلاسي شي او یا هم د توسعه طلبۍ د آیډیالوژۍ له مخې غواړي خپل نفوذ پدې خواره کې وساتي.

د شمالي کوریا جګړه:
دا جنګ چې د ۱۹۵۰ څخه پیل شو او تر ۳ کلونو وغځېد، یو وکالتي جنګ وو. پدې کې د چین خلقي رژیم او شوروي د کمونستانو په ملاتړ خپلې مرستې روانې کړې. بل خوا د امریکا په ملاتړ د ملل متحد ځواکونه جنګېدل. که څه هم شوروي مستقیمې پوځي لاسوهنې ته اړ نشو مګر چین په زرګونو سرتېري د شمالي کوریا مرستې ته واستول.

سوړ جنګ (جنګ سرد):
د ساړه جنګ په ترځ کې نیابتي جګړې تر ډېره تر سترګو کیدې، علت یې دا و چې دواړه لوري (امریکا ـ شوروي) د اټومي وسلو خاوندان ول. دوی د اټومي جګړې له وېرې نه غوښتل یو پر بل مستقیم تعرض وکړي. نو له همدې کبله دوی اړ شول چې خپلې جګړې ته وکیلان وټاکي، او د دوی د جګړو میدانونه افغانستان، آنګولا، ویتنام، سوریه او لاتینه امریکا تېر شوي.

د پورتنیو بېلګو په لوستلو اوس یو ځل د خپل هېواد جګړې ته سترګې واړوئ، لږ فکر وکړئ او دا خپل روان وضعیت په خپل شعوري او ادراکي قوې یو ځل تحلیل کړئ. لکه څرنګه چې په ویتنام، شمالي کوریا، سوریه، آنګولا او داسې نورو هېوادونو کې جګړې د زبر ځواکو د موخو په تابعیت پیل شوې وې، همداسې دلته هم د جهاد د مقدسو نارو تر شا شومې موخې شتون لري. د افغانستان ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت ته په کتو، نړیوال غواړي دا ملک د یوې نا معلومې جګړې لپاره میدان وګرځوي، د همدغو جګړو په لړ کې زمونو کانونه استخراج کړي، خپلې وسلې و آزمایي او غواړي چې خپل نفوذ په منځنۍ آسیا کې وساتي.

له هغه ځایه چې افغانانو بلخصوص پښتنو ته ننګ، ناموس، دین او مذهب سرې کرښې دي، او تل یې د همدې سرو کرښو په ساتنه کې سرونه قربانۍ ته تیار ایښي، نو دښمن ورته روانه جګړه د یوې مذهبي پدیدې په توګه مخکې کړې. د جهاد په متبرک نوم یې په افغانانو سنګرونه ګرم ساتلي او په بدل کې یې ورته د اخرت شراب او کباب وعدې ورکړې. که لږ ځیر شو، نو پوه به شئ چې د همدغې وسلوالو ډلو ډېری سرلاري او قوماندانان په ګاونډي هېوادونو کې په خورا عیش او عشرت کې اوسي. مګر په سنګرونو کې یې تنکي زلمیانو ته ټوپکونه ورکړي او د (الله اکبر) په نارو خپل مسلمان وروڼه وژني. په پای کې دواړې لوري خپلو مړو ته د شهيد خطاب کوي، د اسلامي اصولو مطابق یې جنازې کوي او په یوه هدیره کې یې خښوي.

د یوه مسوول افغان په توګه، زما او ستا مسوولیت دا دی چې د روانې جګړې د مشروعیت هغه تقلبي څلي ونړوو، په کومو چې هر ورځ د نفوس ډېری برخه کمیږي. خپل فکرونه د جګړې ضد وروزو، او خپل راتلونکي نسل ته د عدم تشدد ایډیالوژي مخکې له مخکې خپره کړو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران