لوبې

نړۍ یې حیرانه کړې په راشد او نبي هندوستان فلم جوړوي!

د هندوستان بهرنیو چارو وزرت ویلي چې، په دوو افغان ستورو محمد نبي عیسې خېل او راشد خان ارمان باندې، یو مستند فلم جوړوي.

وروسته له هغې چې دغه دواړه لوبغاړي د هندوستان په تجارتي یا ای پي اېل سیالیو کې راڅرګند شول، د نړۍ توجو یې ور واړوله، پر دغو دوو افغان ستورو نه یوازې هندي رسنۍ تبصرې کوي بلکې د نورو هېوادونو رسنۍ او د کریکټ مبصرین هم ګوته په غاښ ورته پاتې دي.

دغه فلم به له دوو دقیقو نیولي تر اوو دقیقو پورې وي ، چې مالي لګښت د یې د هند حکومت ورکوي.

په دغه مستند فلم کې به د راشد او نبي په ژوند سربېره ای پي اېل لوبې هم وښودل شي.

ممکن دغه فلم ډېر ژر جوړ شي او دای پي اېل لوبو په جریان کې په تلویزیونونو وښودل شي.

هندوستان وایي له دغه فلم جوړولو څخه یې هدف نړیوالو ته د جنګ ځپلي افغانستان مثبت تصویر وړاندې کول دي.

راشد او نبي دا مهال په هندوستان کې د سنرایزر حیدر اباد لوبډلې په ګټه لوبیږي چې لوبډله یې د یوولسو امتیازونو په درلودلو سره درېیم مقام لري.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */